جنګي جنایتونه (2014 اکتوبر)

دروان (۲۰۱۴،ز) کال  داکتوبر دمیاشتي  په ۵ مه نیټه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ دڅاروان کلا په کوټې  سیمه کي دداخلي عسکرودهاوان په ډزو کي چي یوه مرمۍ یې دحاجي محمد اکا پر کور لګیدلې یوولس تنه ملکي وګړي زیانمن شوي دي ،په دغه توغندیزبرید کي پنځه ښځي او یوماشوم شهیدان شوي اوپنځه تنه نارینه اوښځینه […]

دروان (۲۰۱۴،ز) کال  داکتوبر دمیاشتي  په ۵ مه نیټه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ دڅاروان کلا په کوټې  سیمه کي دداخلي عسکرودهاوان په ډزو کي چي یوه مرمۍ یې دحاجي محمد اکا پر کور لګیدلې یوولس تنه ملکي وګړي زیانمن شوي دي ،په دغه توغندیزبرید کي پنځه ښځي او یوماشوم شهیدان شوي اوپنځه تنه نارینه اوښځینه ژوبل شوي دي .

داکتوبر په ۷ مه  د یرغلګروالوتکو دپکتیکا ولایت دخیر کوټ ولسوالۍ دبکخېلوسیمه کي  یوملکي وګړی او یوه ښځه چي پر موټر سایکل سپاره وو، شهیدان کړي دي .

داکتوبر په ۹ مه دغزني ولايت د شلګر ولسوالۍ په غلي جان کلي کي اربکیانودوه نفره ولسي وګړي شهیدان کړي دي .

داکتوبرپه ۹ مه دهلمندولایت دسنګین ولسوالۍ د پانکیلي په سیمه کي کورنیو عسکرودرې تنه ملکي وګړي بندیان کړي دي .

داکتوبر په ۱۱ مه د پکتيکا ولايت  دبرمل ولسوالۍ په مرغه سیمه کي داشغالګرو په بمبار کي چي دسپرلۍ موټر یې په نښه کړ یوملکي وګړی شهید شوی او یو بل تن ټپي شوي دي .

داکتوبرپه ۱۱ مه د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په ګمبزو سيمه کي دداخلي عسکروپه ډزو کي یوه ښځه شهیده شوې ده ،همدا راز ځایې خلګوویلي چي ددې ولسوالۍ په جوی بیګم سیمه کي دقوماندانۍ دپولیسو څخه ډیر په عذاب شوي دي ، دوی ویل چي : پولیس یې په یواوبل نوم  وهي ډبوي اومالي زیانونه ورته رسوي ، اودیوکلیوال (سراب )کور یې په دې تور وسوځاوه چي زوی یې دطالبانوسره اړیکي لري .

داکتوبرپه ۱۲مه  د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ  د مياصاحب دره په پله سيمه کي نیواکګرو په يو موټر چې له سيند څخه يې تيږي بارولې بمبار کړی ،په دغه بمبار کي دموټر وان په ګډون څلور تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي .

داکتوبرپه ۱۳مه دپکتیا ولایت مرکز ته څېرمه نازیانوکلا کي دیرغلګرو په بمبار کي اووه تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي دي ، دعیني شاهدانو په ویناوژل شوو کسانو دیادي شوي سیمي په یوه غره کي لرګي ټولول چي دیرغلګرو له خوا په نښه اوشهیدان شول .

داکتوبر په ۱۴ مه دمیدان وردګ ولایت دجلګه ولسوالۍ مرکز ته نژدې  یوځوان چي دخپل کور مخ ته ولاړ و، ځایې عسکروله نژدې پوستې څخه په نښه اوشهید کړی دی  .

داکتوبر په ۱۵ مه دهلمندولایت د مارجې ولسوالۍ د تریخ ناورپه سیمه کي یرغلګرو دچاپې پرمهال دوه تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي .

داکتوبر په ۱۶ مه دزابل ولایت د سیوري ولسوالۍ په بدین کلي  کي ځایې عسکروددغه کلي ډیری اوسیدونکي وهلي اودوه تنه یې دبندیانوپه توګه خپلي قرارګاه ته بیولي دي .

داکتوبرپه ۱۸ مه دغورولایت د چهارسدې ولسوالۍ په بردیز سیمه  کي اربکیانودطالبانوسره ترسختي جګړې وروسته په یاده شوې سیمه کي په لسهاوو ولسي وګړي شهیدان اوټپیان کړي دي ،دځایې اوسیدونکوپه وینااربکیانودخلګواتیا(۸۰)کورونه لومړی چور کړي اوبیایې سوځولي دي .

د اکتوبرپه ۱۹ مه دلوګر ولايت د ازره ولسوالۍ په منګل دره کي یرغلګرو ځواکونودداخلي عسکرو په ملتیا چاپه وهلې، درې تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او خلګو ته یې ډیر مالي زیانونه هم اړولي دي .

داکتوبر په ۱۹ مه دکندهار ولایت  مقام مخ ته دخاکریز ولسوالۍ خلګ  داحتجاج په توګه راټول شوي وو، دوی  ویل چي دخاکریز ولسوالۍ په مختلفوسیمو کي داردو د عسکروپه بې هدفه ډزوکي ډیر زیانونه ورته اوښتي دي  اودبېلګې په توګه یې دیوه توغندیز بریدیادونه وکړه چي یوولس تنه ولسي وګړي پکي شهیدان اوټپیان شو ي دي .

داکتوبر په ۱۹ مه داخلي عسکرودفراه ولایت د  فراه رود ولسوالۍ بازار ته  په لاره یو موټر سایکل په نښه کړی چي له امله یې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي .

داکتوبر په ۱۹ مه دهلمندولایت د سنګین ولسوالۍ د کنجک په سیمه کي  دیرغلګروپه ډرون حمله کي یوملکي وګړی شهید شوی دی .

 داکتوبرپه ۲۱مه د کونړ ولايت  د څوکۍ ولسوالۍ په چمبيل سيمه کي دداخلي عسکرودهاوان په ډزوکي درې ماشومان شهیدان شوي اودوه ټپیان شوي دي .

داکتوبر په ۲۲مه دهرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په  قدوس اباد  سیمه کي ځایې عسکرو شل تنه ولسي هیوادوال بندیان کړي دي .

داکتوبرپه ۲۵مه  د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په بازي خېل سیمه کي اربکیانودولسي خلګودسپرلۍ پر  یوموټر ډزي کړي چي له امله یې څلور تنه هیوادوال شهیدان شوي اودوه کسه زخمیان شوي دي .

داکتوبرپه ۲۵ مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ دشنې جامع په سیمه کي دیرغلګرو په ډرون حمله کي دوه نفره  مستریان چي په موټرسایکل سپاره وو،  شهیدان شوي دي .

داکتوبرپه ۲۶ مه دلغمان ولايت  دقرغیو ولسوالۍ په چار باغ سیمه کي دداخلي عسکروپه ډزو کي یو دمکتب شاګرد شهیدشوی اویوبل زده کونکی دیوسپین ږیري په ګډون  ژوبل شوی دی .

داکتوبر په ۲۷ مه د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په بيمارو سيمه کي کورنیوعسکرودچاپې پرمهال دوه تنه ولسي وګړي بندیان کړي او یوه میرمن یې ژوبله کړې ده .

داکتوبر په ۳۱ مه دکاپیسا ولايت د نجراب ولسوالۍ په افغانيه سيمه کي اربکي ملېشو د شیر علي په نوم يو تن موټروان   نیولی اوبیاشهید کړی دی .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال  ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا= اوبینوا=]