قاضی ابو یوسف «رحمه الله» ته د امام ابوحنیفه «رحمه الله» غوره نصیحتونه

ژباړن؛فضل الرحمن اغا ترهغه وخته پورې چې ډېر ضرورت درته پېښ نه شی پاچا ته مه ورځه تر څو عزت او پت دې ترپښودلاندې نشی. • داسې باید ونه شی چې دحکومت له وېرې دحق او خپلې رایې مخالف عمل وکړې. دهېچا د مقام او حکومت په وړاندې د حق ویلو څخه ډډه مه کوه […]

ژباړن؛فضل الرحمن اغا

  • ترهغه وخته پورې چې ډېر ضرورت درته پېښ نه شی پاچا ته مه ورځه تر څو عزت او پت دې ترپښودلاندې نشی.
    داسې باید ونه شی چې دحکومت له وېرې دحق او خپلې رایې مخالف عمل وکړې.
  • دهېچا د مقام او حکومت په وړاندې د حق ویلو څخه ډډه مه کوه اوپه زړورتیا سره حق ووایه ځکه چې د حق مرستندوی الله (ج) دی.
  • هغه خدمت او دنده چې په ځان کې یې داجرا کولو توان نه لرې هېڅکله مه اختیاروه.
  • که کوم شخص په شریعت کې بدعت پیداکړی په ښکاره توګه یې غلطی ونیسه تر څو نور خلک د هغه په تقلید او تعقیب کې جرئت ونه کړی.

د علم زدکړه په ټولو شیانو مقدمه وګڼه.

  • کله چې تاته د علم د زدکړې په شغل کې وخت پیداشی بیا نودمال پیداکولو لپاره هم همت وکړه ځکه چې د علم اومال حصول په یوه وخت کې مشکل کار دی.له علم وروسته محمدی سنت پرځای اونکاح وکړه خوپه هغه وخت کې چې تاته د کوردارۍ د ټولو ضروریاتو د پوره کولو قدرت حاصل شی.
  • په مسجد او لاره کې له خوړلو ډډه وکړه.
  • څوک چې له تاڅخه کومه مسئله پوښتی ځواب یې په حقه سره ورکړه او دځانه په پوښتنه کې نور څه مه یوځای کوه.
  • په عقایدو کې له عوامو سره بحث مه کوه.
  • له خپلو شاګردانو سره درسی سلوک او رفتار وکړه تر څو خلک فکر وکړی چې ستا اولادونه دی.
  • په علمی بحثونو کې داسې خبرې وکړه چې دې هغه پوره ثبوت په لاس کې ولرې.
  • که کوم بل ځای یا ښار ته ولاړشئ نو د هغه ځای له عالمانو او فاضلانو سره داسې مجلس او صحبت وکړه چې دهغو په فکر کې له تاسره رقابت پیدا نه شی.
  • دمناظرې په وخت کې له زړورتیا او خپلواکۍ څخه کار واخله د خوف او ډار یوې ذرې ته په زړه کې ځای مه ورکوه کنه نو فکر دې خرابیږی او ژبه دې لړزیږی.
  • کوم خلک چې دمناظرې او بحث په ادابو نه پوهیږی او له حق څخه عملا ً انکار کوی له هغو سره هېڅکله بحث مه کوه.
  • د تګ په وخت کې ښئ او کیڼې خواته ډېر مه ګوره.
  • په خبرو اترو کې ترخه خبره مه کوه او غږ دې ډېر مه پورته کوه.
  • کوم خلک چې ستا ملاقات ته راځی دهغو په مخ کې علمی مسائل ذکر کړه.
  • په لمانځه کې دامکان تر حده امامت مه غوره کوه.
  • په هر خبره کې تقوا او امانت خپله تګلاره وګرځوه .
  • کله چې دې آذان واوریده په بېړه لمانځه ته ځان تیار کړه.
  • په هر میاشت کې درې څلور ورځې د روژې نیولو لپاره وټاکه.
  • هره ورځ له لمانځه وروسته دقرانکریم تلاوت وکړه.
  • له دنیا سره ډېره مینه مه کوه.
  • د قرانکریم تلاوت مه قضا کوه.
  • د قبرونو زیارت ته ډېر لاړ شه.
  • له لهو او لهب څخه پرهېز وکړه.
  • او د کاونډیان عیبونه ته دستر په سترګه وګوره.

ومن الله التوفیق