جنګي جنایتونه( ډسمبر)

سید سعید: د ۲۰۱۹ز،کال د ډسمبر دمیاشتې په لومړۍ نیټه د خوست ولايت دمرکز او علي شېرو ولسوالۍ ترمنځ په غځېدلې لاره باندې یرغلګرو دملکي وګړو دسپرلۍ پر موټر ډرون حمله کړې، چې له امله یې د یوه کور شپږ تنه غړي شهیدان شوي دي. پیښه داسي مهال رامنځته شوې چې دیادې شوې کورنۍ غړي […]

سید سعید:

د ۲۰۱۹ز،کال د ډسمبر دمیاشتې په لومړۍ نیټه د خوست ولايت دمرکز او علي شېرو ولسوالۍ ترمنځ په غځېدلې لاره باندې یرغلګرو دملکي وګړو دسپرلۍ پر موټر ډرون حمله کړې، چې له امله یې د یوه کور شپږ تنه غړي شهیدان شوي دي. پیښه داسي مهال رامنځته شوې چې دیادې شوې کورنۍ غړي په ښار کې دماشوم له زیږدلو وروسته دخپل کور پر لور روان وو،د عیني شاهدانو په وینا په دې پییښه کې درې ښځې، دوه سړي او یو نوی زیږدلی ماشوم له منځه تللي دي.

د ډسمبر په لومړۍ نیټه د پکتیکا ولایت د سرحوضه ولسوالۍ د مارزکو په کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

د ډسمبر په لومړۍ نیټه د کاپیساولایت د تګاب ولسوالۍ د بدراب درې په افضل خېلو کلي کې حکومتي الوتکو یو مسجد بمبار کړی او څلور تنه ملکي وګړي یې پکې شهیدان کړي دي.

د ډسمبر په ۲مه د فاریاب ولایت د لولاش ولسوالۍ په  لاشي سیمه کې دحکومتي قواوو دتوپچي په ډزو کې دمسجد یوه برخه ویجاړه شوې او پکې درس ویونکي اووه تنه ماشومان ژوبل شوي دي.

د ډسمبر په ۵مه د ارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ د پای ناوې په خنجک سیمه کې یرغلګرو او حکومتي قواوو دملکي خلکو پرکورنو چاپه وهلې،ګڼ شمېر ولسي وګړي یې شکنجه کړي، درې تنه یې بندیان کړي او بیا یې پر سیمه بمبارکړی چې له امله یې دوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د ډسمبر په ۵مه د فاریاب ولایت دبلچراغ ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۵مه دهلمند ولایت دمرکز لښکرګاه د څلورمي حوزې په باباجې سیمه کې یرغلګرو دولسي خلکو د سپرلۍ پر موټر ډرون برید کړی چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۰مه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په  باغک کلي کې دحکومتي ځواکونو دهاوان په ډزو کې څلور تنه ماشومان شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۴مه د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په لام  سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي، یو شمېر خلک یې وهلي او تهدید کړي او دولسي خلکو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

د ډسمبر په ۱۴مه  دغور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د اولاد خواجه دسمک په سیمه کې دیرغلګرو او حکومتي ځواکونو په بمبارکې دوه نارینه،یوه میرمن او پنځه تنه ماشومان شهیدان شوي،دوه مسجدونه او پنځه دیرش کورونه زیانمن شوي او پر دې سربیره خلکو ته ډير مالي تاوان هم رسیدلی دی.

د ډسمبر په ۱۵مه د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په  جهانګیر خیلو سیمه کې داشغالګرو په ډرون حمله کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۵مه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په  فرمانخیلو کلي کې ګډو ځواکونو دملکي خلکو پرکورونو چاپه وهلې،د ښوونځي یو ز ه کوونکی یې شهید کړی، یوه ښځه یې ژوبله کړې او څلور تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي. خلکو ددې پیښې په غبرګون کې دکابل- جلال اباد لار دترافیکو پر مخ تړلې وه او دپیښې دعاملینو دمحاکمه کولو غوښتنه یې کوله.

د ډسمبر په ۱۵مه د فراه ولایت د مرکز فراه ښار په  کوچني دهیک  سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په پیرونو کې دوې میرمنې او یو سړی شهیدان او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۶مه اشغالګرو او داخلي عسکرو دکندهار ولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ د چنار د سپين کیچې په سیمه کې دچاپې په مهال اته تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او څلور نفره یې بندیان کړي دي.

د ډسمبر په ۱۶مه دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې حکومتي عسکرو د یو باربري موټر چلونکی شهید کړی دی.

د ډسمبر په ۱۶مه د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د سمک په سیمه کې دګډو ځواکونو په بمبارکې څلویښت کورونه ویجاړ او زیانمن شوي او دښځو او ماشومانو په ګډون یو نا معلوم شمېر ولسي وګړي پکې شهیدان او زخمیان شوي دي.

د ډسمبر په ۱۷مه د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په  جوکان سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د ډسمبر په ۱۷مه  د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ په نکړخېلو سیمه کې یرغلګرو او حکومتي عسکرو د چاپې په مهال د لونګ او نعمت په نوم دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي، یو کلینیک او ګڼ شمېر دوکانونه یې ویجاړ کړي او خلکو ته یې پراخ مالي تاوانونه رسولي دي.

د ډسمبر په ۱۸مه د خوست ولایت د اسماعیل خیلو ولسوالۍ په  ډاډ والو سیمه کې دکمپاین داخلي عسکرو یو دینې عالم ( مولوي عبدالحکیم) شهید کړی دی.

 د ډسمبر په ۱۹مه د کنړ ولایت د شلطن ولسوالۍ د ماڼو کلي کې د ۰۴ عسکرو دامیر عثمان په نوم یو ملکي وګړی، مور او میرمن یې شهیدان کړي، ماشومان یې ژوبل کړي او کور یې لوټلی دی.

د ډسمبر په ۱۹مه  د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ دتور غر په بېټنیو کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال اووه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او دماشومانو په ګډون یې څو تنه ژوبل کړي دي، برید داسي مهال شوی چې په نښه شوي خلک په خپل پټي کې په کار بوخت وو.

د ډسمبر په ۲۳مه یرغلګرو او داخلي عسکرو دارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ مربوط شاه منصور سیمه کې دولسي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چې له امله یې یو شمېر کورونه وران شوي او د څلورو کوچنیانو په ګډون لس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

د ډسمبر په ۲۴مه  ګډو ځواکونو د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په غ، پچه خان او افغانیه دره کې دچاپې په مهال ۸ تنه ملکي وګړي چې میرمنې او کوچنیان هم پکې دي شهیدان کړي او ۴تنه یې زخمیان کړي دي.

د ډسمبر په ۲۸ رسنیو خبر ورکړ چې د کندز ولايت دمرکز په  بزکندهاري‌ سيمه کې د ګډو ځواکونو په څو ورځینو عملیاتو کې دیارلس تنه ملکي وګړي شهیدان او تپیان شوي، ځیني کورونه ویجاړ او زیانمن شوي او خلکو ته ډیر مالي زیانونه رسیدلي دي.

دډسمبر په ۲۹مه د کندوز ولايت مرکز د بزکندهاري په تپه علي سيمه کې  دیرغلګرو په بمبار کې  څوارلس تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او یو نامعلوم شمېر نور ټپیان شوي دي.

 مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]