جنګي جنایتونه (نومبر2014)

سیدسعید دروان (۲۰۱۴ز) کال دنومبردمیاشتي  په ۲مه نیټه دهلمندولایت دمارجې ولسوالۍ دترخه ناور په سیمه کي  دروستم دپوستې اربکیان دمسجد دامام کورته ورغلي، ملا امام یې  په خپل کورکي  وهلی  اوبیایې یوقرآن مجید په برچو وهلی اوپه ډز وسوری – سوری کړی دی . ددې پیښي په غبرګون کي په زرهاوو خلګودلښکرګاه دبولان په سیمه […]

سیدسعید

دروان (۲۰۱۴ز) کال دنومبردمیاشتي  په ۲مه نیټه دهلمندولایت دمارجې ولسوالۍ دترخه ناور په سیمه کي  دروستم دپوستې اربکیان دمسجد دامام کورته ورغلي، ملا امام یې  په خپل کورکي  وهلی  اوبیایې یوقرآن مجید په برچو وهلی اوپه ډز وسوری – سوری کړی دی .

ددې پیښي په غبرګون کي په زرهاوو خلګودلښکرګاه دبولان په سیمه کي مظاهره وکړه اودیادي شوي پیښي دعاملینو دژر تر ژره سزا کیدو غوښتنه یې وکړه  .

دنومبرپه ۴ مه  نیټه د ننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ په زغوسیمه کي  نیواکګرو ځواکونو د کورنيوعسکروپه ملتیا دچاپې پرمهال سل (۱۰۰) تنه ملکي هیوادوال بندیان کړي ، کورونه یې تلاشي کړي او دوه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي .

دنومبر په ۱۲مه دزابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په خان کلي کي  ځایې اربکیانودخپل یوه ملګري چي طالبانووژلی ؤپه بدل کي یو شپونکی شهیدکړی دی .

دنومبر په ۱۴ مه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ  په ګمبيري سيمه کي یرغلګروعسکرودوه ماشومان  شهیدان کړي او دوه نور یې ژوبل کړي دي .

دنومبر په ۱۵ مه دهلمندولایت د مارجې ولسوالۍ د سستاني دالکوزو په کلي کي داخلي عسکرویو ملکي وګړی ( عبدالغفور ) شهید کړی دی .

دنومبر په ۱۶ مه داخلي عسکرو د کندوز په چهاردره ولسوالي کي اووه لس تنه ولسي وګړي نیولي اوڅلور نفره  ېې شهیدان کړي دي ،چارواکونیول شوي او وژل شوي کسان طالبان بللي ، خو ولسي وګړودشهیدانوجسدونه دولایت مقام ته داحتجاج په توګه راوړي وو،دوی ویل چي: وګورئ  وژل شوي اونیول شوي کسان ټول ملکي وګړي دي ، نه طالبان دي او نه یې هم له مخالفینوسره  اړیکي درلودې .

دنومبر په ۲۳مه دزابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د شبار دزیارت دپوستې عسکرو یو ملاامام (حافظ نسیم ) شهید کړی دی .

دنومبر په ۲۵ مه د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ په سپین کمر ژي سر سیمه کي اشغالګرواو داخلي عسکرودعملیاتو پرمهال بمبار کړی، دځایې خلګو په وینا په دغه بمباري کي دښځو اوماشومانو په ګډون اووه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي اودوه کسان ټپیان شوي دي .

دنومبر په ۲۸ مه د پکتيا ولايت  د زرمت ولسوالۍ  په سهاکو سيمه کي اشغالګرواو داخلي عسکروچاپه وهلې، دکورونو دروازې یې په بمونو الوزولي، خلګ یې وهلي اوتلاشۍ پرمهال زیات مالي تاوانونه ورته رسولي دي .

د نومبر په ۲۹ مه دغزني ولايت د ناوې  ولسوالۍ بازارته څېرمه  دوه تنه ولسي وګړي(جمال اوشیر )  دیرغلګروپه ډرون حمله کي شهیدان شو ي دي .

د نومبر په ۳۰ مه دزابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ دخان کلي ته څیرمه دمدیر کورونوباندي داخلي عسکرو دهاوان  ډزي کړي چي له امله یې  دیوه کور څلور تنه ښځي اوماشومان شهیدان شوي او اووه کسان ژوبل شو ي دي .

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال  ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا= اوبینوا=]