جنګي جنایتونه( جولای)

سید سعید د ۲۰۱۸ز،کال دجولای دمیاشتې په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت دخواجه موسی ولسوالۍ  د غار تپه په سیمه کې  یرغلګرو  یو ملکي کلینک بمبار کړ ی،په دغه بمبار کې  یو سپين ږیری  ، یو ه ښځه او دوه ماشومان ځای پرځای شهیدان او څلور تنه نور هیواد وال زخمیان شوي دي. دجولای په […]

سید سعید

د ۲۰۱۸ز،کال دجولای دمیاشتې په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت دخواجه موسی ولسوالۍ  د غار تپه په سیمه کې  یرغلګرو  یو ملکي کلینک بمبار کړ ی،په دغه بمبار کې  یو سپين ږیری  ، یو ه ښځه او دوه ماشومان ځای پرځای شهیدان او څلور تنه نور هیواد وال زخمیان شوي دي.

دجولای په ۱مه  د کندز ولایت دچهادرې ولسوالۍ په  قریه یتیم کې دګډو ځواکونو په عملیاتو کې  اووه تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۱ مه دفراه ولایت  د بکوا ولسوالۍ د  اشکین په سیمه کې یرغلګرو دحاجي نوراحمد صرافي  په نامه بازار باندي  بمبار کړی،په یاد شوي بمبار کې د ملکي خلکو یوه صرافي ، یو دتېلو پمپ ، دوکانونه  او دولسي خلګو ګڼ موټران ویجاړ شوي دي.

د جولای په ۱مه د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ د نهالبست  په سیمه کې  اشغالګرو پر یو مسجد بمبار کړی، په دغه بمبار کې جومات ویجاړ شوی او یو طالب العلم پکې شهید شوی دی.

د جولای په ۲مه د لوګر ولایت د پل علم په  علیزو سیمه کې اشغالګرو  او داخلي عسکرو چاپه وهلې،وروسته یې پر سیمه بمبار ه کړی، چې له امله یې تر شل تنه ډیر ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي او په سیمه کې یو مسجد هم ویجاړ شوی دی.

د جولای په ۲مه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په شبار دښته کې اربکیانو یو  د قرآن کریم حافظ(جمیل الرحمان)  شهید کړی دی.

د جولای په ۲مه د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ د قیصارک په سیمه کې  د یرغلګرو په بمبار کې درې تنه ملکي هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جولای په ۲مه دغور ولایت د شهرک ولسوالۍ  د دهن مرقه  په سیمه کې داشغالګرو په بمبار کې  دملکي خلکو ګڼ دوکانونه ویجاړ شوي او خلګو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

دجولای په ۳مه دکندز ولایت  دچهاردرې ولسوالۍ قریه یتیم کې داشغالګرو په بمبار کې یوه مدرسه زیانمنه شوې او یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جولای په ۴مه د فراه ولایت دخاکسفید ولسوالۍ ددیوال سرخ اورنج کلي تر منځ دیرغلګرو په ډرون حمله کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جولای په ۴مه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په  زرغون شهر سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرود ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، کورونه یې تالاشي کړي، خلک یې وهلي، قیمتي اجناس یې غلا  کړي  او وروسته یې په سیمه کې یوه مدرسه بمبار کړې ده.

د جولای په ۵مه دارزگان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ دکشي په سیمه کې یرغلګرو او حکومتي ځواکونو پر  یو کلینیک  چاپه وهلې،په یاد شوي کلینیک کې یې نهه تنه ناروغان، پایوازان او دکلینیک کارکونکي شهیدان کړي او همدلته ولاړ نقلیه وسایط یې ویجاړ کړي دي.

د جولای په ۷مه د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د داخلي  عسکرو د هاوان په برید کې د یوې کورنۍ لس تنه غړي ټپیان شوي اود ځینو زخمیانو دبدن غړي هم پرې شو ي دي.

د جولای په ۶مه  د فاریاب ولایت د لولاش ولسوالۍ په ملا عارفي سیمه کې د یرغلګرو او حکومتي قواوو په  بمبار کې کورونواویو مسجد ته زیان رسیدلی دی.

دجولای په ۶مه  د غزني ولایت دګیلان ولسوالۍ په  شینکۍ سیمه کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ تنه ماشومان شهیدان اوټپیان شوي دي.

د جولای په ۷مه دخوست ولایت د باک ولسوالۍ په  پهلوان خیلو کلي کې د حاجی پادشاه ګل په کور داخلي کمانډویانو (ضربتیانو)  چاپه وهلې، د یادې شوې کورنۍ ۵ تنه  غړي(مولوي محمد شاه خان، مولوي محمدګل محمدي، حاجي لونګ ګل، قاضي رحمان او اکبر رحمن)  یې شهیدان کړي.

د جولای په ۷مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د مملې په قیوم خیلو سیمه کې  اشغالګرو اوداخلي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو دچاپې په مهال دیو ې کورنۍ درې غړي شهیدان او دوه کلیوال بندیان کړي دي،په د ې چاپه کې خلګو ته زیات مالي زیان هم اوښتی دی.

د جولای په ۷مه  د  بلخ ولایت دچمتال ولسوالۍ د سپین مسجد په سیمه کې  اشغالګرو او داخلي  عسکرو  د ملکي خلکو په کورونو  چاپې وهلې، د کورونو دروازې یې ماتي کړې، خلک یې وهلي، درې تنه کلیوال یې شهیدان کړي او پنځه تنه  یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.په یو بل خبر کې ویل شوی چې نن دهمدې ولسوالۍ په  هوتکو سیمه کې په بمبار کې هم شپږتنه ملکي هیوادوال شهیدان اوټپیان شوي دي.

د جولای  په ۷مه دهلمند ولایت دګریشک ولسوالۍ دنهرسراج په وزیرو مانده سیمه کې دداخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان او یوه میرمن ژوبله شو ې ده.

د جولای په ۷مه د غورولایت د چهارسدې ولسوالۍ د ملمنج په سیمه کې د اربکیانو په ډزو کې  یوه ښځه شهیده اودوه  ماشومان زخمیان شو ي دي.

د جولای په ۸مه د زابل ولایت دمرکز  اړوند د ملایانوپه  سیمه کې دطالبانو او یرغلګرو ترمنځ له جګړې وروسته اشغالګرو او داخلي عسکرو په سیمه کې بمبار کړی، په دغه بمبار کې دولسي خلګو اته کورونه او یوه مدرسه ویجاړه شوې  او دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۹مه  د ننګرهار ولایت دحصارک ولسوالۍ په  سرندو سیمه کې  داشغالګرو  او حکومتي ځواکونو په بمبار کې اته تنه ولسي وګړي شهیدان او پنځه تنه ژوبل شوي  دي.

د جولای په ۱۰مه د ننګرهار  ولایت دحصارک ولسوالۍ په  ملکانو سیمه کې د اشغالګرو او حکومتي قواوو په بمبار او ډزو کې یو جومات وران شوی او دوه نفره ملکي وګړي شهیدان شوي  دي.

د جولای په ۱۲مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په شمولزیو سیمه کې دحاجي خاصدار پر کور یرغلګرو بمبار کړی، په یادشوی بمبار کې دنوموړي حاجي صاحب دکورنۍ پنځلس تنه غړي چې اکثره یې میرمنې او ماشومان دي شهیدان شوي. تر بمبار وروسته چې خلګو له خاورو څخه دشهیدانو جسدونه رایستل، پر سیمه بیا بمبار شوی چې شل تنه نور ملکي هیوادوال پکي شهیدان شوي دي.

دجولای په ۱۲مه د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په مملې سیمه کې  اشغالګر او  داخلي عسکرو سیمه ییز بازار  لومړی چور کړی، بیا يې ګڼ دوکانونه ،د تیلو پمپ، یو مسجد او نور ملکي  تأسیسات ویجاړ کړي  او په اخر کې یې دیاد شوي بازار لس تنه چوکیداران او دپمپ کار کونکي شهیدان او ټپیان کړ ي دي.

د جولای په ۱۲مه د کاپیساولایت دتګاب ولسوالۍ داخندزادګانو په سیمه کې  اشغالګرو او داخلي  عسکرو دیوې چاپې په مهال یو دیني عالم (مولوي شفیع الله)چې د محمدیه  مدرسې استاد  و شهید کړی او دوه کلیوال یې بندیان کړي دي.

د جولای په ۱۳مه  دزابل ولایت دشهرصفاولسوالۍ دجلدک په سیمه کې د یرغلګرو او حکومتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې درې تنه ولسي وګړي  شهیدان او زخمیان شوي او یوه مدرسه ویجاړه شوې ده.

د جولای په ۱۴مه د بدخشان ولایت د  جرم ولسوالۍ په  فرغامیرو سیمه کې دداخلي عسکرو په بریدونو کې دخلګو کورونه زیانمن شوي، درې تنه ملکي هیوادوال شهیدان او پنځه نفره زخمیان شوي دي.

د جولای په ۱۵مه دننګرهار ولایت  د خوګیاڼو ولسوالۍ په  زاوي سیمه کې  اشغالګرو او داخلي  عسکرو پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ژوبل کړي دي.

 د جولای په ۱۷مه  د فراه ولایت دفراه رود ولسوالۍ په  تودنک سیمه کې  اشغالګرو او حکومتي ځواکونو یوه مدرسه بمبار کړې،بمبار شوې مدرسه  دحفظ ، ناظرې او عصري علوموپه  ابتدائیه ښونځي باندي مشتمله وه، چې دیادشوي بمبار له امله مدرسه په یو مخیزه توګه ویجاړه شوې او ټول لوازمات او کتابونه یې له منځه تللي دي.

د جولای په ۱۹مه  د کندز ولایت دچهاردرې ولسوالۍ په خلازیو سیمه کې یرغلګرو دخلګو په کورونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې دښځو او ماشومانو په ګډون اته ویشت تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي. په یاد شوي بمبار کې پر ولسي مرګ ژوبلې یرغلګرو او حکومتي چارواکو هم اعتراف کړی دی.

 دجولای په ۲۱مه  د غزني ولایت دناوې ولسوالۍ په  محمدخیلو او خواجه خیلو کلیو د اشغالګرو او داخلي عسکرو په چاپه کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۲۴مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په  نکړخیلو سیمه کې  اشغالګرو اوداخلي عسکرو دچاپې په مهال یو کور وران کړی او څلور تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړ ي دي.

د جولای په ۲۴مه د غزني ولایت دشلګر ولسوالۍ په کمال خیلو سیمه کې یرغلګرو او حکومتي عسکرو په یوه دینې مشهوره مدرسه (الجامعه نور المدارس الفاروقیه) چاپه وهلې،پنځه څلویښت تنه طالب العلمان یې بندیان کړي،درسي خونې او دهستوګني کوټې یې ویجاړې کړي دي. همداراز پر مدرسه له چاپې وروسته یې د کمال خیلو په بازار کې درې تنه چوکیداران شهیدان کړي، پنځه تنه عام کلیوال يې بندیان کړي، ګڼ دوکانونه يې چور  او دخلګو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

د جولای په ۲۵مه د لوګر ولایت دڅرخ ولسوالۍ د سیدانو په سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال یو مسجد او یو کور ویجاړ کړی دی.

  د جولای په ۲۵مه  دارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند د درویشان د سجاول په سیمه کې  یرغلګرو  او داخلي عسکرو چاپه وهلې،شپږ تنه ولسي وګړي یې شهیدان او درې کوچنیان یې ټپیان کړ ي دي.وروسته یې دخلګو نقلیه وسایط سوځولي دي.

د جولای په ۲۶مه د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د کیرتاکي، خاشه بازار اوډاګو سیموکې دیرغلګرو او  طالبانو ترمنځ تر نښتې وروسته ګډو ځواکونو دهاوان ډزې کړي، په دغو ډزوکې د یو ې کورنۍ پنځه غړي شهیدان اوټپیان شوي دي.

د جولای په ۲۷مه د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د درویشان د سجاول په سیمه کې  د یرغلګرو  په ډرون حمله کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

دجولای په ۲۷مه دکندز ولایت ددشت ارچي ولسوالۍ د اخندزاده صاحب جمپ سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او یو تن ژوبل شوی دی.

د جولای په ۲۷مه د کاپیساولایت دتګاب ولسوالۍ په  پشکړي سیمه کې  د اشغالګرو په ډرون حمله کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۲۹مه  د فاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ د  هزارقلعه په سیمه کې  دداخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې لس تنه ښځې او کوچنیان شهیدان او ژوبل شوي دي.

د جولای په ۲۹مه  دفاریاب ولایت دشیرین تګاب ولسوالۍ د تورتکول په سیمه کې دکورنیو عسکرو دهاوان په پیرونو کې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۲۹مه  اشغالګرو او حکومتي ځواکونودکندهار ولایت دمیوند ولسوالۍ د شهیدانو له  سیمې ترګل زمان بازار پوري  دملکي خلکو په کورونو چاپې وهلي،شپاړس تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي،ګڼ نور ولسي وګړي یې بندیان کړي او دخلګو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

د جولای په ۲۹مه د لوګر ولایت دمحمداغې ولسوالۍ په  زرغون شهر سیمه کې یرغلګرو له طالبانو سره ترجګړې وروسته بمبار کړی، په یادشوي بمبار کې  شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د جولای په ۲۹مه  د بلخ ولایت دچهاربولک ولسوالۍ په  جوی شور سیمه کې  اشغالګرو او داخلي  عسکرو دچاپې په مهال لس تنه ولسي وګړي له ځان سره دبندیانو په توګه وړي دي.

د جولای په ۳۰مه  د ننګرهار ولایت  دغني خیلو ولسوالۍ په  شیرګړ سیمه کې  اشغالګرو او داخلي  عسکرو دولسي وګړو پر کورونو چاپې وهلې،دکورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، کورونه یې تالاشي کړي، خلک یې وهلي او قیمتي اجناس یې ترې لوټ کړي او  له سیمې څخه دتللو په مهال یې شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان کړي او څلور تنه یې بندیان کړ ي دي.

دجولای په ۳۱مه دفراه ولایت دمرکز  اړند د ګنکانو په سیمه کې  دداخلي عسکرو ډزو کې څلورو تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جولای په ۳۱مه،شپې مهال د  کندز ولایت دخان اباد ولسوالۍ د ایشانټوب سیمه کې  اشغالګرو او داخلي عسکرو په  فیض القرآن مدرسه باندې چاپه وهلې،دروازې یې ماتې کړې او په اخر کې یې دمدرسې مهتمم او یو استاد له ځان سره دبندیانو په توګه وړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]