جنګي جنایتونه( مئ)

سید سعید: د ۲۰۲۰ز، کال دمئ دمیاشتې په ۲مه نیټه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په  ميرقاسم کلي کې حکومتي عسکرو یو پلار او دوه زامن شهیدان کړي دي. دمئ په ۲مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ  دحيدراباد په سيمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې یو ماشوم شهید او یو بل زخمي شوی […]

سید سعید:

د ۲۰۲۰ز، کال دمئ دمیاشتې په ۲مه نیټه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په  ميرقاسم کلي کې حکومتي عسکرو یو پلار او دوه زامن شهیدان کړي دي.

دمئ په ۲مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ  دحيدراباد په سيمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې یو ماشوم شهید او یو بل زخمي شوی دی.

دمئ په ۳مه دفاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ  د نودرې او بوري په سیموکې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزوکې څلور تنه  ملکي وګړي  شهیدان او زخمیان شوي دي.

د مئ په ۴مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ  د ینګي په سیمه کې ځایې عسکرو یو ځوان کلیوال شهید کړی دی.

د مئ په ۴مه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ  دلوی  مانده او باباجي دباوړیو سیمو کې حکومتي عسکرو ګڼ هیوادوال وهلي، درې تنه یې شهیدان کړي او دوه کسان یې بندیان کړي دي. د ځایې خلکو په وینا ټول زیانمن شوي کسان ملکي وګړي دي.

د مئ په ۸مه دغزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په  نظرخان او نجم الدين کلیو باندې داشغالګرو په بمبار کې یوولس تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د مئ په ۹مه د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار کې پولیسو په هغو بې روزګاره مظاهره کوونکو ډزې کړې چې  دحکومت دفساد پر ضد یې احتجاج کاوه، په دې ډزو کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او اولس تنه ټپیان شوي دي.

د مئ په ۱۰مه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ  د شیوان اوشیخ لالا په سیموکې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې  دماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د مئ په ۱۰مه  د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطانخیلو او اسیا زرک خېلو سیمو کې دحکومتي ځواکونو دهاوان په بریدونو کې یوه میرمن او یو سړی شهیدان شوي او دوې ښځې ټپیانې شوې دي.

د مئ په ۱۰مه د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې حکومتي قواوو څلور تنه بزګران شهیدان او ټپیان کړي، د ځایې خلکو په وینا یادشوي کسان په داسي حال کې په نښه شوي چې  د روژې له امله یې دشپې له خوا  په خپلو ګروندو کې اوبه لګولې.

د مئ په ۱۱مه  د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په غونډانو سیمه کې  اشغالګرو د قومي مشرانو پر یوه غونډه بمبار کړی، په دغه بمبار کې نهه تنه قومي مخور شهیدان او اووه تنه نور ټپیان شوي دي. ددې برید په غبرګون کې خلکو لاریون تر سره کړ، خلکو ویل چې ددې پیښې عاملین  دې محاکمه شي او دهستوګنې پر سیمو  دې  دورته  بریدونو مخه ونیول شي، خو لاریون لا پای ته نه و،  رسیدلی چې ځایې پولیسو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې، یو تن یې شهید او پنځه نفره لاریون کوونکي یې ژوبل کړل.

دمئ په ۱۲مه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د حسن کاریز په سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان یوه مرمۍ دکوچیانو پر کیږدۍ لګېدلې چې له امله یې پنځه تنه ماشومان او میرمنې شهیدان شوي او دوه نارینه ژوبل شوي دي.

د مئ په ۱۵مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ  د نودرې په سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ  تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د مئ په ۱۷مه  د لغمان  ولایت دعليشنګ ولسوالۍ په  قلعه کوچیان او کونجکي سیمو  کې  حکومتي عسکرو دعلمیاتو په مهال  دوه تنه ولسي وګړي له خپلو کورونو راایستلي او بیا یې شهیدان کړي دي.

د مئ په ۱۸مه  د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په پني کلي کې ګډو ځواکونو  د (CHC) په نوم یوصحي کلینیک بمبار کړی،چې له کبله یې د کلینیک طبي وسایل، دواګانې او نور اړونده توکي له منځه تللي دي.

د مئ په ۱۸مه  د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ نوشهر ترکو سیمه کې داشغالګرو او داخلي عسکرو په بمبار کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او دخلکو کورونو ته زیان رسیدلی دی.

د مئ په ۱۹مه  د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ منګتيپې سیمه کې  یرغلګرو او حکومتي قواوو پر یو ځایې روغتون برید کړی،ددغه برید له امله په روغتون کې دوه تنه  ناروغان شهیدان شوي او دروغتون ودانۍ او تجهیزات  زیانمن شوي دي.

د مئ په ۱۹مه  د کندز ولایت مرکز اړوند عاق مسجد سیمه کې دحکومتي ځواکونو په یو برید کې دسیمې مسجد زیانمن شوی دی.

د مئ په ۱۹مه  د کندز ولایت د علي آباد ولسوالۍ په عمرخیلو سیمه کې ګډو ځواکونو  په هغې کښتۍ بمبار کړی چې له سیمه ییز سیند څخه یې ملکي وګړي بلې غاړې ته اړول. په یادشوي برید کې د کښتۍ چلونکي په ګډون  شپږ تنه ولسي وګړي شهیدان  او اووه تنه ژوبل شوي دي.

د مئ په ۱۹مه  حکومتي ځواکونو دپروان ولایت مرکز مربوط خلازیو سیمه کې دتعلیم القران مدرسې په جومات  برید کړی،په دغه برید کې اته نفره ولسي وګړي شهیدان او لس تنه ټپیان شوي دي، برید داسي مهال شوی چې  خلک  دماښام په لمانځه ولاړ وو.

د مئ په ۲۰مه د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالۍ په جنګل اریغ کلي کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې دښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د مئ په ۲۰مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  په حيدراباد سيمه کې یو سړی زخمي او دوې ښځې شهیدانې شوې دي.

د مئ په ۲۰مه د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ  په سلطانخیلو کلي کې حکومتي ځواکونو دچاپې په مهال دکورونو دروازې په بمونو الوزولې، له کورونو یې قیمتي توکي او نغدي پیسې وړې او د دولت خان آکا په نوم ولسي هیوادوال دوه  زامن (عبدالله او رحمت الله) یې دخپل کور په منځ کې شهیدان کړي دي.

د مئ په ۲۰مه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په بوکه سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د مئ په ۲۰مه  د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په باسوسو او محفلي سیمو کې حکومتي ځواکونو د ولسي خلکو په کورونو بمبار کړی،په دغه بمبار کې څلور ښځې او یو نارینه شهیدان شوي او شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دمئ په ۲۲مه دلوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ وغجان بازار ته څېرمه داخلي عسکرو یو سپین ږیری شهید کړی دی.

 دمئ په ۲۲مه د جوزجان ولایت د اقچې او منګجک ولسوالیو کې حکومتي ځواکونو دولسي وګړو پر کورونو بمبار کړی او په ځانګړې توګه په قره ادک کلي کې د حکومتي عسکرو په بمبار او توپچي ډزو کې ۳۲ کورونه زیانمن شوي او زیاتره شیان او لوازمات پکې سوځیدلي دي.

د مئ په ۲۳مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په سالاب سیمه کې دحکومتي ځواکونو له لوري  توغول شوی هاوان پر یو کور لګیدلی چې له امله یې دوه ماشومان شهیدان شوي او دیارلس تنه ټپیان شوي دي.

د مئ په ۲۴مه  حکومتي عسکرو د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ  په پړاو کلي ډیسي توپونه ویشتلي، چې له کبله یې یو کور تخریب شوی، یوماشوم پکې شهید او څلور تنه ژوبل شوي دي.

د مئ په ۲۶مه د بادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ  د چشمه دوزک په سیمه کې د داخلي عسکرو په بې هدفه ډزو کې درې تنه ماشومان شهیدان شوي دي.

د مئ په ۲۷مه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د ابراهیم خیلو په کښته جعفرو کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او څلور تنه ماشومان ژوبل شوي دي.

د مئ په ۲۷مه د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په ګرم اب سیمه کې داخلي عسکرو یو طالب العلم شهید کړی دی.

 دمئ په ۲۷مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شهر کهنه  کې داخلي عسکرو  یو ځوان کلیوال شهید کړی دی.

د مئ په ۳۱مه  د تخار ولایت په  ینګي کلا ولسوالۍ کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو سړی او یوه  میرمن شهیدان شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د مئ په ۳۱مه د میدان وردګ ولایت د  نرخ ولسوالۍ  د چغري په کلي کې دحکومتي ځواکونو د هاوان یوه مرمۍ پر یو کور لګېدلې چې له امله یې  درې ماشومان شهیدان شوي دي.

د مئ په ۳۱مه د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په  جوی اختر سیمه کې دحکومتي عسکرو دهشتاددو په ډزو کې درې تنه ماشومان شهیدان او درې نور  ټپیان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]