جنګي جنایتونه( جولای)

سید سعید: د ۲۰۲۰ز، کال د جولای دمیاشتې په لومړۍ نیټه د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ د محمد قلي کلي پر مسجد حکومتي الوتکو بمبار کړی،په دغه بمبار کې جومات نړیدلی، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د جولای په ۲مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ دخومانو دکښ په سيمه کې هرات […]

سید سعید:

د ۲۰۲۰ز، کال د جولای دمیاشتې په لومړۍ نیټه د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ د محمد قلي کلي پر مسجد حکومتي الوتکو بمبار کړی،په دغه بمبار کې جومات نړیدلی، خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جولای په ۲مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ دخومانو دکښ په سيمه کې هرات ته پر غځېدلي سړک سنګوري اربکیانو دولسي وګړو د سپرلۍ پر موټر ډزې کړې، په موټر کې سپاره درې تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي، موټر او نغدي پیسې یې اربکیانو له ځان سره وړي دي.

د جولای په ۳مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان خیلو کلي کې د حکومتي ځواکونو د توپچي په ډزو کې شپږ تنه کروندګر چې خپلو پټیو کې په کار بوخت وو، ټپیان شوي دي.

د جولای په ۴مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ  په ګورتيپې سیمه کې داخلي عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو پیرونه کړي،چې له امله یې پنځه میرمنې ټپیانې شوې او خلکو ته مالي زیان رسیدلی دی.

د جولای په ۴مه د لوګر ولایت مرکز اړوند اخند خیلو کلي کې داخلي عسکرو دولسي وګړو پر کورونو د چاپې په مهال یو ملکي وګړی شهید کړی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د جولای په ۵مه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په سجاوند کلي کې حکومتي عسکرو د چاپې په مهال د کورونو دروازې په بمونو الوزولې، نغدې پیسې او قیمتي توکي یې ترې وړي او خلک یې تهدید کړي دي.

د جولای په ۷مه د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د مهاجر بازار په سیمه کې د۲۱۵ قول اردو له مرکز څخه توغول شوي هاوانونه پر یو مسجد لګېدلي، پنځه تنه لمونځکونکي یې له امله شهیدان او اووه تنه ټپیان شوي دي.

د جولای په ۹مه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په شیخ اګاه کلي کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې یو ماشوم شهید او دوه نور ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۰مه د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په شاه محمد کلي کې داخلي عسکرو د چاپې په مهال یوه میرمن شهیده کړې او یو ملکي وګړی یې ژوبل کړی دی.

د جولای په ۱۱مه د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ په پنجاه متره سیمه کې داخلي عسکرو یو ځوان( عبدالرحیم ولد عبدالرشید) شهید کړی دی.

د جولای په ۱۱مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان خیلو کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو سړی او ماشوم شهیدان شوي دي.

د جولای په ۱۴مه د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ د زیر تنګي سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار کې یو ملکي وګړی شهید شوی او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۴مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د خواجه الوان په کلي کې حکومتي عسکرو د چاپې په مهال د خلکو کورونه تالاشي کړي، قیمتي توکي یې ځني وړي او پنځه څلویښت تنه ملکي هیوادوال یې بندیان کړي دي.

د جولای په ۱۵مه د غزني ولایت مرکز اړوند شهباز سیمه کې داخلي عسکرو پر (۳۰۳) مسافر وړونکي موټر ډزې کړې چې له امله یې یو تن مسافر شهید شوی او درې تنه ټپیان شوي دي.

 د جولای په ۱۷مه د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ د کلاندې په کلي کې د حکومتي ځواکونو  په بمبار کې د یو ملکي وګړي کور او یوه دیني مدرسه زیانمن شوي او دمدرسې څلور  تنه زده کوونکي ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۸مه د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالي په انارجوي سيمه  کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې د یوې کورنۍ یوه میرمن شهیده شوې او  اووه تنه غړي  یې دښځو او ماشومانو په ګ‌ډون ژوبل شوي دي.

د جولای په ۱۸مه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په نواباد هزاره سیمه کې دحکومتي ځواکونو په هوایې برید کې د یوې کورنۍ  پنځه غړي شهیدان شوي دي.

د جولای په ۱۸مه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خاشا کلي کې د استوګنې پر سیمه دحکومت په یو هوایې برید کې یوه میرمن شهیده شوې ده.

د جولای په ۱۸مه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په عمرخیلو کلي کې حکومتي الوتکو په  پر یو کور  بمبار کړی، چې له کبله یې پنځه  میرمنې او ماشومان شهیدان شوي او کور تخریب شوی دی.

د جولای په ۱۸مه د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په بیدو سیمه کې حکومتي الوتکو یو کور په نښه کړی او درې میرمنې یې پکې شهیدانې او ټپیانې کړې دي.

د جولای په ۱۸مه دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ دکيمپ په سيمه کې حکومتي عسکرو  دهاوان په ډزو کې په دوو کورونو کې شپږ  تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جولای په ۱۹مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د لرخابیانو د مدرسې په کلې کې د داخلي عسکرو په بمبار کې دوه کورونه په نښه شوي، څلور  میرمنې او یو ماشوم پکې شهیدان شوي او درې تنې ښځې ټپیانې شوې دي.

د جولای په ۲۰مه د غزني ولایت مرکز اړوند ارزو سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي

د جولای په ۲۰مه د پکتیا ولایت  په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم عسکرو  د مفتي زکیم ګل په نوم یو تن دینې عالم له مدرسې څخه وړی او وروسته یې شهید کړی دی.

د جولای په ۲۱مه د بلخ ولایت د شولګر ولسوالۍ په چرخاب سیمه کې حکومتي ځواکونو دخلکو پر کورونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوه ماشومان شهیدان شوي او دوې میرمنې ټپیانې شوې دي

د جولای په ۲۲مه د سرپل ولایت د سنګچارک ولسوالۍ په توپخانه سیمه کې دحکومتي ځواکونو دهاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د جولای په ۲۲مه د هرات ولایت د ګزرې ولسوالۍ  په خم زیارت سیمه کې د حکومتي الوتکو په دوه ځلي بمبار کې شل تنه ملکي وګړي شهیدان شوي، لسګونه ټپیان شوي او خلکو ته پراخ مالي تاوانونه اوښتي دي. د سیمه ییزو خلکو په وینا لومړی دخالد په نوم یو بندي چې له بګرام زندان څخه  تازه را خلاص شوی و، پر کور برید و شو، وروسته چې خلک د شهیدانو او ټپیانو د انتقال لپاره راغلل، دې وخت کې دوهم برید هم وشو چې نوره مرګ ژوبله یې رامنځته کړه. له دې برید وروسته حکومت ادعاء وکړه چې لسګونه طالبان یې له منځه وړي دي، خو وروسته ثابته شوه چې د همدې دواړو بریدونو قربانیان ولسي وګړي دي.

د جولای په ۲۲مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د ډنډغوري په علاؤالدین خیلو کلي کې حکومتي ځواکونو  پر یو کور بمبار کړی، په دغه بمبار کې اووه تنه ماشومان او میرمنې شهیدان او ټپیان شوي دي.همداراز دکلي پر روغتون یې ډزې کړې چې له امله یې دروغتون یو ملازم ژوبل شوی دی.

د جولای په ۲۳مه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په خارکلي کې حکومتي ځواکونو د پرچون پر یو دوکان بمبار کړی، په دغه بمبار کې درې ماشومان او یو ملکي سړی شهیدان شوي دي.

د جولای په ۲۴مه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ کنجک سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې دخلکو کورونو ته زیان رسیدلی او څلور تنه ملکي وګړي پکې ژوبل شوي دي.

د جولای په ۲۴مه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په دورانیو سیمه کې داخلي عسکرو یو ۱۸ کلن ځوان په خپل کور کې شهید کړی دی.

د جولای په ۲۶مه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په دهنــو- لشکري خیل سیمه کې اشغالګرو پر یو جومات ډرون حمله کړې، په دې حمله کې مسجد وران شوی او یو ملکي وګړی پکې شهید شوی دی.

د جولای په ۲۷مه  د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په کلفت بندر سیمه کې داخلي عسکرو یوه میرمن او درې نارینه شهیدان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ویسا ورځپاڼه، مسیر=،ټول افغان ویبپاڼه ،نن ټکی اسیا=ا=]