د روژې وروستۍ لسیزه؛ د الله تعالی د رضا زرین فرصت

حمزه حسیني د مسلمانانو لپاره الله تبارک وتعالی هره لحظه د قدر وړ ګرځولې، باید هره ګړۍ کې د رب العلمین د رضا په لټه کې شو، رښتیا هم چې دا دنیا د آخرت لپاره د کښت مثال لري، که یو مسلمان په دې دنیا ښه وکړي نو عقبا کې به یې ښه بدله په […]

حمزه حسیني

د مسلمانانو لپاره الله تبارک وتعالی هره لحظه د قدر وړ ګرځولې، باید هره ګړۍ کې د رب العلمین د رضا په لټه کې شو، رښتیا هم چې دا دنیا د آخرت لپاره د کښت مثال لري، که یو مسلمان په دې دنیا ښه وکړي نو عقبا کې به یې ښه بدله په لاس ورشي او که خدای مه کړه بد وکړي نو له هغې جزا سره به مخ شي، چې خپله یې ارتکاب کړی وي.

ډېر ځله له یو انسان څخه په قصدي توګه او یا په غلطۍ کې ګناه وشي، ښه خبره دا ده چې څومره ژر کېدلی شي هغه ګناه دې پرېږدي، د زړه له کومې دې پرې توبه وباسي، راتلونکي کې دې بیا ددې ګناه د کولو اراده نه کوي؛ خو که بیا هم له چا دغه پېښمانتیا پاتې وي، د روژې دا لس مبارکې شپې او ورځې ددې ښه فرصت دی چې الله تعالی ته توبه تائب شي او خپل رب سره پرې کړی تعلق بیا له سره ورغوي، الله تعالی غفور او رحیم ذات دی ان شآء الله تعالی چې ټول ګناهونه به یې ورته وبښي.

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له زمانې را نیولې آن تر اوسه، ټولو د روژې د وروستۍ لسیزې خاص اهتمام کړی دی، حضور اکرم صلی الله علیه وسلم به د روژې په وروستۍ لسیزه کې د یو خاص عبادت زیاتونه هم کوله چې اعتکاف بلل کیږي، دا عبادت له خپل رب جل جلاله سره د تعلق جوړولو، د شپو رڼولو او د الله تعالی د رضا زرین فرصت دی؛ چې باید مسلمان یې په صادقانه توګه سر ته ورسوي.

له دې سره سره د روژې په وروستۍ لسیزه کې یوه داسې شپه هم شته، چې د کائناتو خالق جل جلاله ته له زرو میاشتو بهتره ده، ددې شپې د موندلو په هکله حضور اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي، حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ جَعْفَرٍ ، حَدَّثَنَا أَبُو سُهَيْلٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ :”تَحَرَّوْا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي الْوِتْرِ مِنَ الْعَشْرِ الْأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ“.

له ام المؤمنین حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، تاسې د روژې د وروستۍ لسیزې په تاقو شپو کې د قدر د شپې پلټنه وکړئ.

دا چې حضور اکرم صلی الله علیه وسلم صادق الامین ذات دی، نو په یقني توګه ویلی شو، چې لیلة القدر به د روژې میاشتې په وروستۍ لسو شپو کې وي، خو بیا یې هم امت ته د اسانتیا په موخه د تاقو شپو یادونه کړې، چې ګواکې په یویشتمه، درویشتمه، پنځه ویشتمه، اوه ویشتمه او نهه ویشتمه شپه یې پلټنه کول ضروري دي، دا هغه شپه ده چې زرګونه ملائکې ځمکې ته راکوزیږي او په همدې بابرکته شپه قرآن کریم له لحوظ محفوظ څخه بیت المعمور ته دفعةً واحدةً نازل شوی دی او بیا له هغه ځایه پر حضرت محمد مصطفٰی صلی الله علیه وسلم د امت د لارښونې لپاره د حاجت په اندازه نازل شوی، چې په ۲۳ کلونو کې یې د نزول تکمیل شوی دی.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې د امت لپاره ستر مربي او لارښوونکی را لېږل شوی دی، د هغو کسانو لپاره هم تعلیمات فرمایلي چې د قدر شپه ومومي، د حضور اکرم صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک دی، حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ ، قَالَ : حَدَّثَنَا جَعْفَرُ بْنُ سُلَيْمَانَ الضُّبَعِيُّ ، عَنْ كَهْمَسِ بْنِ الْحَسَنِ ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ ، عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ : قُلْتُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ إِنْ عَلِمْتُ أَيُّ لَيْلَةٍ لَيْلَةُ الْقَدْرِ، مَا أَقُولُ فِيهَا ؟ قَالَ : ” قُولِي : اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ ؛ فَاعْفُ عَنِّي “. هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ.

حضرت عائشې رضي الله عنها له نبي کریم صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه، که چېرته زه وپوهېږم چې دا د قدر شپه ده نو څه به وایم؟ رحمة للعالمین صلی الله علیه وسلم ورته فرمایي، چې باید په هغه وخت کې دا دعاء ووایې، اللهم انک عفو، تحب العفو؛ فاعف عني.

په اوسني وخت کې خو په بشپړه توګه الله تعالی ته رجوع کول لازمي دي، ځکه په نړیواله کچه یې یو داسې مهلک مرض پر انسانانو مسلط کړی دی، چې د نړۍ هيڅ قدرت یې مخه نشي ډب کولی، دې مهلک ویروس د مسلمانانو په ټولنیز ژوند هم خورا منفي اثر پرېباسلی دی، خاصکر د حج او عمرې د اداء کولو په وړاندې یې ننګونې ایجاد کړي او مسلمانان نشي کولی په عامه توګه دغه سپېڅلي مناسک اداء کړي؛ نو ددې مرض د لرې کېدو لپاره باید دعاء وکړو.

محترمو مسلمانانو وروڼو! رب العلمین مو ټول عبادات قبول که، الله تعالی دې موږ او تاسې ته د قدر مهتم بالشانه شپه را وویني تر څو د رب العلمین د رضا دعاء پکې وغواړو، خو هغه وروڼه او خویندې چې اوسمهال د اعتکاف په دې ستر عبادت بوخت دي، په ډېر درنښت هیله کوم چې خپلو ځانونو ته تر دعاء کولو وروسته دې د مسلمه امت په حق کې هم لاسونه لپه کوي، یقینًا نن درسته اسلامي نړۍ له ستر بحراني حالت سره مخ ده، کفارو او د هغوی غلامانو یې په وړاندې رنګا رنګ دسیسې جوړې کړي، دوی هڅه کوي چې څنګه وکولی شي، په اسلامي ټولنه کې فحشا او عریاني عامه شي، نو په همدې بختورو شپو ورځو کې په عمومي توګه د اسلامي هیوادونو او خاصکر د افغانستان د هوساینې لپاره د اخلاص دعاوې وکړئ الله تعالی مو هره دعاء قبوله که. آمین ثم آمین یا رب العلمین.