د اقصى جومات  كيسه

م عبدالله طیب مسجد اقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، چې له خانه کعبې او مسجد نبوي نه وروسته درېيم مقدس مقام دی، کوم چې مسلمانان ورته په زړونو کې ستر قداست او درناوی لري. کله چې ادم علیه السلام د الله تعالی امر پرځای کړ او خانه کعبه يې ودانه کړه، بیا هغه ته […]

م عبدالله طیب
مسجد اقصی د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، چې له خانه کعبې او مسجد نبوي نه وروسته درېيم مقدس مقام دی، کوم چې مسلمانان ورته په زړونو کې ستر قداست او درناوی لري.

کله چې ادم علیه السلام د الله تعالی امر پرځای کړ او خانه کعبه يې ودانه کړه، بیا هغه ته الله تعالی د فلسطین ځمکې ته د سیر (تللو) حکم وکړ، هغه چې کله ورسېد، سمدلاسه يې د اقصی جومات جوړ کړ، نو مسجد حرام لومړی او مسجد اقصی د الله تعالی دویم کور دی چې په ځمکه کې ودان شوی، اقصی ورته ځکه وايي چې له مسجد حرام څخه لرې دی.

په صحیحینو کې له ابو ذر غفاري رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرمايي: ما وویل: اې د الله رسوله! ﷺ په ځمکه کې اول کوم مسجد جوړ شوی؟ هغه وفرمایل: مسجد حرام، ما وویل: بیا کوم؟ هغه وفرمایل: مسجد اقصی، ما وویل: د دواړو ترمنځ څومره موده وه؟ هغه وفرمایل: څلویښت کاله.

مسجد اقصی د یهودو له پيدایښت څخه مطلقاً مخکې جوړ دی او د ټولو انسانانو لپاره عبادتګاه او معبد دی، یوازې د یهودو لپاره خاص نه دی، کله چې په ځمکه کې طوفان راغی او نوح علیه السلام له خپلو ملګرو سره په کشتۍ کې سپور شو، کوم خلک چې پاتې شول، له هغوی څخه د مسجد اقصی ځای ورک و، تر هغې چې الله تعالی بیا ابراهیم علیه السلام ته لارښوونه وکړه او ځای يې ورته ورښود، نو هغه د کعبې ودانولو نه وروسته فلسطین ته مخه کړه او مسجد اقصی يې بیا تجدید کړ، د بیا تعمیر نه زرکاله وروسته، داوود علیه السلام خپل ځوی سلیمان علیه السلام ته وصیت وکړ چې مسجد اقصی له سره تعمیر کړي، بیا مسجد تر هغه ودان و، چې بُخْتِنَصر ویجاړ کړ.

پېغمبر صلی الله عليه وسلم د اسرا او معراج سفر کولو پر وخت له مسجد حرام څخه مسجد اقصی ته په بُراق باندې سفر وکړ او بيا  ټولو انبياوو ته د جمعې او امامت ورکولو وروسته له همدې ځایه د اسمانونو په سفر روان شو، د قرآن کريم په سورت اسراء کې الله تعالی داسې فرمايي: پاکي هغه ذات لره دی، چې یوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام څخه تر هغه لرې (اقصی) مسجد ته بوته، هغه چې موږ يې چاپیریال برکتي ګرځولی، ددې لپاره چې خپلې نښانې وروښیو، په حقیقت کې هماغه (الله جل جلاله) د هر څه اورېدونکی او لیدونکی دی.[الإسراء: 1]

نو مسجد اقصی یو قرآني نوم دی او اسلام نه مخکې ورته بیت المَقْدِس یا المُقَدَّس ویل کېده، یعنې سپيڅلی کور.. پدې معنا چې هلته د ګناهونو پاکوالی راته او إیلیا يې هم باله، کوم چې په حدیث کې ذکر شوی، إیلیا د بني اسرائیلو د یو پېغمبر نوم و. د نبي علیه السلام په دور کې چا په هغې کې لمونځ نه کاوه، ځکه چې نصاراوو ویجاړ کړی و، خو د مسجدوالي حکم يې په خپل ځای پاتې و.

مدينې ته د هجرت نه وروسته نږدې تر ۱۷ مياشتو پورې مسلمانانو د مسجد اقصی په لور لمونځ کاوه، بيا آيتونه نازل شول او د قبلې د تحويل حکم وشو، د مسلمانانو قبله بيت الله شريف (کعبه) وګرځېده.

مسجد اقصی د فلسطین په مشرقي سمت کې واقع دی، کومه چې اسرائيلي اشغالګرو په زور سره نیولې. دا د فلسطین په خاوره کې ترټولو ستر جومات ګڼل کيږي چې له شمال نه ترجنوب پورې تقریباً ۴۹۰ متره دی، او په پلنو شرق نه غرب ته نږدې ۳۰۰ متره دی، ټول مساحت يې  تقریباً ۱۴۴۰۰۰ متره کيږي، په دننه حصه کې تر پنځه زره زیات لمونځ کوونکي پکې ځاييږي او د مسجد بهر په برنډه کې هم زرګونه تنه خلک په یو وخت کې لمونځ کولای شي.

په نبوي احاديثو کې د دريو جوماتونو ته د عبادت لپاره سفر کولو فضيلت راغلی، مسجد، حرام، مسجد نبوي او مسجد اقصی. کله چې موسی علیه السلام وفات ته نږدې شو، نو الله تعالی څخه يې وغوښتل چې کومې پاکې او سپيڅلي ځمکې (الأرض المقدسة) ته يې نږدې کړي، امام نووي رحمه الله فرمايي: (اما د هغه لخوا چې سپيڅلې ځمکې ته د نږدې کېدو غوښتنه وه، هغه ددغې ځمکې د پرتم او شرف او هم هلته د خښو پېغمبرانو د فضیلت له وجې وه).

د سیدنا عمر فاروق رضي الله عنه په دور کې مسلمانانو چې بيا بیت المقدس فتحه کړ، نو هغه له ښار څخه د تللو په وخت کې صخره (زرينې ګنبدې) او د براق د تړلو ځای ترڅنګ د جومات د ودانولو حکم وکړ، هغه ځای کې چې هغوی لمونځ اداء کړی و، همدې جومات ته مسجد اقصی وايي، ځکه چی اقصی ورته قرآن کريم کې ویل شوي و.

په دغه زمانه کې ډېرو صحابه و همدلته د اسلام ته د بلنې او د دين خپرولو لپاره واړول، د وخت په تېرېدو سره د خليفه عبدالملک بن مروان په امر سره د مسجد بیا ودانولو پيل وشو او د هغه ځوی وليد بن عبدالملک پای ته ورساوه او ورسره تزيين او سينګار يې هم وکړ.  د عباسي خليفه ابوجعفر منصور په زمانه کې زلزلې د مسجد ځینې برخې ونړولې، چې بيا هغه بيا له سره ودان کړ.

کله چې صليبيانو بيت المقدس په لومړي ځل ونيو، نو په هغې کې يې د استوګنې لپاره ډېرې خونې جوړې کړې، نوم يې ورته معبد سليماني کېښود او د مسجد اقصی لاندې برخه يې د آسونو اصطبل وګرځوله، څاروي به يې پکې ودرول، په مسجد کې يې ډېر زیات رد او بدل وکړ.

په 583 هجري او ۱۱۸۷ميلادي کال چې کله صلاح الدين ايوبي رحمه الله بيت المقدس فتحه کړ، نو هغه د صليبيانو ټول تغيرات او ګندګۍ له منځه يووړې ، مسجد او محراب يې بيا له سره جوړ کړل، هغه د اقصی د ازادولو لپاره ۱۶ خونړۍ جګړې وکړې او بالاخره هغه د اسلام لومړۍ قبله د صليبيانو د نجس وجود څخه پاکه کړه او مسجد اقصی يې په پخواني شکل یوځل بیا تعمیر کړ.

د مسلمانانو خلاف د يهودو مکر او فريب له هيچا پټ نه دی، تاريخ ثابته کړې چې هغوی تل د انسانيت خلاف بالخصوص د مسلمانانو خلاف دښمنانه چلند غوره کړی.

کله چې مدینې ته د نبي علیه السلام هجرت وشو، څومیاشتې بعد، هغه صلی الله علیه وسلم یهودي قبائلو سره د میثاق مدینې په نوم د امن ، مساوي حقوقو او مدینې څخه د دفاع تړون لاسليک کړ، مګر هغوی ډېر ژر مسلمانانو سره کرکه او نفرت او هم يې د ختمولو لپاره هلې ځلې پیل کړې، د مکي قريشو او شاوخوا نامسلمانو قبايلو سره يې پټې دسيسې جوړې کړې خو الله تعالی هغوی ډېر ژر رسوا کړل، په مدينه کې استوګن قبايل بنو قريضه، بنو قينقاع بنو نضير، د خپل عادت سره سم د غدر او خيانت سره د عهد ماتولو له وجې څه ووژل شول او څه پسې واخيستل شول، نبي علیه السلام صحابه کرامو ته وویل: أخرجوا اليهود من جزيرة العرب. يهود له عربي جزيرې وباسئ!

څو پېړۍ مسلمانان د هغوی له شره خلاص شول، مګر دا چې مقوله ده: (الکفر ملة واحدة) کفر ټول یو ملت دی، دغه دښمني تل صليبیانو وپالله، د شلمې پېړۍ دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې لويديځ د يهودو له شرارت او رذالت څخه په تنګ راغی، نو بریطانیه چې په شیطانت کې له يهودو کمه نه وه، د اروپا له مختلفو ښارونو نه د یهودانو په راټولو سره د فلسطین غیږې ته ور واچول ترڅو له يوې خوا دوی يې له شره خلاص وي او بل خوا د مسلمانانو او اسلامي نړۍ لپاره سرخوږی وي.

په ۱۹۴۸ م کال د اسرائيلو قيام نه وروسته تجاوزګرو یهودو د فلسطین مسلمان بيچاره ولس له هغو ځمکو چې دوی ورکې له زرګونو کاله آباد و، په ډېر ظلم سره وويستل او د کمپونو تریخ د بې وسۍ او بې کسۍ ژوند ته يې مجبور کړل.

په ۱۹۶۹ کې اګست مياشت کې يو فرانسوي الاصل يهودي ډينټ مايکل روحان مسجد اقصی ته اور واچوه چې درې ساعته مسلسل د اور په لمبو کې پټ و، د مسجد جنوب ختيځه څنډو څخه ډېره برخه ولوېده او کوم منبر چې صلاح الدين ايوبي رحمه الله د بيت المقدس له فتحې وروسته محراب کې ايښی و ، هم وسوځید.

يهود پدې عقيده دي چې مسجد اقصی په يهودي عباتګاه (هيکل سليماني) باندې جوړ شوی، کوم چې روم په ۷۰یم ميلادي کال وران کړی و، دا راز هغوی د مسجد اقصی ځای ته د هيکل غره نوم ورکوي، حالانکې دوی ددې لپاره هيڅ راز دليل نه لري، دوی غواړي چې مسجد اقصی وران کړي او د دوی په اصطلاح هیکل سلیماني ورباندې جوړ کړي.

په همدې خبره یهودانو له اوو لسیزو راهیسې په مسلسله توګه د فلسطینیانو ځمکې غصب کړې او په خونړيو پېښو او جنګونو کې يې په لکونه مسلمانان شهيدان او زخميان کړل او لکونه نور يې له خپلو کورونو وويستل، او نورو هیوادونو ته يې په هجرت کولو مجبور کړل چې تر اوسه سربداله او بې سرپناه د نورو خائنو واکمنانو رحمت ته پراته دي.

د ځمکو غاصب او غلاګر یهودي رژیم چې اوس کوم وحشت د غزې په خاوره روان کړی، دا د نیمې پېړۍ د وحشتونو د لړیو یو کړۍ ده چې پدې کې د امریکا او لویديځ کفري اتحاديې ملګري ملتونو لاس ورګډ دی، هغوی تل د مظلومو فلسطيني مسلمانانو وژلو، ربړولو او بمبارولو ته حمايه کړي، هم يې پیسې او هم يې وسلې ورکړي.

اوس چې ټول لويديځ ، امريکا او ملګري ملتونه د هغوی ظلم او استبداد په رڼو سترګو ګوري، هیڅ يې په زړونو کې رحم نه راځي، د بشري حقونو دروغجن دعوه داران سرچپه يهودو ته د دفاع د ازادۍ شعارونه ورکوي او لا د مسلمانانو د ځمکو غصبولو جواز او د ظلم دوام ته يې‌ برابروي.

دا چې اقصی مسجد د مسلمانانو دی او د مسلمانانو د عزت او ناموس مسئله ګرځېدلې، یهود هیڅکله نه شي کولای چې اقصی په هیکل سلیماني باندې بدل کړي، خو دا چې اسلامي او عربي هیوادونو اکثریت حاکمان یهودو خپل غلامان ګرځولي او د اشغالګرو او غاصبو یهودانو په خلاف له خولې سوڼ نه شي ویستلای ، دا ډېره د حسرت او افسوس خبره ده، پرلپسې دوه هفتی کيږي چې د غزې په ښار بمبارۍ کيږي، تراوسه يو اسلامي یا عربي هیواد د صهیوني ظالم رژیم په خلاف نه غږ پورته کړ، نه يې خپلې اړيکې ورسره وشلولې.

کوم وخت چې صهیوني تجاوزګر د مسلمانانو جوماتونه په نښه کوي، په اقصی کې لمونځ کوونکي شهیدانوي او د سلګونو ښځو او ماشومانو وینې تويوي، همدغه وخت عربي خېټور چارواکي په رسمي سفر اسرائیلو ته ځي، ترڅو خپل روژه ماتی د یهودو په دسترخوان وکړي؛ دغسې بدبخته حاکمانو سره به آخر کله احساس پیدا کيږي چې د خپل مسلمان ورور څخه دفاع وکړي.

خو لله الحمد فلسطین لاهم مسلمان دی، هیڅکله صهیوني او یهودي کېدلای نه شي، د فلسطین هر وګړی له اقصی څخه په دفاع کې قربانۍ ته چمتو دی، په زړه کې ورته ځای لري. تاسې د غزې اوسيدونکو او داقصی مدافعینو ته وګورئ ، که د فلسطینۍ مور په مخکې خپل بچي وژل کيږي، خو هغه شکرونه باسي او وايي: فدا القدس ! فدا الأقصی! له قدس نه قربان .. له اقصی نه قربان.. یوځوان چې په اقصی کې پرلمانځه ولاړ دی، ویشتل کيږي، یوه سترګه يې لمنځه ځي، مګر هغه وايي: له أقصی دې ځار شم!.. له دا بلې سترګې هم ورته تېر یم.

د اختر لمونځ او د تکبیراتو غږونه د یهودانو په ړندو بمباریو کې خپ کيږي، مګر د اقصی څخه د ځارېدونکو همت نه کمزوری کيږي.. نه مړ کيږي .. د هغوی غیرت او شهامت په رګونو کې لا څپانده شي.

د یهودانو مسلسل ړندو بمباریو سره سره د حماس سرښندونکو د اقصی په دفاع کې په صهيوني خروړو هسې رمباړې جګې کړې او د څپېړې وار يې په سوک ورکړ، د ۸۰۰ بمونو په مقابل کې ۱۸۰۰ توغندي ور وار کړل.

بالآخره هغوی د مسجد اقصی څخه په دفاع او سرښندنو سره صهیوني رژیم ته ثابته کړه چې اقصی اسلامي دی.. تل به اسلامي وي .. او هیڅکله به صهیوني او یهودي نجس وجود د فلسطین په سپیڅلې خاوره ونه زغمي..!! او هم يې عربو غلامو حاکمانو ته په پېغور پرېښودلو سره وښودله، چې د اقصی دفاع یوازې موږ وکړه او بس.. پای

له مورچل مجلې څخه په مننې.