جنګي جنایتونه( مارچ)

سید سعید: د ۲۰۲۰ ز، کال دمارچ په ۵مه د بادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ د چکه کلي ته څیرمه حکومتي عسکرو یو چوپان شهید کړی دی. د مارچ په ۸مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ ددویمې حوزې عمرخیلو کلي کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې اووه تنه ملکي وګړي شهیدان او […]

سید سعید:

د ۲۰۲۰ ز، کال دمارچ په ۵مه د بادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ د چکه کلي ته څیرمه حکومتي عسکرو یو چوپان شهید کړی دی.

د مارچ په ۸مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ ددویمې حوزې عمرخیلو کلي کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې اووه تنه ملکي وګړي شهیدان او ژوبل شوي دي.

دمارچ په ۹مه د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې کې حکومتي عسکرویو محصل ( محمدغوث ولد محمدعمر) نیولی او په شکنجو یې شهید کړی دی.

د مارچ په ۱۰مه د پکتیکا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ په زېړي سیمه کې حکومتي عسکرو دوه تنه ولسي وګړي( پلار او زوی) شهیدان کړي دي.

د مارچ په ۱۰ د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د نهرسراج دبالاخانو په سیمه کې ځایې عسکرو یو سپین ږیری کلیوال( عبدالظاهر اکا) شهید کړی دی.

د مارچ په ۱۲مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ  په قلعه ولي سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزوکې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د مارچ په ۱۵مه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په کهنه قلعه کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې درې ښځې ټپیانې شوې دي.

د مارچ په ۱۵مه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په پنج کلا سیمه کې حکومتي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی او بیا یې اور پرې بل کړی دی.

د مارچ په ۱۵مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د ماتکي په سیمه کې ځایې عسکرو دوه ماشومان ( عبداللطیف او عبدالقهار دعمر اکا زامن )چې مدرسې ته دزده کړې لپاره روان وو، شهیدان کړي دي.

د مارچ په ۱۶مه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په لمن سیمه کې قومندان موزیګي یو ملکي وګړی( بوستان ولد میټاخان) شهید کړی دی.

د مارچ په ۱۶مه د بدخشان ولایت د وردج ولسوالۍ په غنیو سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په پیرونو کې یو کروندګر شهید او پلار یې ژوبل شوی دی.

دمارچ په ۱۷مه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په توت مزار سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار او توغندیزو بریدنو کې لس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او دوې میرمنې ټپیانې شوې دي.

د مارچ په ۲۰مه د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ په چشمه دوزک سیمه کې داخلي عسکرو دوه تنه تجاران (تازه ګل او عبدالرحمن ) شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۲۱مه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې حکومتي الوتکو دیو ملکي وګړي( عبدالرشید) کور  بمبار  کړی،چې له امله یې  دهمدې کورنۍ  یوولس تنه غړي شهیدان او څلور تنه ټپیان شوي او ځینې کورونه زیانمن شوي دي.

د مارچ په ۲۱مه د کندز ولایت د دښت ارچي ولسوالۍ په تاجکي قشلاق سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې څلور تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

دمارچ په ۲۱مه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د بخاري قلعه په سیمه کې دحکومتي قواوو دثقیله وسلو  په ډزو کې  څلور تنه نارینه او ښځینه ټپیان شوي دي.

د مارچ په ۲۳مه د لغمان ولایت دعلیشنګ ولسوالۍ په سالاب دره کې دحکومتي ځواکونو دهاوان په ډزوکې یو شپونکی شهید شوی دی.

دمارچ په ۲۳مه دفاریاب ولایت ددولت اباد ولسوالۍ په فیروزه سیمه کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو کور زیانمن شوی او پکې میشت یوه ښځه شهیده او یو سړی ژوبل شوی دی.

دمارچ په ۲۵مه دبادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د بازار په سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د مارچ په ۲۵مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په عیسی خیلو کې حکومتي عسکرو دولسي خلکو دسپرلۍ موټر ویشتلی چې له امله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او یو ماشوم او دوې میرمنې ژوبلې شوې دي.

د مارچ په ۲۶مه غزني ولایت کې د کابل- کندهار په لویه لاره په نوغي سیمه کې داخلي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي. همداراز د ګوړیانو په سیمه کې هم داخلي عسکرو د امیرمحمد په نوم یو ملکي هیوادوال شهید کړی دی.

د مارچ په ۲۹مه د فاریاب ولایت دالمار ولسوالۍ د بخاري قلعه په سیمه کې د داخلي عکسرو په ډزو کې یو (لس کلن) ماشوم شهید شوی دی.

د مارچ په ۳۰مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په حاجي اباد سیمه کې دحکومتي ځواکونو دثقیله وسلو په ډزو کې یوه ښځه شهیده شوې ده.

د مارچ په ۳۰مه د لغمان ولایت دعلیشنګ ولسوالۍ په رهین سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې یو کور ویجاړ شوی، یوه میرمن شهیده اویوه ماشومه او دوې ښځې پکې ټپیانې شوې دي.

دمارچ په ۳۱مه د فراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ په شيوان سيمه کي داخلي عسکرو یو کلیوال( تورجان اکا) شهید کړی دی.

د مارچ په ۳۱مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په محب خیلو سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې یوه میرمن شهیده او بله ټپي شوې ده.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]