په معاصره اسلامي مبارزه کې د ديني مدرسې نقش

لیکوال: مولوي عبدالهادي مجاهد که په اوسني وخت کې په اسلامي نړۍ کې له غرب سره د فکري، سياسي او عسکري کشمکش له زاويې ديني مدرسې او په معاصرو جرياناتو کې د هغې او د هغې د اهل نقش او تأثير ته وګورو نو وبه وينو چې مدرسه نور يوازې يوه ساده علمي درسګاه نده، […]

لیکوال: مولوي عبدالهادي مجاهد

که په اوسني وخت کې په اسلامي نړۍ کې له غرب سره د فکري، سياسي او عسکري کشمکش له زاويې ديني مدرسې او په معاصرو جرياناتو کې د هغې او د هغې د اهل نقش او تأثير ته وګورو نو وبه وينو چې مدرسه نور يوازې يوه ساده علمي درسګاه نده، بلکې هغه نوره له يو څه نيمګړتياوو سره سره له اسلام، اسلامي قلمرو او د مسلمانانو له ديني هويت څخه د دفاع او مقاومت د يوه انقلابي تفکر او عمل د يوه سمبول نوم دی چې د ټولې نړۍ کفار او د هغو پر فکر روزل شوي اسلام ته منسوب حکام او فکري جهتونه هم ورته په همدې نظر ګوري او په استراتېژيک لحاظ يې په همدومره کاڼي تلي، نو ځکه خو يې د مدرسې د خالص اسلامي تفکر او د هغې د اهل د فکري، سياسي او فزيکي وجود د له منځه وړلو په مقصد نړيوال سياسي او پوځي تړون جوړ کړی او په هراړخيز ډول يې له مدرسې د رازېږېدلې پديدې په خلاف په ټوله اسلامي نړۍ کې خونړۍ جګړه پيل کړې ده، او پدې جګړه کې له بېلابېلو فکري، عسکري، اقتصادي او اجتماعي وسائلو کار اخلي.
د نړۍ استعماري نظامونو ځکه د مدرسې په خلاف لويه جګړه پيل کړې چې له همدې مدرسې څخه راوتلي فکر له څلوېښتو کلونو په کمه موده کې د نړۍ دوه لوی زبرځواکونه (پخوانی شوروي اتحاد او اوسنۍ امريکا او ملګري يې) له ماتې سره مخ کړل، او له همدې مدرسې راټوکېدلي ديني فکر په افغانستان کې د دې لويې او او ږدې جګړې لپاره داسې بشري ځواک (مجاهدين) رامنځته کړل چې پرته له کومې تنخوا او يا مادي امتيازاتو د ديني روحيې په لرلو څلوېښت کاله صبر ازمايونکې جګړې ته اوږه ورکړه چې دا د اوسنۍ نړۍ د پوځي قوتونو د عسکري تفکير له نظره يو خارق العاده کار دی چې ديني مدرسې ترسره کړ.
ديني مدرسه به خپله د مدرسې اهل او عامو مسلمانانو ته داسې يو فکري او عسکري قوت نه ښکاري چې په پوځي موازنه کې دې په يوه قطب کې د نړۍ عسکري زبرځواکونه او په بل قطب کې دې مدرسه وګڼي، خو د غرب د پوځي او فکري محاسبې له مخې د مدرسې همدا حيثيت دی، ځکه چې د شوروي له ماتې وروسته غربيانو او نورې نړۍ وليدل چې د امريکا په ګټه يوقطبي شوې نړۍ بېرته دوه قطبي شوه چې يو قطب يې د امريکا د نړيوالتوب تفکر او پوځي ځواک او بل قطب يې د مدرسې فکر او اهل تشکيلوي.
د مدرسې بچيانو د پوځي وسايلو له نابرابرۍ سره سره ځکه د نړۍ د لوی نظامي ځواک په مقابل کې مقاومت وکړای شو چې یو خو يې عقيده پر دې جوړه ده چې ( نصرت يوازې د الله تعالی له لوري دی) او نور ټول ځواکونه د هغه د ځواک په مقابل کې ناتوانه دي، چې دغې پخې عقيدې د مدرسې د اهل په فکر او نفس کې له لويو نظامي قوتونو د نه مرعوب کېدلو قوت پيدا کړ، او د دښمن تسليحاتي تفوق دوئ د مقاومت له پيلولو او دوام ورکولو را ايسار نه کړای شول. ځينې خلکو ته به د مدرسې د بچيانو دغه موقف يو عسکري تهور او عاقبت نا انديشي ښکارېده، خو وروسته د اسلامي مقاومت سياسي او جنګي بهير ثابته کړه چې دا کار کوم تهور او عاقبت نا اندېشي نه بلکې د مدرسې د فکر د ديني سايکالوژي اثر وو چې د مادي فکر او مادي محاسباتو خاوندان یې له درک څخه عاجز دي.
د مدرسې د اهل د معنوي قوت بل عامل دا دی چې نه د غرب پر فکر د رالويو شويو خلکو په څېر د پراګماتيزم او ماکياوليزم له سياسي منافقته متأثره دي، او نه يې هم اسلام د سيکولرو حکومتونو په تعليمي ادارو کې په روحه ډول او پر استشراقي روحيه زده کړی چې يوازې د شهادت نامو له مادي امتيازاتو يې ګټه اخيستل او د شيطاني مقاصدو لپاره د دين د نصوصو استعمالول ورکې اساسي هدف وي، بلکې د دوئ هم له هر چا سره تعامل د دين پر اساس او مخلصانه دی، او هم يې اسلام د منلو او عملي کولو لپاره زده کړی دی، چې همدې دوو خصوصيتونو دوئ په خلکو کې له پاخه سياسي وجاهت او همدارنګه له معنوي او سايکالوژيک تأثير څخه برخمن کړي، او د دوئ د قوت پله يې ور درنه کړې ده.
د غرب سياسي، فکري او نظامي ادارې هم چې د مدرسې د معنوي او ولسي ځواک خطر ښه درک کړی دی د هغې د اهل په مقابل کې يې د هغوئ د مهارولو او د هغوئ دفکر او فعاليت د بې تأثيره کولو په مقصدله څلورو ستراتېژيو کار اخيستی چې په لاندې ډول دي:
۱- د احتواء ستراتېژي:
د احتواء ستراتېژي پدې معنی ده چې غرب او د هغه ملګري کوښښ کوي چې د مدارسو بچيان د مستقلانه تفکر او عمل له ساحې راوباسي او د مادي امتيازاتو په بدل کې یې د غرب پلوو حکومتونو او نظامونو په ادارو او مؤسساتو کې توظيف کړي او يا ورته د خپل تأثي او تسلط په ساحو کې د محدود فعاليت اجازه ورکړي چې هم ورباندې د سيکولرو حکومتونو مخ سپين کړي او اسلامي یې وښيي، او هم له هغوئ څخه بېرته د شريعت د حاکمولو د مخنيوي، د جهاد د مشروعيت په د تشکيک،او د اسلامي نظام د قائمولو په مخنيوي کې کار واخلي.
۲- د تحريف او اغفال ستراتېژي:
د تحريف او اغفال په ستراتېژۍ کې غربيان په اسلامي نړۍ کې اسلام ته له منسوبو تفريطيانو او افراطيانو دواړو څخه کار اخلي.
له تفريطيانو څخه پدې ډول کار اخلي چې غرب د خپلو ځينې لويو فکري او تحقيقاتي مؤوسسو له لارې هڅه کوي چې په اسلامي نړۍ کې يوه برخه طماع، عيش پرست، په فکري لحاظ منحرف او مکار خلک چې په ظاهره يې د روحانيت عبا او قبا اغوستې وي خو په حقيقت کې د اسلام له حقيقي روح او روحانيت څخه ليرې وي په اسلامي ټولنو کې رامخته کړي، د خپلې مېډيا او د تأثير د نورو وسائلو له لارې ورته په خلکو کې وجاهت ورکړي، د بې درېغه مالي او تخنيکي مرستو له له طريقه ورته لويې فکري، تبليغاتي، تعليمي او اقتصادي مؤسسې په اختيار کې ورکړي، په حکومتونو کې يې له سيکولرو جهتونو سره شريک کړي او يايې تنظيمونو د سياسي او فکري فعاليت اجازه ورکړي تر څو مسلمانانو ته د اسلام په نامه داسې فکر ورتلقين کړي چې اسلام له نور اديانو سره پر يوې لارې د تللو، د وضعي قوانينو د منلو، د رقص او سماع، او له هر ډول جګړې څخه د نفرت دين دی، او د مسلمان لپاره همدا بس دي چې انفرادي عبادات وکړي او نور پدې پسې ونه ګرځي چې امت په څه حال کې دی؟ حاکميت ورباندې د چا قائم دی؟ د مسلمانانو د ژوند په ټولو ابعادو کې شريعت نافذ دی او که وضعي طاغوتي قوانين؟ او يا داچې مسلمانان له ديني، سياسي، عسکري او اقتصادي آزاديو برخمن دي او که نه دي؟
غرب په اسلامي نړۍ او په افغانستان کې له دغه ډول خلکو د دين د اصلي محتوا د تحريف، په غفلت او بې حسۍ کې د مسلمانانو د ساتلو، له غرب سره د فکري او اجتماعي پيوندونو د رامنځته کولو، او د جهاد او مجاهدينو له ملاتړ څخه د ولسونو د راګرځولو لپاره کار اخلي. د دغه ډول برنامو او فکري پروژو تر شا په امريکا کې ( د رانډ کارپورېشن څېړنيز مرکز)، (د نېکسن د څېړنومرکز)، (د سولې لپاره د امريکا انسټيټيوټ)، (د کارنېګي د څېړنو مؤسسه)، همدارنګه په امريکا کې ميشت (د فتح الله ګولن د خدمت مؤسسه)،په مصر کې د الأزهر پوهنتون)، په تونس کې ( دزيتونې پوهنتون) په مراکش کې (د قيروان پوهنتون)، د عربي اماراتو په مرستو او نګرانۍ د(طابة)، (مؤمنون بلاحدود)، (مرکز المسبار)، مجلس حکماء المسلمين)، (منتدی تعزيز السلم في المجتمعات الاسلامية) مؤسسې، په چيچنيا کې د همدې جمهوریت (د رئيس رمضان قديروف ديني مؤسسه) او په سيمه او اسلامي نړۍ کې د امريکا، برتانيې او جرمني سفارتونه، او زموږ په هېواد او ګاونډ کې ځينې هغه مشهور خاندانونه او اشخاص چې يو څه ديني او روحاني وجاهت لري، او همدارنګه نور پټ او ښکاره ديني او فکري تنظيمونه او سازمانونه او د غرب فکري او استخباراتي مشاورين فعال دي.
غرب او د په اسلامې هېوادونو کې د هغه سيکولر ملګري په پوره ځيرکتيا کوښښ کوي چې د دغو جهتونو له لارې مسلمانان د غرب په مقابل کې له مسلحې مبارزې او د جهاد له لارې د اسلامي نظام د اقامه کولو له فکره راګرځوي، په سطحيت يې مصروف ساتي، له اساسي قضاياوو يې تخدير کړي، او له غرب او سيمه ييزو سيکولرانو سره يې مشترک عمل او فکري پيوندکارۍ ته وهڅوي، او پرېنږدي چې په مدرسه کې د انقلابيت روحيه، د اولويت پېژندنې احساس، او د ټولنې د سياسي قيادت وړتياوې پيدا شي.
له افراطيانو څخه بيا غرب پدې ډول کار اخلي چې په جهادي حرکتونو او ديني جهتونو کې له بېلابېلو استخباراتي لارو داسې خلک ورداخل کړي چې هلته په ځوانانو او مسلحو مجاهدينو کې داسې افراطي او شاذ افکار خپاره او د هغو له لارې دين بدنام کړي چې د دغو شاذو او بېلارې افکارو منونکي بيا د مسلمانانو د تکفير، د وينو د ناراوا او بې درېغه تويولو، د اسلامي امت پر عظماوو د نوي نسل د اعتماد د له منځه وړلو، د مجاهدينو د صفوفو د ټوټه کولو، د اسلامي علومو او علماوو په اړه د خلکو د شکمن کولو او نورو داسې دعوو د پورته کولو له لارې چې په ظاهره حق ښکاري خو تر شا یې د باطل لوی هدفونه پراته وي دين او مدرسې ته صدمه رسوي.
دغه ډول افراطي خلک پداسې ډول د دين نصوص تفسيروي چې د اهل السنة والجماعة له منهج څخه مخالف وي، ترڅو خلک ورڅخه متنفر کړي، پر دين، مدرسې او علماوو د ولسونو اعتماد له منځه يوسي، د دين او اسلامي نظام په نامه دين تخريب کړي، پر هغه د خلکو اعتراض ته لارې هوارې کړي، او له داخل څخه دين او جهاد ته هومره تاوان ور ورسوي چې کافران يې له خارج څخه نشي ور رسولی.
د دغه ډول خلکو د ايجاد لپاره په اسلامي نړۍ کې د غرب ملګري له لاندې دوو لارې کار اخلي:
الف: په استخباراتي ډول په علمي او جهادي صفوفو کې رخنه کوي، د جعلي قيادتونو د تبارز لپاره زمينه برابروي، هغوئ ته د وجاهت ورکولو په لاره کې خپله مېډيا کاروي، په مستقيم او غير مستقيم ډول له هغوئ سره خپل مشاورين ملګري کوي او پوځي او نور وسائل په لاس ورکوي.
ب: يوې برخې مخلصو علماوو، مجاهدينو، مفکرينو ، طلابو او نيکو عامو ځوانانو ته په خپلو زندانونو کې په سنجول شوي ډول داسې سخت تعذيبونه ورکوي چې هېڅکله يې هېر نشي، او همدارنګه يې په مخکې پدې مقصد د ديني شعائرو سپکاوی‌ کوي چې هغوئ بايد داسې عقده واخلي چې تر آزادېدو وروسته د حکامو او د هغوئ د اتباعو او د خپلو هر ډول مخالفينو په اړه له علی الاطلاق تکفير، افراطيت او ډېرې ويني تويونې پرته يې په بل هېڅ شي تسلي نه کېږي. دغه خلک که څه هم چې له پيله د غرب او د هغه د ملګرو ملګري نه وي، خو دريځونه او فکري ادبيات يې پداسې ډول عيار شي نتيجه یې د دين تحريف او د جهاد له بدنامۍ پرته بل څه نه وي، چې همدغه ورڅخه د کفارو او د هغوئ د غلامانو توقع هم وي. دغه ډول خلک د اسلامي نړۍ په بېلابېلو سيمو کې په بېلابېلو وختونو کې رامنځته شول او په ارادي او غير ارادي ډول يې په ديني مجال کې د غربيانو او د هغوئ د ملګرو پټ او ښکاره پلانونه پلي کړل.
۳- د منځلاري اسلام په نامه د امريکايي اسلام د رامنځته کولو ستراتېژي:
له ديني مدرسې څخه د رازېږېدلي خالص اسلامي مقاوم فکر د فعاليت د مخنیوي لپاره د غرب درېيمه ستراتېژي دا ده چې اسلامي فکر ته يوه برخه منسوب خلک يې پدې ګومارلي چې اسلام له خپلې اصلي محتوی خالي کړي او پر ځای يې د غربي فکر مفاهيم او مفردات د اسلام قالب ته ور واچوي تر څو هم هغه اسلامي فکر له منځه لاړ شي چې د غربي افکارو مخالفت کوي، او هم د داسې يوه دين په نامه چې دوئ ورته منځلاری اسلام وايي مسلمانان په ځان پسې روان کړي.
د امريکا لپاره يو پاليسي جوړوونګی څېړنيز مرکز (رانډ کارپورېشن) د هغه منځلاري اسلام تعريف چې امريکا يې غواړي پدې ډول کوي:
(امريكا، نوې صنعتي نړۍ او په مجموع كې بين المللي ټولنه داسې يو اسلام غواړي چې د نورې نړۍ له نظامونو سره پر يوه لار روان شي، ډيموكراتيك او مترقي اسلام وي، او پر نړيوالو قوانينو، احكامو او اخلاقو وچلېږي).
پورتنی تعريف پدې معنی دی چې: اسلام بايد دامريكا او بين المللي ټولنې په خوښه وي، يو بېل تشخص او ځانګړى نظام دې ونه لري، بلکې د نورې نړۍ له نظامونو سره دې يوشى وي، ډيموكراټيك دې وي، يعنې د خلكو لخوا دې رامنځته شي، نه دا چې د (وحيې) پر بنسټ دې ولاړ وي، خپل اصلي شكل دې يې پرې ايښى وي، او نوى مترقي شكل دې یې غوره كړى وي، او په احكامو او اخلاقي فلسفه كې دې د غرب له احكامو او اخلاقو سره يو ډول وي.
غرب د دغه ډول يوه دين لپاره هغه خلک استخدام کړي چې ځانونه د منځلاري اسلام پلويان يا دېموکرات علماء بولي، له جهاد او د ولاء او براء له عقيدې څخه يې بد راځي، او د بېلابېلو ديني مؤسسو له لارې کوښښ کوي چې د قوانينو، اخلاقو، سياست او فرهنګ په مجالاتو کې له غرب سره د پيوند کارۍ او له جهادي لوريو څخه د بېزارۍ زمينې ايجاد کړي. دغه د غرب فکري ملګري د اسلامي نظام د اقامه کولو لپاره راپورته شوي مجاهدين او فکري مبارزين افراطيان بولي، او د غرب د تبليغاتي وسائلو په مرسته د هغوئ په خلاف پراخ منفي تبليغات کوي، تر څو وکولی شي د هغه فکر تأثير محدود کړي چې له غرب سره پر يوه لاره نه ځي.
۴- د پوځي زور د کارولو ستراتېژي:
د پوځي زور د استعمال ستراتېژي دا ده چې ټول هغه اسلامي جهتونه او په خاص ډول مقاوم جهتونه بايد له منځه يوړل شي چې نه له غرب او نه هم د غرب له سيکولرو ملګرو سره غاړه وړي، بلکې په ټول جديت د دې لپاره کار کوي چې خپل ولسونه او سيمې د غرب او په خاص ډول د امريکا له پوځي، سياسي، فکري او اقتصادي حضور څخه پاکې کړي، او په ريښتنې معنی اسلامي نظام ورکې جوړ او د ژوند په ټولو چارو کې شريعت ورکې تطبيق کړي.
امريکا او ملګري يې د اسلامي نړۍ په هېڅ ځای کې په سياست، نظام، عسکريت، اقتصاد او د ژوند په نور اجتماعي چارو کې د شريعت تطبيق ته څوک نه پرېږدي. او که کوم ولس او يا کوم اسلامي جهت په دغو مجالاتو کې د شريعت د تطبيق اقدام وکړي نو حتما د غرب او په خاص ډول د امريکا له لوري له ډول ډول بنديزونو، جګړو، کودتاګانو، زندانونو، دښمنيو او فشارونو سره مخ کېږي.
امريکا په اسلامي نړۍ کې ټول هغه مدارس، تعليمي نصابونه او نظامونه خپل دښمنان ګڼي چې خپلو لوستونکو ته د غربي فکر له تأثيراتو خلاص خالص اسلامي تعليمات ورکوي. امريکا په ټولې اسلامي نړۍ کې حکومتونه دېته اړ کړل چې له خپلو تعليمي نصابو هغه څه وباسي چې امريکا يې نه غواړي، او دا ځکه چې هغه لدې وېرېږي چې که يو ځل د اسلامي نړۍ په کومه سيمه کې د ريښتيني اسلام د تعليماتو پر اساس کوم سياسي نظام قائم شي، او ولسونه د هغه تر سيوري لاندې د امن په فضا کې د باسعادته او مرفه ژوند خاوندان شي، نو په يقيني ډول به خلک د اسلامي نړۍ په نورو سيمو کې هم د همدغه ډول نظام د اقامه کولو لپاره قيام او مبارزه کوي، چې په نتيجه کې به يې د غرب د نوکرانو نظامونه او قوانين له زوال سره مخ کېږي، او د هغو په زوال به له اسلامي نړۍ څخه د غرب لاس خېژي، چې دا په هېڅ ډول د غرب لپاره د منلو نده. نو د دې لپاره چې د دغه ډول يوه وضعيت د رامنځته کېدو مخنيوی يې کړی وي کوښښ کوي ټول هغه علمي، مبارز، مقاوم او اجتماعي جهتونه وځپي چې پر اسلامي نړۍ د غرب مستقيم او يا بالواسطه سيادت نه مني.
د جهادي لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره د مدرسې د تعليمي نصاب انقلابي کولو او انکشاف ته ضرورت دی
دا يو منل شوی حقيقت دی چې د انقلابو د لاسته راوړنو ساتنه، د آزادۍ ساتل او پالل، له د ين او فرهنګ څخه دفاع، د هر ډول پرمختګ د وسائلو ايجاد او تهیه کول په پوهنه، تحقيقاتو او د ولس د فکري، اخلاقي او علمي سطحې په لوړولو ترسره کېږي. په کومو ولسو کې چې د ديني علم خپراوی وشي هغه د پرديو له پيروۍ په امان پاتې کېږي، او چې د دنياوي علم پرمختګ او خپراوی ورکې وشي د پرديو له محتاجۍ خلاصېږي.
موږ افغانانانو درې ځله د انګرېزانو او وروسته بيا د روسانو په مقابل کې د ديني قيادتونو په مشرۍ جګړه ګټلې ده، خو دا چې د جګړې تر څنګ مو علمي پرمختګ ندی کړی او خپل ولس مو په فکري، تشريعي او سياسي لحاظ په مطلوب ديني علم ندی منور کړی، نو ځکه خو يې هر ځل د آزادۍ د مبارزو نتيجه او حاصل بل چا ورڅخه غلاکړی، او تر آزادۍ وروسته داسې نظامونه ورباندې مسلط شوي چې اکثره په پرديو پورې تړلي وي، او د دې پرځای چې د آزادۍ د مبارزينو يې قدرداني او د آزادۍ يې ساتنه او پالنه کړې وي برعکس يې مبارزين ځپلي، او د آزادۍ پر سر يې بېرته له دښمنانو سره پټه او يا ښکاره سودا کړې ده.
دا چې اوس دا دی زموږ ولس بيا د نړۍ يوه لوی پوځي ځواک (امریکا) ته د الله تعالی په نصرت او بيا د لويو قربانيو په قيمت ماتې ورکړه او نيږدې ده چې ټول هېواد يې له تسلطه خلاص شي، نو آيا دا وېره پر خپل ځای پاتې نده چې به بیا هغه تجربه به بيا تکرار شي چې کلونه مخکي له استعمار څخه د افغانستان او اسلامي نړۍ تر آزادۍ وروسته تکرار شوې وه؟ او هغه دا چې مسلمانانو ته به يوازې د آزادۍ نوم ورپاتي شو او بس. استعمارګر به ولاړل، خو استعماري قوانین، نظام او اقتصاد به یې لا هم حاکم پاتي و، زندانونه بېرته له مجاهدينو، علماوو، دعوتګرانو او مصلحینو څخه ډک شول، او فاسقان، فاجران، ظالمان، بدکاره، بد اخلاقه او د پرديو په فکر روزل شوي اشخاص به بېرته د حاکمیت او قیادت پر منصب قابض شول؟
د جهادونوپه نتيجه کې د اسلامي نظام د نه قائمېدلو لاندې دوه عوامل وو:
يو عامل دا وو چې مستعمرينو د وطن په خلکو کې د ځان لپاره د خپلو ځايناستو په ډول داسې خلک روزلي وو چې په هر مجال کې يې هم تجربه او علم درلود، او هم يې د غربيانو لپاره ښه وفاداري درلوده. مستعمرينو د وتلو په وخت کې د هېوادونو د چارو واګي همدغو خلکو ته وروسپارل، چې دې خلکو بيا د آزادۍ له مبارزينو سره جفاګانې، غدرونه او خیانتونه وکړل، او بېرته يې په اسلامي هېوادونو داسې نظامونه حاکم کړل چې د اسلام د حاکمېدلو په لاره کې د خنډونو په جوړولو کې تر مستعمرينو هم ډېر مکار او منافق ول، چې د دوئ پر حاکميتونو د لسګونو کلونو له تېرېدو وروسته هم په هېوادونو کې نه اسلام حاکم شو، او نه رېښتينې آزادي وليدل شوه.
بل مهم او عمده عامل یې دا و چې دیني او جهادي جهت نه په خپل ځان کې د نظام د چلولو وړتیاوي پيدا کړې وې، او نه یې هم له جګړې د وروسته مرحلې لپاره خلک روزلي وو. همدا اوس هم جهادي لوری تر ډېره حده له همدغه ډول يوه وضعيت سره مخ دی، او دا ځکه چې لا تر اوسه يې په تعليمي نصاب کې نه د معاصر اقتصاد په اړه څه شته، نه د ټولنې د رهبري کولو لپاره له اجتماعي او سیاسي علومو څه شته، نه د معاصرو کفري اديانو او مذاهبو په اړه څه تدريسېږي، نه د هغه نظام د خدوخال په اړه څه شته چې دوئ يې اقامه کول غواړي، نه د عسکريت او دښمن پېژندنې په اړه څه شته، نه د دعوت او بلاغ د معاصرو اساليبو او وسائلو په اړه څه شته، نه د معاصر ادب او معاصرې ليکوالۍ په اړه څه شته، نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او تر هغه وروسته د راشده خلفاوو د سیاسي او عسکري قیادت، دعوت، تبلیغ، نظامدارۍ او ډپلوماسۍ په څه شته، او نه د نصاب په کومه درجه کې د رسول الله صلّی الله عليه وسلّم مبارک سيرت او يا د اسلامي امت د عظماوو، فاتحينو او مشاهيرو په اړه څه شته چې د نصاب لوستونکي د هغو له تاريخ او کارنامو الهام واخلي.
که د داسې يوه جهادي حرکت چې د اسلامي نظام اقامه کول غواړي په تعليمي نصاب کې د شرعي او لغوي علومو تر څنګ پورتني ضروري علوم موجود نه وي نو د هغه نصاب له فارغانو څنګه توقع کېدی شي چې په يو ويشتمه پېړۍ کې دې د عصر د تقاضاوو مطابق يو قوي اسلامي نظام اقامه کړي؟
نو د دې لپاره چې مونږ بیا د تېر حالت سره مخ نه شو، باید دا قضیه په ټول حجم په خپل ذهن کې متصوره کړو او پدې ځان پوه کړو چې زمونږ جهاد، قربانۍ، استشهاد،ز خمونه او کړاونه ټول د دې لپاره دي چې د اسلام اعلاء او د شریعت حاکمیت راشي، مسلمانان له ظلمه خلاص شي او شریعت تر سیوري لاندې د امن په فضا کې د خپل رب عبادت وکړي. جهادي لوری بايد دغه هدف ته د رسېدو لپاره خپل تعليمي نصاب ته انکشاف ورکړي او د عصر تقاضاوې ورکې پوره کړي، او که داسې ونشي نو نتيجه به يې بيا پداسې شکل کې راوځي چې د يوې بېرته پاتې، د دين او دنيا په اړه د سطحي فهم درلودونکې ټولنې په حيث به د محتاجۍ په حالت کې ژوند تېروو، او يا بیا به هم پخوانۍ منفي تجربې د تکرارېدلو فرصتونه پيدا کوي او سر نوشت به مو بيا د داسې چا لخوا تعينېږي چې دښمن همدا اوس د سبا لپاره په پراخه پيمانه تر روزنې لاندې نيولي دي.
د ديني مدارسو لپاره د تعليمي نصاب جوړول کومه وړه او ساده موضوع نده چې يو څو تنه د کومې مدرسې استادان دې راټول شي او د خپل ذوق او خاصې تجربې پر بنياد دې يو څو لغوي او ديني کتابونه دېته له کتنې پرته په نصاب کې وټاکي چې له دغو کتابونو د دې زمانې د مسلمانانو ديني، فکري، اخلاقي، ادبي، او اجتماعي ضرورتونه ورڅخه پوره کېږي او که نه؟
د هرې زمانې ديني مدرسې ته نصاب جوړول په حقيقت کې په هماغه زمانه کې د هماغه هېواد ټولو مسلمانانو ته د دين ښوونې په معنی وي چې مضامينو په تعيين او تناسب کې يې بايد له پوره دقت کار واخيستل شي، او هغو ټولو ضرورتونو ته ورکې ځواب وويل شي چې د هماغې زمانې خلک يې لري.
ديني مدارسو ته نصاب بايد د داسې علماوو د يوې متخصصې ټولنې له لوري جوړ شي چې هم د شريعت له مراد او مقاصدو خبر وي، هم د زمانې په نبض پوه وي او امت ته ورپېښې ستونزې ورمعلومې وي، هم د تعليم او تأليف په مجال کې له نويو انکشافاتو او رامنځته شويو کتابونو او علومو خبر وي، هم د ژبو، معاصر ادب او ليکوالۍ ماهرين وي ځکه چې ژبه او ادب د مفاهيمو د اخيستلو او ورکولو وسيله دي، او هم بايد د ديني علومو تر څنګ په دنياوي علومو هم خبر وي، تر څو د دنياوي او ديني علومو تر منځ داسې رابطه قائمه کړای شي چې ديني علوم د دنياوي علومو لارښود وګرځوي، او د افکارو او انقلابونو پدې څپڅپانده زمانه کې مدرسې ته يو داسې قوي، معاصر، د دين د مقاصدو ښه بيانوونکی او د زمانې غوښتنو ته ځواب ويونکی نصاب ورکړ شي چې د علماوو داسې نسل پرې وروزل شي چې په واقعي معنی اسلامي نظام اقامه کړای شي.(پای)