جنګي جنایتونه( جون)

سید سعید: د ۲۰۲۰ز، کال د جون دمیاشتې په ۴مه نیټه د غزني ولایت مرکز اړوند سمنده کلي باندې داخلي عسکرو هاوانونه ویشتلي، یوه ښځه پکې شهیده شوې او دوې میرمنې ټپیانې شوې دي. د جون په ۴مه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ په ینګي قلعه سیمه کې داخلي عسکرو دخلکو پر کورونو […]

سید سعید:

د ۲۰۲۰ز، کال د جون دمیاشتې په ۴مه نیټه د غزني ولایت مرکز اړوند سمنده کلي باندې داخلي عسکرو هاوانونه ویشتلي، یوه ښځه پکې شهیده شوې او دوې میرمنې ټپیانې شوې دي.

د جون په ۴مه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ په ینګي قلعه سیمه کې داخلي عسکرو دخلکو پر کورونو د هاوان پیر کړی،د هاوان مرمۍ پر  یو کور لګېدلې او یو سړی پکې شهید شوی دی.

د جون په ۶مه د دایکندي ولایت دګیزاب ولسوالۍ  د قزلباش په سیمه کې داخلي عسکرو دکلي ملا امام( مولوي شاه محمدصاحب) او یو بل دکاندار شهیدان کړي دي.

د جون په ۷مه  دفراه ولایت د مرکزاړوند خورمالق سیمه کې حکومتي عسکرو دعملیاتو په مهال د خلکو له کورونو قیمتي توکي وړي او دوه تنه کروندګر( عبدالرحیم اوعبدالرازق) یې شهیدان کړي دي.

د جون په ۷مه د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په شترشهر سیمه کې داخلي عسکرو یو دوکاندار شهید کړی او دوه تنه ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي.

د جون په ۷مه دهلمند ولایت دسنګين ولسوالۍ دچرخکيانو دمانده په سيمه کې  داخلي عسکرو پر خلکو ډزې کړې چې له امله یې یو تن شهید او بل تن ژوبل شوی دی.

د جون په ۸مه د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې داخلي عسکرو د محمدګل اکا په نوم یو ۸۰ کلن مؤذن شهید کړی، دنوموړي دشهادت په غبرګون کې خلکو لاریون وکړ، خو پر مظاهره کونکو هم عسکرو ډزې وکړې چې له امله یې د روزالدین په نوم یو ملکي وګړی شهید او اته تنه ټپیان شوي دي.

د جون په ۹مه د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د امین قلعه په سیمه کې حکومتي عسکرو  یوې دیني مدرسې ته اور اچولی او یو ماشوم یې شهید کړی دی.

د جون په ۱۰مه د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالې په دې خوجه سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي ټپیان او یو تن شهید شوی دی.

د جون په ۱۱مه دنيمروز ولایت دلارام ولسوالۍ د دهمزنګ پر سیمه حکومتي ځواکونو هاوانونه ویشتلي چې له امله یې یو تن شهید او بل ژوبل شوی دی.

د جون په ۱۲مه حکومتي ځواکونو د غزني ولایت په نظرخان سیمه کې د کوچیانو په کیږدیو هاوانونه ویشتلي، ددې هاوانونو له امله دوه ماشومان شهیدان او دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جون په ۱۲مه د میدان وردګ ولایت په سالارو سیمه کې داخلي عسکرو پر عامو خلکو ډزې کړې چې له امله یې د اقبال په نوم یو دوکاندار شهید شوی دی.

د جون په ۱۲مه د خوست ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوې میرمنې او یو ماشوم ژوبل شوي دي.

د جون په ۱۳مه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په  شهاب الدین کلي کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو کور تخریب شوی او یوه میرمن پکې شهیده شوې ده.

د جون په ۱۳مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په هفت اسیا سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( حمید الله جان) چې په خپل موټر کې سپور و، له موټره کوز کړی او شهید کړی دی.همداراز دې عسکرو دجاوید په نوم یو بل تن هم چې له خپل ورور سره پر موټرسایکل سپور و او دکور په لور روان وو، شهید کړی او ورور یې سخت وهلی دی.

د جون په ۱۴مه دهلمند ولایت دسنګين ولسوالۍ دپانکلې په سيمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ماشوم شهید او بل ژوبل شوی دی.

د جون په ۱۴مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په محب خیلو سیمه کې د حکومتي ځواکونو له لوري توغول شوي توغندي د واده پر مراسمو لګېدلي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د جون په ۱۴مه د فراه ولایت دفراه رود ولسوالۍ دمیانجوی په سیمه کي دحکومتي ځواکونو دهاوان مرمۍ پر یوه مدرسه لګېدلې چې له امله یې دمولوي عبدالباري په نوم یو ملکي وګړی او دوه تنه تنکي حافظان شهیدان شوي او یو بل کس ژوبل شوی دی.

د جون په ۱۴مه د لوګر ولایت مرکز اړوند خضر سیمه کې اربکیانو د ولسي خلکو د سپرلۍ موټر په نښه کړی او څوارلس تنه ملکي هیوادوال یې ټپیان کړي دي.

د جون په ۱۵مه د غزني ولایت مرکز اړوند ارباب قلعه سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د جون په ۱۵مه د غزني ولایت مرکز ته څېرمه اسفنده کلي  باندې حکومتي ځواکونو  هاوانونه اورولي، چې له امله یې یو ماشوم شهید شوی او خلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.

د جون په ۱۵مه د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې هرات ته پر غځېدلي سړک  حکومتي عسکرو دمهاجر بازار په نوم یو سیمه ییز بازار په بلدوزرونو ویجاړ کړی، دسیمه ییزو خلکو په وینا حکومتي عسکرو په دې بازار کې دولسي خلکو ۲۰۰دوکانونه، ۱۳کانتینرونه،۸درملتونونه، او ۱ د تیلو پمپ ویجاړ کړي، قیمتي توکي یې ترې وړي او خلکو ته یې ملیونونه افغانۍ تاوان رسولی دی.

د جون په ۲۰مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په عمرخیلو سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او یو ماشوم زخمي شوی دی.

د جون په ۲۱مه د غور ولایت د الله یار ولسوالۍ  د غار په سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې دوه تنه زخمیان شوي، یو مسجد زیانمن شوی او خلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.

د جون په ۲۱مه دهلمند ولایت دسنګين ولسوالۍ دپانکيلې په سيمه کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او تپیان شوي دي.

د جون په ۲۳مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په تپه احمد بیګ کې داخلي عسکرو  یو زخمي طالب شکنجه کړی، په غاړه کې یې پړی ور اچولی او بیا یې زندۍ کړی دی.

د جون په ۲۳مه د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو دوه کلیوال( نعمت الله او عبدالکریم) له خپلو کورونو را ایستلي او  په ټانکونو پسې یې په کشولو – کشولو شهیدان کړي دي.

د جون په ۲۳مه د کندز ولایت مرکز په چرخاب سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.

د جون په ۲۴مه دهلمند دسنګين ولسوالۍ دچهاردې په سيمه کې د داخلي عسکرو د ډي سي توپ په ډزو کې دوې میرمنې شهیدانې شوې او درې ماشومان ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۴مه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په وزیر اباد سیمه کې حکومتي ځواکونو ولسي کورونه بمبار کړي، په دغه بمبار کې څلور تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۶مه د پکتیکا ولایت د خیر کوټ ولسوالۍ په سه ګانه کلي کې داخلي عسکرو دچاپې په مهال یو ملکي وګړی( حاجي عبدالباري) او ۱۳ کلن زوی یې شهیدان کړي دي.

د جون په ۲۶مه د خوست ولایت د دوه منده ولسوالۍ د ایتي په کلي کې د سپېرې له کمپاین څخه په توغول شوو هاوانونو شپږ تنه ماشومان او ښځې شهیدان او ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۶مه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په نیاز درې کلي کې داخلي عسکرو د کلیوالو ۱۲ د غنمو درمندونه سوځولي دي.

د جون په ۲۶مه د کونړ ولایت د منوري ولسوالۍ په بچي کلي کې د صفرچهار قطعې عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او یو کس یې ژوبل کړی دی.

د جون په ۲۶مه د بدخشان ولایت د خاش خانه ولسوالۍ په کزر کلي دحکومتي ځواکونو دتوپچي په ډزو کې د ملا امام( مولوي عبدالوکیل) کور تخریب شوی او یو ماشوم یې ژوبل شوی دی.

د جون په ۲۶مه د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند فولادخاني سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی(ظفرخان) له خپله کوره رایستلی او شهید کړی دی، همداراز په جندیخیلو کې یې یو بل ولسي وګړی(سلطان محمد) شهید کړی دی.

د جون په ۲۷مه دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ  دترکو په کلي کې دحکومتي ځواکونو په هوایې برید کې یو کور بمبار شوی،یو سړی پکې شهید شوی او مالي زیان یې اړولی دی.

د جون په ۲۸مه د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ په مشخیلو کلي کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ماشوم شهید او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۸مه د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ په جوي ګنج، اکازو او اسحاقزو کلیو کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او دوه تنه ټپیان شوي او دخلکو کورونو ته زیان اوښتی دی.

د جون په ۲۹مه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د زاړه بازار پر ګنج\ مېله ځای باندې د میوند قول ارد د دوهمې لواء څخه د ډي سي توپ څو توغندي ویشتل شوي چې له امله یې درویشت تنه ولسي هیوادوال شهیدان او تر څلویښت ډير ملکي وګړي ټپیان شوي دي، په ټپیانو او شهیدانو کې سپین ږیري، ځوانان او ماشومان شامل دي، دوی ټول دې سیمه ییز ګنج ته دحیواناتو د پېر او پلور لپاره راغلي وو. حکومت له دې برید څخه انکار وکړ، خو عیني شاهدانو ویل چې توغندي ددوهمې لېوا څخه راپیر شول او په ګنج کې ولګیدل،تر برید دوې ورځې وروسته ملګرو ملتونو هم تائید کړه چې د یادشوي برید عاملین حکومتي ځواکونه دي.

د جون په ۲۹مه د لوګر ولایت مرکز اړوند ګمبزې سیمه کې داخلي عسکرو پر ولسي خلکو ډزې کړې چې له امله یې پنځه تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ژوبل شوي دي.

د جون په ۳۰مه د حکومتي ځواکونو په یو هوایې برید کې دبادغیس ولایت دمرغاب ولسوالۍ په مر کزي سیمه کې یوه ښځه او ماشو م زخمي او یو مسجد او کور زیانمن شوي دي.

د جون په ۳۰مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شپږم سړک سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې دکلي مسجد زیانمن شوی او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]