دافغانستان په زندانونو کي نوی بشري ناورین

دنوي ایتلافي حکومت له پیل سره دافغانستان په زندانونو کي بشري ناورین زور واخیست، که څه هم دګډ حکومت مشر اشرف غني واک ته درسیدو سره سم دڅرخي پله زندان ته ولاړ، محبوسینو ته یې ډاډ ورکړ چي ظلم به نه ورباندي کیږي ، کوم کسان چي بې ثبوته نیول شوي وي ، یایې دحبس […]

دنوي ایتلافي حکومت له پیل سره دافغانستان په زندانونو کي بشري ناورین زور واخیست، که څه هم دګډ حکومت مشر اشرف غني واک ته درسیدو سره سم دڅرخي پله زندان ته ولاړ، محبوسینو ته یې ډاډ ورکړ چي ظلم به نه ورباندي کیږي ، کوم کسان چي بې ثبوته نیول شوي وي ، یایې دحبس موده پوره شوې وي ژر تر ژره به خوشي شي ، خو اشرف غني تراوسه پوري نه یوازي داچي دولس او زندانیانو سره کړي ژمني پوره نه کړې ، بلکي اسیران نور هم دکړاونو اوتعذیبونو سره مخ شول .

څو ورځي مخکي دڅرخي پله په زندان کي یو نوي کلن بندي چي درې کاله وړاندي یې دحبس موده پوره شوې وه، دډیپریشن او مایوسۍ له امله یې زړه و درید او له کور او روغتون څخه لیري په دغه زندان کي یې دژوند وروستۍ سلکۍ ووهلې.

په نیمروز کي زندانیانو ته دجسمي تعذیب سربیره دروحي ځور په خاطر دمحبس ساتونکو عسکرودقرانکریم سپکاوی وکړ، اسیرانو دقران کریم څخه ددفاع په موخه دعسکرو سره نښته وکړه چي په پایله کي یې دواړو طرفونو ته مرګ ژوبله واوښتله .

همدا رازدشبرغان په مرکزي زندان کي عسکرو پنځه تنه اسیران شهیدان او شپاړس کسه ژوبل کړل، دغه پیښه له دې سببه رامنځته شوه چي دکابل ادارې چاواکو غوښتل د شبرغان له محبس څخه یو سلو پنځوس تنه زندانیان بګرام ته ولیږدوي، ددوی ددغه کرغیړن عمل په وړاندي بندیانو عکس العمل وښود چي نتیجه یې بیا هم دبې وسه او بې وسلې زندانیانو په مرګ ژوبلې واوښته .

تېره میاشت په افغانستان کي دملګرو ملتونو ادارې( یو ناما) هم د افغانستان په زندانونو کي دبشري تیریو خبر داری ورکړ ، یوناما په خپل راپور کي ویلي چي : دافغانستان په محابسو کي بندیان دبرقي کرنټونو په زور اعتراف ته اړیستل کیږي اوپردې سربیره   زندانیان دلرګي ، پایپ اوکیبل په وهلواو تعذیبولوسره دچارواکو دخوښي مطابق   اقرارته مجبوریږي .

یوناماد۲۰۱۳- ۲۰۱۴ کلونو کي دافغانستان دزندانونو وضعیت څېړلی، یوناما وایې چي : دغه راپور یې په اته ویشت ولایتونوکي داووه سوه نوي تنو زندانیانو څخه دپوښتنو ګر ویږنو پربنسټ چمتو کړی .

دیوناما په راپور کي راغلي چي دیو سلو پنځو تنو ماشوم زندانیانو له جملې دڅلور څلویښت تنو سره یې خورا ناوړه چلند شوی دی .

که څه هم یوناما اوس دپخواني حکومت په پرتله   دزندانیانو اوزندانونو وضعیت په نسبي ډول بهتر بولي ، خودکرزي په وروستي کال چي کوم بندیان دبګرام له تور زندان څخه دڅرخي پله محبس ته انتقال شوي وو، دغني په واکمنۍ کي یو ځل بیا مظلوم اسیران دبګرام زندان تورو او وحشي پنجرو ته ولیږدول شول .

دڅرخي پله په زندان کي به داسیرانو سره قریبانو او دوستانو ملاقات کولای شوای ،بندیان به دموظفو عسکرو سره په ژبه پوهیدل ، تر بګرام په څرخي پله محبس کي دیني او کلتوري ازادي نسبتا زیاته وه ، خو بګرام ته په انتقال له بې وسو زندانیانو یو وار بیایادي شوې ازادۍ او هغه حقونه چي نړیوال یې په یوه خوله مني وتروړل شول .

دبشري حقونو دملاتړ ټولني اوبشري فعالان باید دبشري خواخوږۍ په خاطر په زندانونو کي دروان وحشیانه چلندپرضد خپل ږغ پورته کړي تر څو ظالم چارواکي مجبور شي چي بندیانو ته خپل هغه حقه حقونه ورکړي چي دجینوادکنوانسیون له مخي یې امریکا او افغانستان په رعایتولو مکلف دي .

میوند سادات