کونړ والي له UNHCR څخه له کډوالو او بې وزلو کورنیو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه

د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد نن په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د ختیځ زون له استازو سره ناسته ترسره کړه. د کونړ والي وویل، دغه ولایت کې د بشري فعالیتونو ترسراوي لپاره ښه بستر رامنځته شوی او مرستندویه موسیسې کولی شي د ولایت مقام سره […]

د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد نن په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د ختیځ زون له استازو سره ناسته ترسره کړه.

د کونړ والي وویل، دغه ولایت کې د بشري فعالیتونو ترسراوي لپاره ښه بستر رامنځته شوی او مرستندویه موسیسې کولی شي د ولایت مقام سره په همغږۍ پرته له هر ډول تشویشونو له خلکو سره بشري مرستې ترسره کړي.

هغه د موسیسو کارکوونکو د امنیت تامین ډاډ ترڅنګ د یونیسار له ادارې وغوښتل، چې داخلي بې ځایه شویو، اړمنو او بېرته راستانه شویو کورنیو سره ژمنۍ مرستې ترسره کړي.

د ناستې پر مهال د یونسیار ادارې د ختیخ زون استازي یوسف د مرستو په ژمني پلان، داخلي بې ځایه شویو کورنیو او بیا میشته کېدونکو د نوې سروې او مستحقو کورنیو ته د مرستو رسولو په تړاو خبرې وکړې او ډاډ یې وښود چې د سروې بشپړېدو سره سم به مستحقو کورنیو ته مرستې ورسوي.

په دغه کتنه کې چې د کونړ ولایت د کډوالو چارو رییس هم برخه لرله، د کډوالو په وضعیت د بحث ترڅنګ یې UNHCR ادارې نویو بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو ترسراوي غوښتنه وکړه.

11/10/2021