جنګي جنایتونه( فبروري)

سید سعید د ۲۰۲۰ز، کال دفبروري دمیاشتې په لومړۍ نیته د فراه ښار د تجګ  کلي کې دیرغلګرو په ډرون برید کې یو ۱۳ کلن ماشوم شهید شوی دی. د فبروري په لومړۍ نیټه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  د ښورکي په سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه  ملکي وګړي شهیدان شوي دي. د […]

سید سعید

د ۲۰۲۰ز، کال دفبروري دمیاشتې په لومړۍ نیته د فراه ښار د تجګ  کلي کې دیرغلګرو په ډرون برید کې یو ۱۳ کلن ماشوم شهید شوی دی.

د فبروري په لومړۍ نیټه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  د ښورکي په سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه  ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د فبروري په لومړۍ نیټه د فراه ولایت دپشتکوه ولسوالۍ د لنګر په سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دعملیاتو په مهال دخلکو کورونه تلاشي کړي، قیمتي توکي یې ترې وړي، خلک یې وهلي، نقلیه وسایط یې تخریب کړي او په سیمه کې یوه دیني مدرسه ( اصحاب صفه ) یې له درسي موادو او دیني کتابونو سره سوځولې ده.

د فبروري په ۲مه د کندز ولایت د ګل تيپې ولسوالۍ د باغ شرکت په سیمه کې ګډو ځواکونو د (BHC)  موسیسې یو کلینیک او ورڅېرمه ښوونځی او کورونه بمبار کړي، په دې بمبار کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله او ښتې ده، خو کره شمېر یې جوت شوی نه دی.

د فبروري په ۲مه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ده جوز سیمه کې ګډو ځواکونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي  او دخلکو کورونو ته زیان او ښتی دی.

د فبروري په ۵مه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په محفلي تره خیل سیمه کې یرغلګرو پر یوه مدرسه( تحسین القران) ډرون حمله کړې چې له امله یې د مدرسې درسګاه ویجاړه شوې او درې تنه طالب العلمان شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۵مه  دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د کوه صیاد سیمي اوسیدونکی ( زین الله دغلام سخي زوی ) د اربکي قومندان غلام سخي له لوري شهید شوی دی.

د فبروي په ۵مه دبادغیس ولایت دمقر ولسوالۍ د نورخیلو په سیمه کې حکومتي عسکرو یو ماشوم شهید کړی او شپاړس تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.

د فبروري په ۵مه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ د سره بند په سیمه کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي.

د فبروري په ۵مه دهلمند ولایت  دګرشک ولسوالۍ د قلعه ګز د دښت په سیمه کې داشغالګرو په ډرون بریدکې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د فبروري په ۵مه د بلخ ولایت د چاهي ولسوالۍ مرکزته څېرمه داخلي عسکرو یو ملکي وګړی(  محمدګل) شهید کړی دی.

د فبروري په ۶مه  دفاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ  دبېش کپه  په سیمه کې یرغلګرو دملکي خلکوپر کورونو بمبار کړی چې له امله یې یوه میرمن او درې ماشومان شهیدان شوي او دوه کوچینان ټپیان شوي دي.

 دفبروري په ۶مه دهلمند ولایت ددیشو ولسوالۍ د رباط په سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال دوه کلیوال شهیدان کړي او څلور نور یې بندیان کړي دي.

 دفبروري په ۶مه دهلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ  درباط په سیمه کې یرغلګرو دملکي خلکو پر دوو موټرو ډرون حملې کړې، په دې بریدونو کې دواړه موټر له منځه تللي او پکې سپاره ۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د فبرور ي په ۷مه دبادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ په محمدزو کلي کې کمانډویې عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او دوه تنه یې ژوبل کړي دي.

د فبروري په ۷مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سیمه کې یرغلګرو او حکومتي ځواکونو چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې،خلک یې وهلي، شتمنۍ یې لوټ کړي او دکلي د ملا امام په ګډون یې درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

د فبروري په ۸مه د میدان وردګ ولایت د جلګې ولسوالۍ په حکیم خیلو کلي کې د یرغلکرو په ډرون برید کې درې تنه محصلین( محمد خالد، مسیح الله او وحیدالله) شهیدان شوي او یو بل تن ژوبل شوی دی.

د فبروري په ۸مه  د پکتیا ولایت د مرکز اړوند چوڼۍ سیمه کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې د یو ماشومان په شمول درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۸مه  د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په غورتو سیمه کې  یرغلګرو د حاجي عبدالسلام اکا پر مسجد ډرون برید کړی چې  له امله یې  مسجد ویجاړ شوی، اووه تنه زده کونکي او لمونځ کونکي پکې شهیدان او څلور تنه ټپیان شوي دي.

 دفبروري په ۸مه د زابل ولایت دارغنداب ولسوالۍ په سردره کلي کې دیرغلګرو په بمبار کې دوه تنه ملکي وګړي( ډاکټر عتیق الله  اوموسی خان) شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۸مه دهلمند ولایت دواشیر ولسوالۍ په  لر سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون برید کې دوه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۸مه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ  قلعه رضاق سیمې ته څېرمه اشغالګرو پر یو کور ډرون برید کړی، چې له امله یې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او یو بل تن زخمي شوی دی.

د فبروري په ۹مه د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې حکومتي عسکرو پر عامو خلکو ډزې کړې چې له امله یې دوې میرمنې او درې نارینه شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۱۰مه د فراه ولایت دمرکز اړوند د غلامان دښت کې یرغلګرو د ملکي خلکو پر یو موټر ډرون برید کړی، په دې برید کې په موټر کې سپاره شپږ تنه ملکي وګړي چې په ښکار پسې وتلي وو، شهیدان شوي دي. همداراز دفراه ښار د کاریز شیخان په سیمه کې  هم دیرغلګرو په ډرون حمله کې د ملکي خلکو موټر په نښه شوی او پکې سپاره پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۱۴مه  د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې یرغلګرو د ملکي وګړو په یو ډاډسن او سراچه موټر و هوایي برید کړی،په دې برید کې په دواړو موټرو کې سپاره یوولس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شو ي دي.

د فبروری په ۱۵مه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په نوې اډه سیمه کې حکومتي عسکرو یو موټر چلونکی شهید کړی دی.

د فبروري په ۱۶دفاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ   په مرکز ي سیمه کې داخلي عسکرو درې تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي دي.

د فبروري په ۱۶مه دهلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ په سنګیلان  سیمه کې حکومتي عسکرو پر یو کور دچاپې په مهال یو ملکي وګړی شهید، بل ټپي او دوه کسان بندیان کړي دي.

دفبروري په ۱۶مه  دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ  د امان الله کاریز په سیمه کې داخلي عسکرو یو شپونکی شهید کړی دی.

د فبروري په ۱۷مه د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ  د  اربۍ مانده  سیمه کې یرغلګرو د ملکي خلکو دسپرلۍ موټر په نښه کړی، چې له امله یې درې ښځې، اووه ماشومان او دوه نارینه شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۱۷مه د سرپل ولایت دصیاد ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شو ي دي.

د فبروري په ۱۸مه  د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په سرخاب سیمه کې حکومتي عسکرو دوه ماشومان شهیدان کړي دي.

د فبروري په ۲۰مه اربکیانو د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د حاجي خال مراد په نوم  یو قومي مشر او یو بل ملکي وګړی شهیدان کړي دي.

د فبروري په ۲۰مه د کاپیساولایت د نجراب ولسوالۍ په غوچلان سیمه کې د ګډو ځواکونو په بمبار کې شپږ تنه ملکي وکړي شهیدان او ټپیان شوي او خلکو ته مالي تاوانونه رسیدلي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]