جنګي جنایتونه( اپریل)

سید سعید: د ۲۰۲۰ز، کال د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت د لولاش ولسوالۍ د چشمه سنګین په سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان شوي دي. داپریل په لومړۍ نیټه د زابل ولایت د مرکز قلات د لوړو هوتکو پر کلي دحکومتي ځواکونو په چاپه […]

سید سعید:

د ۲۰۲۰ز، کال د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت د لولاش ولسوالۍ د چشمه سنګین په سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان شوي دي.

داپریل په لومړۍ نیټه د زابل ولایت د مرکز قلات د لوړو هوتکو پر کلي دحکومتي ځواکونو په چاپه کې یو ملکي هیوادوال شهید شوی دی.

داپریل په لومړۍ نیټه دبادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ د جعفریانو په سیمه کې اربکیانو اته تنه ملکي هیوادوال لومړی وهلي او بیا یې بندیان کړي دي.

داپریل په لومړۍ نیټه دبادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د جوي خوجي د پساو په سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان او یو بل ژوبل شوی دی.

 داپریل په لومړۍ نیټه د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالۍ په مردیان کلي کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید او یو بل تن ژوبل شوی دی.

د اپریل په ۲مه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې دحکومتي قواوو په بمبار کې دوه ماشومان او یوه میرمن شهیدان شوي دي.

 داپریل په ۲مه د فراه ولایت دپشترود ولسوالۍ مرکز کې دحکومتي ځواکونو په هوایې برید کې یو ملکي وګړی شهید او دنوموړي زوی ټپي شوی دی.

د اپریل په ۳مه د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ دمحمدزي اکا کلي کې داخلي عسکرو ملاامام (مولوي عبدالستار) وهلی او لاسونه یې ورمات کړي او دنوموړي زوی یې شهید کړی دی.

د اپریل په ۴مه د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د فقیرزو په مرخنجک کلي کې یرغلګرو د جنازې پر موټر برید کړی چې له امله یې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

داپریل په ۴مه د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د ګرم آب په قحط زو سیمه کې ګډو ځواکونو د یو ملکي هیوادوال(حاجي عبدالکبیر اکا) پر کور بمبار کړی، په دغه بمبار کې پنځه تنې ښځې او دوه ماشومان شهیدان او د همدې کورنۍ دمشر حاجي عبدالکبیر په ګډون ددغه کور اته تنه  نور غړي ټپیان شوي دي.

داپریل په ۵مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید او یوه ښځه ټپي شوې ده.

داپریل په ۶مه د بغلان لایت د پلخمري ولسوالۍ په ډنډ غوري سیمه کې د حکومتي ځواکونو دهاوان په ډزو کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۶مه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په تیمور دره کې حکومتي عسکرو دوه ملکي وګړي شهیدان کړي او یوه میرمن یې ټپي کړې ده.

د اپریل په ۷مه د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په خوشاب سيمه کى د یرغلګرو په ډرون برید کې څلور ماشومان شهیدان شوي او اته تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

داپریل په ۸مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ دنري مانده په سيمه کې د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې یوه ښځه شهیده او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

داپریل په ۸مه د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزوکې یوه میرمن شهیده شوې او یو سړی ژوبل شوی دی.

داپریل په ۸مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په پټان خیلو سیمه کې حکومتي ځواکونو یو مسجد بمبار کړی، په دغه بمبار کې د محمد نور په نوم یو ملکي وګړی او زوي یې شهیدان شوي او ځینو کورونو ته زیان هم اوښتی دی.

داپریل په ۹مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په ګدای خیلو کلي باندې داخلي عسکرو د ډي سي توپونو ډزې کړې چې له امله یې یو کور تخریب شوی او یوه میرمن پکې شهیده شوې ده.

د اپریل په ۹مه د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اسپینګل سیمه کې حکومتي ځواکونو د واده په مراسمو بمبار کړی، چې له کبله یې یو ملکي هیوادوال(حمیدالله) او یوه میرمن شهیدان شوي دي.

داپریل په ۱۰مه  یرغلګرو دکـنـدهـار ولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ اود زابل ولایت دمیزاني ولسوالۍ ترمنځ د سله په سیمه کې د یو ملکي هیوادوال( سردارمحمد) پرکور ډرون برید کړی، په دغه برید کې دنوموړي په ګډون دوه ماشومان شهیدان شوي او دکورنۍ پنځه تنه نور غړي یې ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۱۰مه یرغلګرو او حکومتي ځواکونو د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په استرب، باشند، یومل او تیرګران کلیو کې داستوګنې پر سیمو بمبار کړی، په دغه بمبار کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان شوي، داسترب کلي جامع مسجد تخریب شوی او دملکي هیوادوالو ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.

د اپریل په ۱۶مه د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ د دریاخان خیلو کلي کې حکومتي عسکرو دکلي ملا امام ( قاري محمد عبدالله) شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۶مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په سه پدرسیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي هیوادوال( بخت الله ولد شاه اغا) شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۶مه د فراه ولایت دبالابلوک ولسوالی په کنسک سیمه کي داخلي عسکرو یو شپونکي شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۷مه د پکتیا ولایت مرکز اړوند ابراهیم خیلو سیمه کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې د یوې کورنۍ شپږ تنه ښځې او ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۱۸مه د تخار ولایت د نمک اب ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو د ولسي خلکو پنځه کورونه سوځولي او خلکو ته یې پراخ مالي تاوان رسولی دی.

داپریل په ۱۸مه د بادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ  د بادروکي په سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۹مه  د زابل ولایت دارغنداب ولسوالۍ د سرهزارخیلو کلي ته څیرمه داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( عتیق الله د طاهرکاکا زوی) چې په خپل پټي کې یې اوبه لګولې شهید کړی دی.

 داپریل په ۱۹مه د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په جنګیز سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

داپریل په ۲۰مه د زابل ولایت د اتغر ولسوالۍ د رسول خیلو په کلي کې حکومتي عسکرو یوه دیني مدرسه ویجاړه کړې، ګڼ کتابونه، درسي مواد او سامانونه پکې تر خاورو لاندې شوي دي.

د اپریل په ۲۲مه دبلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په ګلشن کلي کې دحکومتي ځواکونو د ډیسي توپونو په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲۲مه د جوزجان ولایت د خمآب ولسوالۍ پر ځینو کلیو د یرغلګرو او حکومتي ځواکونو په بمبار او توپچي ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي او دمسجد او روغتون تر څنګ دخلکو ۲۲ بابه کورونه تخریب او زیانمن شوي او خلکو ته لوی مالي تاوان رسیدلی دی.

داپریل په ۲۴مه د بدخشان ولایت مرکز اتمې ناحیې بندکوچنک سیمه کې دحکومتي الوتکو په بمبار کې څلور تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او نامعلوم شمېر ژوبل شوي دي.

د اپریل په ۲۵ مه د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ مرکز کې اربکیانو دملکي خلکو څلور کورونه سوځولي او خلکو ته یې پراخ مالي زیانونه رسولي دي.

د اپریل په ۲۷مه حکومتي ځواکونو د فراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ د کنسک کلي دکښته ښاخ پر لوی مسجد د ثقیله وسلو ډزې کړې چې له امله یې یو ملکي وګړی( حاجي محمدرفیق کاکا) شهید شوی دی.

د اپریل په ۲۸مه د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په قریه سرخ باندې حکومتي عسکرو دهاوان پیرونه کړي چې له امله یې یو ملکي وګړی شهید او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

د اپریل په ۲۸مه  دغور ولایت دمرکز فیروزکوه د بادروک په سیمه کې حکومتي عسکرو دملکي خلکو پر کورونو چاپه وهلې، خلک له ډاره د نژدې غره په لور تښتیدلي، خو حکومتي الوتکو په نښه کړي او اووه تنه ملکي وګړي یې پکې شهیدان کړي دي.

د اپریل په ۲۸مه  د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ په شپو سیمه کې حکومتي الوتکو یو بزګر چې په پټي کې یې قولبه کوله شهید کړی دی.

 داپریل په ۲۸مه د فراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ د شیوان په سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید او یو بل زخمي کړی دی.

د اپریل په ۲۸مه د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ په بالا دښت سیمه کې د اشغالګرو په ډرون برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د اپریل په ۲۹مه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په افلاس پوښ سیمه کې د حکومتي عسکرو دثقیله وسلو په ډزو کې د منهاج العلوم په نوم مشهوره ديني مدرسه او مسجد تخریب شوي دي.

د اپریل په ۲۹مه  دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د کوه صیاد او تورتکل په سیمو کې داخلي عسکرو داستوګنې پر سیمو دهاوان پیرونه کړي چې له امله یې یوه میرمن شهیده شوې او شپږ تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

داپریل په ۲۹مه د کندز ولایت مرکز اړوند زاخیلو سیمه کې داخلي عسکرو دولسي وګړو پر کورونو دهاوان ډزې کړې چې له امله یې یو سپین ږیري شهید شوی او ځینو کورونو ته زیان او ښتی دی.

د اپریل په ۳۰مه د لوګر ولایت مرکز اړوند پورک کلي کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید او دښځو او ماشومانو په ګدون اووه تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

داپریل په ۳۰ مه دفاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ینګي سیمه کې دحکومتي عسکرو په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ژوبل شوی دی.

د اپریل په ۳۰ مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سالارو بازار کې داخلي عسکرو یو د خیاطۍ دوکان او د چایو سماوار سوځولي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]