جنګي جنایتونه (اګست)

سید سعید د ۲۰۱۸کال،  داګست دمیاشتې په لومړۍ نیټه د کاپیساولایت دنجراب ولسوالۍ په  افغانیه سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید او  یوبل ژوبل کړی دی. داګست په ۲مه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ د زیرکوه په سیمه کې دطالبانو او یرغلګرو تر منځ له نښتې وروسته اشغالګرو په سیمه کې بمبار کړی، په […]

سید سعید

د ۲۰۱۸کال،  داګست دمیاشتې په لومړۍ نیټه د کاپیساولایت دنجراب ولسوالۍ په  افغانیه سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید او  یوبل ژوبل کړی دی.

داګست په ۲مه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ د زیرکوه په سیمه کې دطالبانو او یرغلګرو تر منځ له نښتې وروسته اشغالګرو په سیمه کې بمبار کړی، په یاد شوی بمبار کې دخلګو دوکانونه او کورونه زیانمن شوي او درې تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

داګست په ۳مه  د میدان وردګ ولایت دنرخ  ولسوالۍ په دراني اوملاخیلو سیمو اشغالګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې، د چاپې په مهال یې یو ملکي وګړی شهید کړی او لس تنه یې بندیان کړي دي.

داګست په ۳مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په  اودي کلي کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي دي.

داګست په ۶مه  د لوګر ولایت  مرکز اړوند بابوس په  قلعه ملا کې د داخلي  عسکرو دتوپچي په ډزو کې نهه تنه ولسي وګړي دښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان او ټپیان شوي دي.

داګست په ۶مه   دبادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ د لويي قرارګاه  د حاجیانو  پرکلي دحکومتي ځواکونو په بمبار کې یو ماشوم شهید شوی او خلګو ته مالي زیان رسیدلی دی.

داګست په ۶مه  دبادغیس ولایت دمرغاب ولسوالۍ  په مربوطاتوکې داخلي عسکرو په لاره تیریدونکو هیواد والو ډزې کړي چې په پایله کې یې دیو ډاکتر په ګډون څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او زخمیان شوي دي.

داګست په ۸مه  یرغلګرو او داخلي کمانډویانود ارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ  د محمدنبي خان اډې او نوي ښارګوټي  په سیمو چاپه وهلې، دچاپي په مهال  یې ۲۵ دوکانونه  (چې کتابخانه ، پي سي او، پرزه جاتو، اوړو ، غوړو ، تیلو او نور ډول ډول دوکانونه ؤ ) په بشپړه توګه چور کړي  او ۳۲ زره  لېتره  تېل  او تر ۳۰ زیات  موټر اونور وسائط یې سوځولي دي.همداراز په سیمه کې یې  ۲۵۰  مسافرین  لوټ کړي، په لوټ شوو کسانو کې  مولاداد اکا هغه سړی دی چې  ۷۵ لکه روپۍ  یې ترې وړي، نوموړي د لوی اختر لپاره په همدې پیسو پسونه اخیستل او بیا یې کندهار ته دګټې لپاره وړل.

داګست په ۱۰مه د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ د تودنکانو په سیمه کې داخلي کمانډو عسکرو چاپه وهلې،خلګو ته یې مالي زیانونه اړولي او درې تنه یې ولسي وګړ ي یې شهیدان او ټپیان کړي دي.

داګست په ۱۳مه دمیدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په  ماشین کلا کې داشغالګرو په ډرون حمله کې د یوې کورنۍدرې غړي (رحمت الله، شنبي ګل او مصطفی) شهیدان شوي او د داود په نوم کلیوال دوه زامن (عتیق الله او سمیع الله) ټپیان شوي دي.

داګست په ۱۳مه  دلوګر ولایت دخوښي ولسوالۍ په  کنداب کلي کې اشغالګرو اوداخلي عسکرو د چاپې په مهال دخلګو موټر سوځولي او اته تنه ملکي وګړي یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړ ي دي.

داګست په ۱۴مه   د فاریاب ولایت دګرزیوان ولسوالۍ د بهارک په سیمه کې  دیرغلګرو په هوایي برید کې  یو مسجد اودوه  کورونه ویجاړ شوي دي.

داګست په ۱۴مه   د فراه ولایت دخاکسفید ولسوالۍ په مختلفو سیموکې دیرغلګرو الوتکو دملکي خلکو کورونه بمبارکړي،په یاد شوي بمبار کې دیوه مسجد اویوه سیمه ایزکلینک په ګډون ګڼ کورونه زیانمن شوي او درې تنه کلیوال زخمیان شوي دي.

د اګست په ۱۵مه  د فاریاب ولایت دچهلګزي ولسوالۍ د دوآبي په سیمه کې اشغالګرو دملکي خلکو په کورونو بمبار کړی، چې له  امله یې دښځو اوماشومانو په ګډون  لس تنه شهیدان او پنځه تنه زخمیان شوي دي.

داګست په ۱۴مه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د کال قلعه ، شیوان ، اوسجویي سیموکې یرغلګرو اوداخلي عسکرو دچاپې په مهال په سیمه کې بمبار کړی، په بمبار کې خلګو ته پر پراخ مالي زیان سربیره شپاړس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

داګست په ۱۵مه  د  کابل ولایت دپغمان ولسوالۍ دپورته ارغندۍ د بادام قول په حاطم خیلو کلي کې اشغالګرو اوداخلي عسکرو  چاپه وهلې، د چاپې په مهال یې د  کورونو دروازې په بمونو الوزولې، کورونه یې تالاشي کړي، خلک یې وهلي،پنځه تنه کلیوال یې شهیدان کړي او اته تنه یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.

داګست په ۱۷مه  د میدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ په  پټانخیلو کلي کې اشغالګرو او کورنیوعسکرو د چاپې په مهال یو مسجد او دوه کورونه ویجاړ کړي او پنځلس تنه ملکي هیوادوال یې بندیان کړي دي.

داګست په ۱۷مه  د کابل  ولایت دخاکجبارولسوالۍ په  دربند کلي کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال اووه تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.

د اګست په ۱۷مه د ارزګان ولایت دمرکز ترینکوټ د سرمرغاب په سیمه کې یرغلګرو او حکومتي عسکرو دچاپې په مهال یو ملکي وګړی شهید کړی او شپږ تنه یې بندیان کړي دي.

داګست په ۱۸مه  د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ د  دوآب په سیمه کې داخلي عسکر یوتن کلیوال شهید کړی دی.

د اګست په ۱۹مه   دفاریاب ولایت دقرمقول ولسوالۍ  په مربوطاتوکې داخلي عسکرو د یوې دیني مدرسې مهتمم او دهغه یوتن موټرچلونکی شهیدان کړي دي.

داګست په ۱۹مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په  قیغلو سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې،  د کورونو دروازې یې په بمورنو الوزولې، کورونه یې تلاشي کړي، څلور تنه ملکي وګړي  یې شهیدان کړي او څلور تنه نور یې بندیان کړي دي.

داګست په ۲۰مه  د فاریاب ولایت دجمعه بازار ولسوالۍ د تپه قشلاق په سیمه کې  دیرغلګرو  په بمبار کې اته تنه کلیوال شهیدان او درې تنه  زخمیان شوي دي.

داګست  په ۲۱مه  دمیدان وردګ ولایت دجلریز ولسوالۍ په  زیولات سیمه کې دیرغلګرو په بمبار کې څلور کورونه زیانمن شوي، یو ملکي وګړی پکې شهید او بل ژوبل شوی دی.

داګست په ۲۳مه  د پکتیکاولایت  دوازیخوا ولسوالۍ په  کرګي سیمه کې  اربکیانو یو ملکی سړی ( جان محمد)شهیدکړی دی.

داګست په ۲۴مه  د غزني ولایت دمقر ولسوالۍ په  اصغرخیلو کلي کې  داشغالګرو په بمبار کې یو مسجد ویجاړ شوی دی.

داګست په ۲۵مه  د  میدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ په  السنګ سیمه کې اشغالګرو اوداخلي عسکرو چاپه وهلې،یو مسجد او دوه کورونه یې ویجاړ کړي ،یو ملکي وګړی یې شهید او یو بل یې ټپي کړی اوا ته تنه کلیوال یې بندیان کړي دي.

داګست په ۲۵مه  د ننګرها رولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په  وزیرو احمدخیلو سیمه کې یرغلګرو یو ملکي وګړی شهید کړی او یو بل  یې ژوبل کړی دی.

داګست په ۲۸مه دکندهار ولایت  د شاوليکوټ ولسوالۍ د لوړې شاوبې په سيمه کي یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال لس تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

داګست په ۳۰مه د هلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ د ډبرو د قلف په سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید او یو بل تن ټپي کړی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه، لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]