نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د الفتح جهادي عملیاتو په دوام وړمه شپه مجاهدینو د غازي اباد ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، اړوند ټول تاسیسات او دفاعي پوستې د مزدور دښمن له وجود څخه تصفیه او تر خپل واک لاندې راوستلې. د راپور له مخې د یادې ولسوالۍ مرکز او اړوند سیمه کې د دښمن ټول بیسونه او پوستې له اوږدې […]
د الفتح جهادي عملیاتو په دوام وړمه شپه مجاهدینو د غازي اباد ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني، اړوند ټول تاسیسات او دفاعي پوستې د مزدور دښمن له وجود څخه تصفیه او تر خپل واک لاندې راوستلې.
د راپور له مخې د یادې ولسوالۍ مرکز او اړوند سیمه کې د دښمن ټول بیسونه او پوستې له اوږدې مودې راپه دېخوا د مجاهدینو تر کلکې محاصرې لاندې وې، چې بالاخره د پنجشنبې په ورځ ولسوالي له ۴ غټوبیسونو او ۱۵ پوستو سره د مجاهدینو لاسته ولوېده.
د دښمن لخوا د یادو مراکزو تر تخلیې له مخه نښته کې ۴ مزدور عسکر قتل، ۵ نور ژوبل، ۸۰ تنه یې ژوندي نیول شوي او نور له سیمې تښتېدلي دي.
همداراز پرون ناوخته په سیمه کې د مزدور دښمن یواځنی پاته بیس هم د ۱۴۰ عسکرو، اربکیانو او پولیسو په ژوندي نیول کېدو سره په یو مخیز ډول د دښمن له ناپاک وجود څخه تصفیه او د اسلامي امارت د مجاهدینو لاسته ولوېد.
پاته دي نه وې چې د پورتنیو مراکزو د فتحې پر مهال له مزدور دښمن څخه په لوی شمېر نقلیه وسائط، وسائل، وسلې او په زیاته اندازه مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
د فتحه شوو بیسونو او پوستو نومونه په لاندې ډول دي:
۱: جلاله بینس( دمزدوری اردو)
۲: جلاله بیس ۷ دفاعی پوستی (دمزدوری اردو)
۳: دشالیزارې پوسته (داربکیانو)
۴: دبارګام بیس (دمزدوری اردو)
۵: دبارګام دبیس۶ دفاعی پوستی (د مزدوري اردو )
۶ دپمپ پوسته (داربکیانو)
۷ انګاریابریالی غټه پوسته (دمزدوری اردو)
۸: شش پوسته( داربکیانو)
۹: سپینه پوسته (داربکیانو)
۱۰: هفت پوسته (داربکیانو)
۱۱: دغازی ابادمرکزی ولسوالی نشه ګام کلی کی
۱۲: دنشه ګام بازار پوسته
۱۳: دکاسګل دپلې پوسته (داربکیانو)
۱۴: کڼاسېرغټه پوسته (داربکیانو)
۱۵: کافری پوسته( داربکیانو)
۱۶: شین ډوپی پوسته ( داربکیانو]
۱۷: سپینه ګټی پوسته (داربکیانو)
۱۸: دغلوکندی پوسته (داربکیانو)
۱۹: دشرغشو بینس (داربکیانوسترمرکز)
۲۰: دڅونک بیس (دمزدوري اردو)
۲۱: دڅونک دبیس دفاعی پوسته( دمزدوري اردو)
22/07/2021
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.