د غازي اباد نظامي مسؤل د بارګاه کلي له مشرانو او خلکو سره وکتل

پرون سهار د غازي اباد ولسوالۍ نظامي مسؤل قاري ضیاؤالرحمن د بارګاه د کلي له سپینږیرو او مخوروسره وکتل. دغه لیدنه کې په سیمه کې د موجوده ستونزو د حل او په راتلونکي کې د کارونو د ښه پر مختیا په موخه سلامشورې وشوې او دواړو لوریو له یو بل سره د خپلو نظرونو تبادله […]

پرون سهار د غازي اباد ولسوالۍ نظامي مسؤل قاري ضیاؤالرحمن د بارګاه د کلي له سپینږیرو او مخوروسره وکتل. دغه لیدنه کې په سیمه کې د موجوده ستونزو د حل او په راتلونکي کې د کارونو د ښه پر مختیا په موخه سلامشورې وشوې او دواړو لوریو له یو بل سره د خپلو نظرونو تبادله وکړه.

همداراز د هغه لخوا د مجلس ګډونوالو ته د اسلامي امارت د پالیسۍ او فرامینو په اړه معلومات ورکړل شول او له دوی څخه وغوښتل شول چې د کلي ټول ځوانان دي د کابل رژیم له لیکو را وباسي ترڅو هغوی په جګړه کې ونه وژل شي، ماشومان یې یتیمان نشي او والدین یې په غم ونه ژاړي.

د کلي خلکو دغه ناسته ګټوره وبلله، راغلي هیئت ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د جګړې د پای ته رسېدو او مضبوط اسلامي نظام د تحکیم لپاره به د خپلو ټول توان په اندازه هلي ځلي کوي.

‏2021‏/8‏/3