جنګي جنایتونه( اګست)

سید سعید د ۲۰۱۹ز،کال داګست دمیاشتې په لومړۍ نیټه دبادغیس ولایت دجوند ولسوالۍ د الله یار د قالي ګردک په سیمه کې  یرغلګرو پر یو واده بمبار کړی چې  له امله یې پنځه تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. داګست په لومړۍ نیټه د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ د […]

سید سعید

د ۲۰۱۹ز،کال داګست دمیاشتې په لومړۍ نیټه دبادغیس ولایت دجوند ولسوالۍ د الله یار د قالي ګردک په سیمه کې  یرغلګرو پر یو واده بمبار کړی چې  له امله یې پنځه تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

داګست په لومړۍ نیټه د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ د کاریز  د مېلې په سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې یو د سپرلۍ موټر ویجاړ او پکې سپاره دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

 داګست په ۳مه د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په چتو سیمه کې اشغالګر او داخلي عسکرو چاپه وهلې، دخلکو کورونه یې پلټلي او وروسته یې پر سیمه بمبار کړی چې له امله یې شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

داګست په ۳مه  ګډو ځواکونو د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ په لوله کلي چاپه وهلې، دکورونو او جومات دروازې یې په بمونو الوزولې  او دوه تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

داګست په ۳مه  د غزني ولایت دخوګياڼو ولسوالۍ په عمومي کلینک او چهار قلعه کلي باندې حکومتي ځواکونو چاپه وهلې،یادوو شوو ځواکونو تر چاپې وروسته پر سیمه بمبار کړی چې له امله یې کلینیک زیانمن شوی او شپږ تنه ماشومان او میرمنې ټپیان شوي دي.

داګست په ۴مه  د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ ادریس خیلو کلي ته څیرمه یرغلګرو په ډرون حمله کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

داګست په ۵مه  د لغمان ولایت دعلینګار ولسوالۍ په  نورلام صاحب دره کې داخلي عسکرو پر یو کور چاپه وهلې او درې تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

داګست په ۵مه د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د مهاجرو په سیمه کې امنیه قوماندان( بصیرک) د خلکو  پر دودیزې مېلې  چاپه وهلې، دخلکو نقلیه وسایط یې سوځولي او پنځه تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

داګست په ۵مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج دیخچال په سیمه کې یرغلګرو او داخلي کمانډویانو دچاپې په مهال دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او شپږ تنه یې دبندیانو په توګه له ځان سره بېولي دي.

د اګست په ۶مه د غزني ولایت دګیلان ولسوالۍ په  خیرالدین چمبر سیمه کې د اشغالګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ولسي وګړي چې په موټر سایکل سپاره وو، شهیدان شوي دي.همدارنګه د یادې شوې ولسوالۍ په نوي کاریز سیمه کې یرغلګرو  دملکي خلکو دسپرلۍ پر یو موټر هم ډرون برید کړی،چې له امله یې پنځه تنه ولسي وګړي چې د خوست ولایت  او سیدونکي وو، شهیدان شوي دي.

داګست په ۶مه  د فاریاب ولایت دپښتونکوټ ولسوالۍ د موقاني په سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون بریدکې څلور میرمنې او یو ماشوم شهیدان شوي دي.

داګست په ۶مه ګډو قواوو د پکتیکا ولایت دسرحوضې ولسوالۍ په مارزکو کلي کې د خلکو د کورونو او د کلي د جوماتونو دروازې په بمونو الوزولې، او دوه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي.

داګست په ۶مه د فاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ مرکز کې اربکیانو یو سړی شهید کړی اویوه ښځه یې زخمي کړې ده.

داګست په ۶مه  د فراه ولایت دفراه رود ولسوالۍ د مرکز په  مربوطاتو کې د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې څلور تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

داګست په ۱۱مه  د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په کولالګو سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې، یوولس تنه ملکي هیوادوال یې چې دلېسې استادان، محصلین او عام وګړي وو، له کورونو رایستلي او بیا یې په مخامخ ډزو کې شهیدان کړي دي، خلکو د لاریون په مهال ددې پیښې غندنه وکړه اودعاملینو دمجازات غوښتنه یې وکړه،خو ولایتي چارواکو یې ځواب نه درلود او ویل یې چې دغه عملیات ددوی له خبرتیا پرته ترسره شوي دي. رسنیو د شهیدانو نومونه په لاندې ډول خپاره کړي:(استا شفیع الله د داکټر الفت زوي، د کولالګو په لیسه کې د فزیک استاد.انعام الله د داکټر الفت زوی متعلیم.انصارالله د داکټر قدرت الله زوی د پکتیا پوهنتون د تعلیم او تربيي محصل.حیات الله د محمدمختار زوی، په کابل کې د یوه خصوصي لیسې استاد.راحت الله د عبدالله زوی د محصل او په غزني کې ولایت کې دوکاندار.حکمت الله د عبدالله زوی د دولت زیو لیسې استاد.نصرت الله د عبدالله زوی محصل .محمد آصف د عزیزالله زوی د دولت خان په عاليسه کې مدیر.فدامحمد د محمدیوسف زوی بزګر او عام کلیوال.نصر الله ولد وردک بزګر.فتح الله د جمعه ګل زوی عام کلیوال او بزګر).

داګست په ۱۳مه  د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په  مرکز ي سیمه کې دداخلي عسکرو دهاوان مرمۍ دشامل په نوم یو هیوادوال پر کور لګېدلې چې له امله یې یوه میرمن اودوه ماشومان شهیدان اودرې ماشومان ټپیان شوي دي.خلکو شهیدان داحتجاج په توګه دولسوالۍ بازار ته  وړي،خو عسکرو ډزې پرې کړې چې په پایله کې یې پنځه تنه مظاره کونکي شهیدان او ژوبل شوي دي.

داګست په ۱۴مه د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې څلور تنه ښځې او کوچنیان شهیدان او ټپیان شوي دي.

داګست په ۱۵مه دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ  مرکز ته څیرمه دګډو ځواکونو په بمبار کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د اګست په ۱۵مه دهلمند  ولایت دکجکي ولسوالۍ د اذان  په سیمه کې دیرغلګرو په  ډرون حمله کې درې تنه ملکي وګړي چې په یو موټر کې سپاره وو، شهیدان شوي دي.

داګست په ۱۶مه د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ په حضرت شاه بازار کې یرغلګرو د ملکي هیوادوالو دسپرلۍ پر موټر  ډرون برید کړی، په دغه حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

داګست په ۱۸مه د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ شینکیو کلي ته څېرمه دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

 داګست په ۱۸مه دهلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د بند په سیمه کې یرغلګرو د سپرلۍ پر یو موټر ډرون برید کړی چې له امله یې دوه تنه ولسي وګړي ( پلار او زوی ) شهیدان شوي دي.

 داګست په ۱۸مه د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ د حاجي عبدالعزیز  پمپ ته څیرمه یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او څلور نور ژوبل کړي دي.

داګست په ۱۸مه  د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ دمرکز په مربوطاتو کې حکومتي ځواکونو د ابوذرغفاري- رضی الله عنه – جامع مسجداو مدرسه بمبارکړي، په دغه بمبار کې دمرسې او مسجد اطاقونه زیانمن شوي او پکې پراته کتابونه او نور درسي لوازیمات له منځه تللي دي.

د اګست په ۱۸مه د ارزګان ولایت د چهارچينو ولسوالۍ  مرکز ته څیرمه د یرغلګرو او داخلي عسکرو په چاپه کې درې تنه ولسي وګړي شهیدان او درې نفره ژوبل شوي دي.

د اګست په ۱۹مه د لوګر ولايت مرکز مربوط دادو خيلو سيمه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو دوه تنه ولسي هیوادوال په ماینونو الوزولي،طلوع نیوز په دې اړه یو راپور خپور کړی، په راپور کې دشهیدانو د کورنۍ د غړو له خولې ویل شوي، چې  دملي امنیت ځواکونه یې نیمه شپه په کور ورختلي او د کورنۍ دوه غړي( محمد امین چې تازه له سعودي څخه راغلی و او ۱۶ کلن ځوان) یې د کور په انګړ کې په بمونو کښېنولي او منفجر کړي دي،د محمد امین پلار محمد رحیم طلوع ته ویلي چې زوی او لمسي یې هیڅ ګناه نه وه کړې، خو دامنیت ځواکونو راته ټوک- ټوک کړل.یاده شوې پیښه د لوګر امنیه قوماندان مخلص تائیدوي او په وینا یې د پلټنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی اوتر تحقیقاتو وروسته به د پیښې ټول جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

د اګست په ۱۹مه د فاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ د هزارقلعه په سیمه کې حکومتي قواوو داستوګنې پر سیمه بمبار کړی، په دغه بمبار کې یو کور ویجاړ شوی او لس تنه ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي شهیدان او ټپیان شوي دي.

داګست په ۱۹مه د لوګر ولایت مرکز اړوند دشتک سمه کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

داګست په ۲۰مه د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ مرکز هوشي سیمه کې د داخلي ځواکونو په بمبار کې اته تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

داګست په ۲۱مه دکندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تیمور  د ریګن مانده په سیمه کې ګډو ځواکونو دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

داګست په ۲۱مه د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ مربوط په خانقې سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او یو مسجد یې منفجر کړی دی.

داګست په ۲۱مه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په قاسم خیلو سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي دي.

داګست په ۲۲مه  د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په علی همت کلي کې حکومتي ځواکونو دواده پرمراسمو د ډي سي توپ مرمۍ ویشتلې، چې له امله یې یو محصل( قدرت الله) شهید او شپږ تنه ښځې او ماشومان ژوبل شوي دي.

داګست په ۲۲مه د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په  قلعه نو سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال دوه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

داګست په ۲۳مه د لغمان ولایت دعلینګار ولسوالۍ په  سنګر سیمه کې حکومتي عسکرو دچاپې په مهال درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

د اګست په ۲۳مه دهلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د انګرک په سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان او یو تن ژوبل شوی دی.

داګست په ۲۴مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د قلعه ګز د کاریز کوکي  په سیمه کې یرغلګرو دملکي خلکو  پر یو کرولاموټر ډرون برید کړی، چې له امله یې په موټر کې سپاره  درې تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

داګست په ۲۴مه د کابل ولايت د موسهي ولسوالۍ د عبدالرؤف کلا په مياخيلو او په  شادخانې سيمو کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال یو ملا امام او دوه کروندګر شهیدان کړي دي.

د اګست په ۲۵مه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په  رخه سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال یوه میرمن او درې نارینه شهیدان کړي او خلکو ته یې مالي تاوانونه هم رسولي دي.

د اګست په ۲۶مه د لوګر مرکز پل علم کې ګډو ځواکونو یو ډاکټر(خيال محمد عادل) چې د الحاج صدو خان په روغتون کې يې خدمت کاوه، شهید کړی دی.

داګست په ۲۷مه د بدخشان ولایت دجرم ولسوالۍ په  اب راغک سیمه کې حکومتي قواوو داستوګني پر سیمه بمبارکړی، چې له امله یې دوه کورونه زیانمن شوي او خلکو ته پراخ مالي تاوان اوښتی دی.

داګست په ۲۷مه د زابل ولایت دارغنداب ولسوالۍ په سرخ سنګ کلي کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان او یو میرمن او کوچنی ټپیان شوي دي.

داګست په ۲۸مه د خوست ولایت مرکز  د مړدیخیلو په سیمه کې د کمپاین ځواکونو یو دیني عالم (مولوي فضل الرحمن) شهید کړی دی.

داګست په ۲۸مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په  شمکټ سیمه کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال پنځه تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي، د شمکټ کلینیک پخوانۍ ودانۍ او نوې ودانۍ یې ویجاړې کړي او طبي وسایل یې له منځه وړي  او همداراز ګډو قواوو په دې چاپه کې دخلکو نقیه وسایط هم سوځولي دي.

داګست په ۲۸مه د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په  بره ارغندۍ کې دګډو ځواکونو په چاپه کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او پنځه تنه کلیوال ګډو عسکرو د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

داګست په ۲۸مه د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په ملک الدین کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال څلور تنه کلیوال شهیدان کړي او څلور تنه نور ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.

د اګست په ۲۹مه دبدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په  تېزاب سیمه کې د د اخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او ګڼ مواشي له منځه تللي دي.

د اګست په ۳۰مه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په  فرغامیر سیمه کې حکومتي عسکرو د ملکي خلګو ګڼو کورونو ته اورونه اچولي او خلکو ته یې ډير لوی زیانونه اړولي دي.

 داګست په ۳۰مه د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د بخاري قلعه په سیمه کې  د ګډو ځواکونو په بمبارکې  یو ملکی وګړی ټپي شوی او دوه کورونه زیانمن شوي دي.همداراز د همدې ولسوالۍ په خدایمت سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی. همدا رنګه د ګرزیوان ولسوالۍ په  دونقلعه سیمه کې دحکومتي قواوو په بمبار کې دوه ماشومان او یو سپین ږیری ټپیان شوي دي.

د اګست په ۲۹مه د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د جهانګیر بازار باندې ګډو ځواکونو چاپه وهلې،درې تنه دوکانداران یې شهیدان کړي، دوه ویشت دوکانونه او یو هوټل یې په بمونو الوزولي او دخلکو ګڼ شمېر نقیله وسایط یې سوځولي دي.

داګست په ۳۰مه ګډو ځواکونو د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ په  موسی خیلو، عبدالله کلا، باتورکلیو، پمپ او بازار باندې چاپه وهلې،یو مسجد او یو ملکي وګړی یې شهیدان کړي، ګڼ دوکانونه یې منفجر کړي او دولسي خلکو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

داګست په ۳۰مه د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د موسی زو دغونډۍ پر کلي د ګډو ځواکونو په چاپه کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

دا ګست په ۳۰مه  د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په  شهرک سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو د چاپې په مهال د خلکو کورونه په بمونو الوزولي، کلیوال یې ځورولي او درې تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.

داګست په ۳۱مه یرغلګرو او داخلي عسکرو د بدخشان ولایت د بهارک او وردج ولسوالیو ترمنځ په درو کلیو کې دملکي خلکو څلویښت کورونه سوځولي او په بمونو الوزولي دي.

داګست په ۳۱مه د شپې مهال یرغلګرو او داخلي عسکرو د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په بازار چاپه وهلې، سل( ۱۰۰) دوکانونه، ۲کلینیکونه، ۴هوټلونه،۳ دتیلو پمپونه او دملکي هیوادوالو ګڼ نقیله وسایط یې سوځولي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]