جنګي جنایتونه( جنوري)

سید سعید: د ۲۰۲۰ز، کال د جنوري په ۳مه نیټه د غور ولایت  دشهرک ولسوالۍ د سرګازک د دره تخت په سیمه کې دیرغلګرو په بمبار کې دوه ماشومان شهیدان شوي او خلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي. د جنوري په ۴مه د صفریک عسکرو د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا ډاګ سیمه کې د […]

سید سعید:

د ۲۰۲۰ز، کال د جنوري په ۳مه نیټه د غور ولایت  دشهرک ولسوالۍ د سرګازک د دره تخت په سیمه کې دیرغلګرو په بمبار کې دوه ماشومان شهیدان شوي او خلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.

د جنوري په ۴مه د صفریک عسکرو د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا ډاګ سیمه کې د کوچیانو په کیمپ چاپه وهلې،ګڼ خلک یې ځورلي، یو سپین ږیری یې شهید کړی او درې تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.

د جنوری په ۸مه یرغلګرو او حکومتي قواوو د کندز مرکز په چقور قشلاق سیمه کې په یوه دیني مدرسه چاپه وهلې، د مدرسې شپږ تنه طالب العلمان یې شهیدان کړي،ځینې زده کونکي او استادان یې وهلي او د یوه استاد په ګډون یې څلور تنه زده کونکي بندیان کړي دي.

د جنوري په ۸مه  د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په ګوړګنډي سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال یو مسجد او ګڼ کورونه ویجاړ کړي، شپږ تنه لسي وګړي یې شهیدان کړي،ګڼ نور ملکي وګړي  یې وهلي او  پراخ مالي تاوانونه یې ور رسولي دي.

د جنوري په ۸مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بدراب او سه پدر سیمو کې اشغالګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې ماتې کړې او دوسیع الله په نوم یو ملکي وګړی یې دخپلې کورنۍ له دوو ښځو په شمول شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۹مه دفراه ولایت دپشتکوه ولسوالۍ مرکز ته څیرمه  دوه تنه  کلیوال چې د سړک په رغولو بوخت وو، د یرغلګرو په ډرون حمله کې شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۱۰مه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ د هزارګانو دپارچاوې په سیمه کې یو بزګر چې پر خپله مځکه یې اوبه لګولې د یرغلګرو په ډرون برید کې شهید شوی دی.

د جنوري په ۱۰مه د بدخشان ولایت د وردج ولسوالۍ په شیداباد کلي کې دحکومتي عسکرو دثقیله وسلو په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۱۰مه د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په قره تپه سیمه کې ګډو ځواکونو دخلکو پرکورونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې درې کورونه ویجاړ شوي، شپږ تنه ماشومان او ښځې په شهادت رسیدلي او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۱۳مه د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په شهرکهنه سیمه کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جنوري په ۱۴مه یرغلګرو او داخلي عسکرو د فراه  ولایت د پشتکوه ولسوالۍ  په مربوطاتو کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۱۵مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې حکومتي عسکرو دوه ولسي وګړي شهیدان او یو بل تن بندي کړی دی.

د جنوري په ۱۵مه حکومتي عسکرو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د ګوډه سیمې په کلالانو کلي چاپه وهلې،ګڼ شمېر ملکي وګړي یې ځورلي، د کلی ملا امام یې شهید کړی او دوه تنه یې اسیران کړي دي.

د جنوري په ۱۵مه د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د ښورکي په دښت سیمه کې یو ملکي سړی چې پر لمانځه ولاړ و،د یرغلګرو په هوایې برید کې شهید شوی دی.

د جنوري په ۱۷مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د تورغر په بیټنو سیمه کې حکومتي عسکرو دچاپې په مهال دملکي وګړو دوه کورونه زیانمن کړي، یو سړی یې شهید کړی او بل یې بندي کړی دی.

د جنوري په ۱۷مه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د نوښهر د سیمې د علیزیو په کلي کې د داخلي عسکرو دثقیله وسلو په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې او خلکو ته مالي تاوان رسیدلی دی.

د جنوري په ۱۷مه د هلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ د شاول مانده په سیمه کې یرغلګرو دملکي خلکو دسپرلۍ پر موټر  بمبار کړی، یو سړی او ماشوم یې پکې شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۱۹مه د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په شاګیو سیمه کې داشغالګرو په ډرون حمله کې یو سپین ږیری شهید شوی دی.

دجنوري په ۲۳مه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ  دبخشک په سیمه کې دګډو ځواکونو دتوپچي په ډزو کې یو مسجد زیانمن شوی او شپږ تنه ملکي وګړي پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۲۳مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د هیواد بازار پرسیمه یرغلګرو او داخلي عسکرو  چاپه وهلې، دخلکو کورونه یې  تلاشي کړي، خلک یې وهلي او په سیمه کې یو کلینیک یې منفجر کړی دی.

د جنوري په ۲۳مه دهلمند ولایت دواشیر ولسوالۍ په لر سیمه کې  دیرغلګرو په  ډرون برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جنوري په ۲۳مه دهرات ولایت دچشت ولسوالۍ  د دره تخت په سیمه کې حکومتي عسکرو دملکي وګړو دوه کورونه او یو مسجد ویجاړ کړي دي.

د جنوري په ۲۶مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ نورلام صاحب ته څېرمه په الو خیلو سیمه کې حکومتي عسکرو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې او دوه تنه کلیوال یې شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۲۴مه  د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په ایشانټوب محفلي سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال ګڼ کورونه تلاشي کړي، خلک یې وهلي او د مسجد دروازې او کړکۍ یې ماتې کړې او فرشونه یې سوځولي دي.

د جنوري په ۲۵مه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولایت غنيخیلو ولسوالۍ د مارکو په سیمه کې چاپه وهلې، د دروو کورونو او یوې مدرسې دروازې یې په بمونو الوزولې، خلکو ته یې مالي زیانونه رسولي او درې تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.

د جنوري په ۲۵مه  د بلخ  ولایت دبلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې د حکومتي ځواکونو په هوایې بریدکې درې ښځې او څلور ماشومان شهیدان شوي، ډيرو کورونو ته زیان او ښتی او خلک  دژمي په یخ موسم کې دسرپناه او ځان ساتنې له ګڼو ستونزو سره مخامخ  شوي دي.

د جنوري په ۲۹مه د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې یرغلګرو دولسي وګړو د سپرلۍ پر موټر ډرون برید کړی،چې له امله یې ددوو نجونو په ګډون  پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۲۹مه دهلمند ولایت دنوزاد ولسوالۍ پر برنوزاد کې دیرغلګرو په ډرون حمله کې یو چوپان شهید شوی دی.

د جنوري په ۲۹مه د فراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ د سیجويي په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جنوري په ۲۹مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په زیګ زیګ نوارید سیمه کې داشغالګرو په  ډرون برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جنوري په ۳۰مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د ښورکي په  دښت کې داشغالګرو په ډ‌رون حمله کې یو سپین ږیری شهید شوی دی. همداراز تېره شپه هم په سیمه کې دیرغلګرو په ورته برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جنوري په ۳۰مه  د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په بازار کې حکومتي عسکرو د ارشاد په نوم د موټرو یو مستري شهید کړی دی.

د جنوري په ۳۱مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ په ده آدم خان سمیه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۳۰مه  د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ  د مسلم بازار او شاول مانده په سیمو کې ګډو ځواکونو  دوه تنه کلیوال شهیدان کړي او دوه تنه یې بندیان کړي دي.

د جنوري په ۳۰مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  د ښوره کي د دښت په سیمه کې دیرغلګرو په ډرون  برید کې یو پنځه کلن ماشوم شهید شوی دی.

د جنوري په ۳۱مه حکومتي عسکرو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د خوات درې په کولک کلي کې یو مسجد ویجاړ کړی او دوه تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

د جنوري په ۳۱مه  د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو یرغلګرو دملکي خلکو د سپرلۍ پر موټر ډرون حمله کړې،په دغه برید کې د یوې کورنۍ اووه تنه غړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۳۱مه شپې مهال دیرغلګرو په هوایې برید کې د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ په نواباد کلي کې  یوه میرمن دخپلو دوو کوچنیانو سره یو ځای شهیده شوې ده.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]