د ديني پوهې خپراوی زموږ د ټولو مشکلاتو حل دی!

سليمان سعيد غلجی اسلام د بشريت او فطرت له غوښتنو او اړتياؤ سره موافق او برابر دين دی. داسې دين چې خالق تعالی د خپل مخلوق لپاره جوړ کړی او دا چې اسلام د ژوند ټولو برخو ته شامل او کامل دی، راز يې همدا دی چې د خالق له خوا جوړ شوی. د مخلوق […]

سليمان سعيد غلجی
اسلام د بشريت او فطرت له غوښتنو او اړتياؤ سره موافق او برابر دين دی. داسې دين چې خالق تعالی د خپل مخلوق لپاره جوړ کړی او دا چې اسلام د ژوند ټولو برخو ته شامل او کامل دی، راز يې همدا دی چې د خالق له خوا جوړ شوی. د مخلوق په لاس چې څومره قوانين جوړ شوي، نه يوازې دا چې سم نه دي، بلکې هر يو يې د بشريت لپاره د هلاکت او تباهي لامل ګرځي.
که په اسلام باندې پوره عمل وشي، نه به په کور کې مشکلات وي، نه په کلي، ټولنه، هېواد او نړۍ کې. اسلام هر چا ته خپل حق ورکړی او هر چا ته يې خپل حدود ټاکلي. معنی دا چې د جنګ، جګړو، ناخوالو او هر ډول ستونزو مخه يې ډب کړې ده.
دا چې نن اسلامي نړۍ هم له جګړو، فسادونو او نورو ټولنيزو ستونزو سره مخ ده، علت يې دا دی چې مسلمانان په اسلام پوره عمل نه کوي، بلکې د کفارو په قدم روان دي، له ژوند سره يې مينه زياته شوې، اخرت يې هېر دی، عقيدې يې کمزورې شوې دي او بيا په مجموع کې د دې ټولو ستونزو لامل دا دی چې په اسلامي امت کې د ديني پوهې کچه بيخي کمه ده، بلکې په نشت حساب ده.
فکر وکړئ؛ که په يو کور کې ستونزې رامنځ ته کيږي، نو علت به يې حتماً دا وي چې اړوند اشخاص به د اسلام په چوکاټ نه وي برابر، که په کلي، ټولنه او هېواد کې مشکل راپيدا کيږي، بيا به يې هم علت همدا وي چې متخاصمينو به د اسلام له حدودو تېری کړی وي، همدغه شان که په نړۍ کې کومه ستونزه او فاجعه رامنځ ته کيږي، بيا به يې هم حتماً لامل همدا وي؛ چې د اسلام له چوکاټ څخه به تجاوز شوی وي. نو ستونزې به په دوه ډوله وي، يا به کفار په مسلمانانو تېری کوي، چې په دغه صورت کې هم علت همدا دی چې کفار الهي دين نه مني او په ځمکه کې شر او فساد خپروي. او يا که د مسلمانانو تر منځ جګړې او فسادونه رامنځ ته کيږي، نو بيا هم همدا خبره شوه چې مسلمانانو د اسلام له چوکاټ او اصولو تېری کړی او نافرماني يې کړې، نو ځکه له ستونزو سره مخ دي. معنی دا چې که اسلام سم تطبيق شي، ګرده نړۍ کې به د هر ډول شر او فساد مخه ونيول شي.
نو د کفارو خپل کار دی چې اسلام مني، که په خپل کفر پاتې کيږي. که اسلام يې ومانه، ډېره ښه او که نه نو مسلمانان بايد په ګرده نړۍ د الهي حاکميت لپاره مبارزه وکړي. کله چې په ګرده نړۍ الهي نظام حاکم شي، نو نه به پر مسلمانانو تجاوز کيږي او نه به د کفارو حقوق تلف وي، ځمکه کې به يو مخ امن او امان وي. او که چېرې کفار الهي حاکميت ته غاړه نه ږدي، بيا نو مسلمانانو ته د شر او فساد د ختمولو لپاره د جهاد امر دی، که په اسلامي امت کې د جهاد جذبه ژوندۍ وای، نن به اسلامي نړۍ له داسې ذلت سره نه وه مخ. له ژوند او دنيا سره ډېره مينه، د کفارو پيروي کول، د جهاد پرېښودل او د ديني پوهې کموالی د دې لامل شول، چې نه يوازې اسلامي امت په ګرده نړۍ د الهي نظام له قائمولو څخه غافل دی، بلکې د خپلو اسلامي خاورو ساتنه هم نه شي کولای. حد اقل که په تعرضي حالت کې نه وای، نو بايد چې خپله دفاع خو مو کړې وای!
همداراز له سياسي او نظامي مشکلاتو سربېره، نن چې اسلامي امت له څومره ټولنيزو ستونزو، بدبختيو، ناخوالو، فسادونو او بد اخلاقيو سره مخ دی، بيا يې هم عمده لامل همدا دی؛ چې په ولسونو کې ديني پوهه بيخي په نشت حساب ده، نوی نسل مو تباه دی، خدای مه کړه؛ که همدا حالت روان ؤ، څو لسيزې وروسته به ډېر خلک له خپل اسلامه هم منکر وي!
له بې ديني، شر، فساد، بد اخلاقي او نورو ستونزو څخه د امت د ژغورلو لپاره د ديني پوهې خپراوي او جهاد ته اړتيا ده. ښه مثال يې همدا زموږ هېواد افغانستان دی، دلته چې تر څو کفار حاکم ؤ، نو پوره شل کاله يې زموږ د نسل د تباه کولو لپاره تبليغات وکړل، موږ ته يې ډېر لوی مشکلات راپيدا کړل، زموږ د ميليونونو هېوادوالو اذهان يې تخريب او بې لارې کړل. دوی غوښتل چې همدا د فساد او بي ديني خپرولو لړۍ همداسې روانه وساتي، خو د جهاد په برکت وروسته له شلو کلو يې مخه ونيول شوه، اشغالګر وتښتېدل او نظام يې نسکور شو. خو دا څومره اغزي يې چې راته کرلي او د خلکو افکار يې تخريب کړي، د دوی د سمون لپاره د ديني پوهې د خپرولو او عامولو اړتيا ده.
همداسې په نوره ټوله نړۍ کې، مسلمانان هغه وخت پرمختګ کولی شي، چې په ولسونو کې د ديني زده کړې لپاره کار وشي، خلک د کفر او اسلام په توپير پوه کړل شي، د عقيدو او افکارو د سمون لپاره کار وشي، د خلکو اخلاق اصلاح شي، د اسلام ښېګڼې بيان شي، د نورو باطلو مذاهبو او قوانينو زيان او نقصان خلکو ته معلوم شي او د اسلامي نظام د حاکميت لپاره کار وشي.