• تاریخ : جمعه, ۲۱ ثور , ۱۴۰۳
  • برابر با : Friday - 10 - May - 2024
  • ساعت :

    کنر

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۱

    غازي اباد کې له ۷۵۰ کورنیو سره مرسته وشوه

    له غازي اباد څخه د ترلاسه شوي خبر له مخې پرون په دغه ولسوالۍ کې د wfp  موسسې لخوا له ۷۵۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته کې اوړه، غوړي او نور توکي شامل دي، چې د مسؤلینو په سرپرستي کې مستحقو کورنیو ته ورکړل شوي دي. ‏2021‏/10‏/13

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۱

    کونړ: ځايي علماؤ له والي سره ولیدل

    د کونړ لسګونو حنفي  علماوو د کونړ له والي شیخ الحدیث محمد قاسم سره د ناستې پر مهال د نوموړي د هڅو قدرداني ترڅنګ د نظام حاکمیت په لاره کې د دیني علماوو په رول او هڅو خبرې وکړې او له والي یې وغوښتل، چې د دغه ولایت ولسونو او په ځانګړې توګه د دیني […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۰

    کونړ والي له UNHCR څخه له کډوالو او بې وزلو کورنیو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

    د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد نن په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د ختیځ زون له استازو سره ناسته ترسره کړه. د کونړ والي وویل، دغه ولایت کې د بشري فعالیتونو ترسراوي لپاره ښه بستر رامنځته شوی او مرستندویه موسیسې کولی شي د ولایت مقام سره […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۹

    نورستان: وانت وایګل کې د دښمن مرمیو اولسي کور تخریب کړ

    پرون سهار د کابل رژیم وحشي عسکرو د نورستان ولایت وانت وایګل ولسوالۍ په مندیش کلي باندې غټ توپونه ویشتلي، د راپور له مخې دغه مرمۍ د ماڼوګي له ولسوالۍ څخه ویشتل شوې دي، چې له کبله یې د یو غریب کلیوال کور تخریب شوی، خو چاته پکې د سر زیان نه دی اوښتی. ‏10‏/08‏/2021

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۷

    غازي اباد کې د دښمن مرمیو ۵ ښځي او ماشومان شهيدان، ۵ نور ژوبل کړل

    پرون شپه د کابل رژیم وحشیانو د غازي اباد ولسوالۍ اړوند لنډي کڅ کلي کې په یو کور مرمۍ ویشتلې دي. د راپور له مخې دغه جنایت کې د دغه کور ۵ تنه ښځي او ماشومان شهيدان، او ۵ نور ژوبل شول. ‏2021‏/8‏/8

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۴

    نورستان: وانت وایګل کې له بیوزلو کورنیو سره مرسته وشوه

    د نورستان ولايت وانت وايګل ولسوالۍ اړوند کلایګل کلي کې د اسلامي امارت  د مسؤلينو په سرپر ستي کې له بيوزله کورنيو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه. ‏2021‏/8‏/5

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۲

    د غازي اباد نظامي مسؤل د بارګاه کلي له مشرانو او خلکو سره وکتل

    پرون سهار د غازي اباد ولسوالۍ نظامي مسؤل قاري ضیاؤالرحمن د بارګاه د کلي له سپینږیرو او مخوروسره وکتل. دغه لیدنه کې په سیمه کې د موجوده ستونزو د حل او په راتلونکي کې د کارونو د ښه پر مختیا په موخه سلامشورې وشوې او دواړو لوریو له یو بل سره د خپلو نظرونو تبادله […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۰

    کنړ: چپه دره کې ۶ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

    پرون شپه مجاهدینو د کنړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې په مزدور دښمن بریدونه ترسره کړل، دغه عملیات چې د کلیمواو خلقلام ساحو کي د سرک په غاړه په پرتو پوستو باندي ترسره شوي، په نتیجه کې یې ۴ تنه، چې یو يي د قطعي منتظرې قومندان بل يې د ټولي قومندان او ۲ نور […]

    د دښمن په بمبار کې د غازي اباد د پوهني مدیریت وداني ویجاړه شوه
    ۱۴۰۰-۰۵-۱۰

    د دښمن په بمبار کې د غازي اباد د پوهني مدیریت وداني ویجاړه شوه

    څو ورځې وړاندې د کابل رژیم وحشیانو د غازي اباد ولسوالۍ د ښووني او روزني د مدیریت په ودانۍ بمبار وکړ، د دغه جنایت په نتېجه کې وداني په بشپړ ډول تخریب شوې، زیات اسناد له منځه تللي دي. همداراز د بمبار پر مهال د خلکو دوکانونه هم تر برید لاندې نیول شوي، چې له […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۹

    کنړ: چپه دره کې دښمن کلیوال نیولي او شاقه کارونو ته اچولي دي

    په تش لاس اولس د وحشي رژیم د مظالمو په لړ کې پرون د شپې د کابل رژیم وحشیانو د کنړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې د کړنګل او د یوګل کلیو کلیوال نیولي او شاقه کارونو کولو ته مجبور کړي دي. همداراز دښمن په هغو نیول شوو کسانو چې د دوی له ظلم او […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۵

    کنړ: د ناړۍ ولسوالۍ د فتحي جزئیات

    د راپور له مخې یاده ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د ټولو ملحقاتو تر څنګ د غازیانو، کامتلي او نانګل په نوم د مزدور دښمن ۳ بیسونه او د عزیزګل پله، ستوري او شیرګل په نوم ۳ پوستې په مکمل ډول د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغلې دي. د راپور له مخې د یادې ولسوالۍ د […]

    کنړ: ناړۍ ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو، ۲ مهمو بیسونو او ۴ پوستو سره د مجاهدینو لاسته ولوېده
    ۱۴۰۰-۰۵-۰۳

    کنړ: ناړۍ ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو، ۲ مهمو بیسونو او ۴ پوستو سره د مجاهدینو لاسته ولوېده

    د مجاهدینو د پرله پسې فتحو په دوام د کنړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ مرکز او اړوند ټول تاسیسات د مزدور دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغلل. همداراز یاده ولسوالۍ کې  د ټول ولایت په کچه د مزدور دښمن تر ټولو ستر او مهمه قرارګاه (زروکڅ بیس) هم د مجاهدینو […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۳

    کنړ: ناړۍ کې د کابل ادارې ۲۳ کارکوونکي خوشي شول

    پرون د کنړ ولایت، ناړۍ ولسوالۍ کې د کابل ادارې ۲۳ تنه عسکر خوشي شول. د راپور له مخې دغه عسکر د پاټک په نوم د مشهوري قرارګاه د فتحي پر مهال ژوندي نیول شوي ول چې پرون د عالیقدر امیرالمؤمنین د ځانګړي فرمان له مخې ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول. ‏2021‏/7‏/25

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۲

    کنړ: ناړۍ کې ۱۵ عسکر له ۳۰ میله وسلې سره مجاهدینو ته راغلي دي

    د فتحو او بریاو په دوام پرون د کنړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هغو ۲ پوستو عسکر چې له شاوخوا یوې میاشتې را په دېخوا د مجاهدینو تر کلکې محاصرې لاندې وې له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. دغو ۱۵ تنو بېګا شپه ۱۰ بجې د مجاهدینو په وړاندې له مقاومت […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۰۱

    غازي اباد ولسوالۍ مرکز، ۵ بیسونه، ۱۵ پوستې فتحه، د دښمن ۲۲۰ کارکوونکي ژوندي نیول شوي دي

    د الفتح جهادي عملیاتو په دوام وړمه شپه مجاهدینو د غازي اباد ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، اړوند ټول تاسیسات او دفاعي پوستې د مزدور دښمن له وجود څخه تصفیه او تر خپل واک لاندې راوستلې. د راپور له مخې د یادې ولسوالۍ مرکز او اړوند سیمه کې د دښمن ټول بیسونه او پوستې له اوږدې […]

    go Up