کونړ: ځايي علماؤ له والي سره ولیدل

د کونړ لسګونو حنفي  علماوو د کونړ له والي شیخ الحدیث محمد قاسم سره د ناستې پر مهال د نوموړي د هڅو قدرداني ترڅنګ د نظام حاکمیت په لاره کې د دیني علماوو په رول او هڅو خبرې وکړې او له والي یې وغوښتل، چې د دغه ولایت ولسونو او په ځانګړې توګه د دیني […]

د کونړ لسګونو حنفي  علماوو د کونړ له والي شیخ الحدیث محمد قاسم سره د ناستې پر مهال د نوموړي د هڅو قدرداني ترڅنګ د نظام حاکمیت په لاره کې د دیني علماوو په رول او هڅو خبرې وکړې او له والي یې وغوښتل، چې د دغه ولایت ولسونو او په ځانګړې توګه د دیني علماوو ستونزو اوارۍ ته جدي پاملرنه وکړي.

د کونړ والي وویل، د ا.ا بریا د علماوو او افغانانو ویاړ دی، علماء د ټولنې د معنوي مرضونو معالج دي، مسوولیت لري چې د خپل علم مطابق مسوولیت ادا او خلکو ته خدمت وکړي.

هغه له دیني علماوو وغوښتل چې د ټولنې فکري رغونه کې خپل مسوولیت ادا او د خلکو ترمنځ د مذهبي اختلاف، افراط او تفریط مخنیوی وکړي.

هغه د ټولنې پر وړاندې د علماوو مسوولیتونه درانده وبلل او پرې غږ یې وکړ چې د هېواد راتلونکي نسلونو روزنه کې خپل اسلامي او ملي مسوولیت ادا کړي.

همدا راز کونړ والي دیني علماوو ته ډاډ ورکړ چې د امنیتي وضعیت بهبود، ټولنیزو ستونزو اوارۍ او خلکو ته د مرستو راجلبولو په لاره کې به هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

12/10/2021