د اسلام له ښېګڼو خلک خبر کړئ!

سليمان سعيد غربيان اوس ډېر هوښيار شوي، داسې پلانونه جوړوي، چې پايلې يې اوږد مهاله، يا هم تلپاتې وي. معنی دا چې اوس د دوی ټوله توجه د نويو نسلونو روزنې ته ده، دوی غواړي د اسلامي امت نوی نسل په خپله غېږ کې واخلي او په خپلو افکارو يې وروزي. دوی پوهيږي چې نوی […]

سليمان سعيد

غربيان اوس ډېر هوښيار شوي، داسې پلانونه جوړوي، چې پايلې يې اوږد مهاله، يا هم تلپاتې وي. معنی دا چې اوس د دوی ټوله توجه د نويو نسلونو روزنې ته ده، دوی غواړي د اسلامي امت نوی نسل په خپله غېږ کې واخلي او په خپلو افکارو يې وروزي.

دوی پوهيږي چې نوی نسل د يو هېواد او ټولنې راتلونکی جوړوي، نو که اوسني اشخاص او حاکمان د دوی د ګټو خلاف هم وي، خو چې نوی نسل يې دوی روزلی وي، نو معنی دا چې د ياد هېواد راتلونکې د دوی (استعمارګرو) په کنټرول کې ده.

ځکه خو لګيا دي، په ملياردونو ډالر هر کال په بېلا بېلو نومونو مصرفوي، تر څو د اسلامي امت ځوانان په خپله نظريه تربيه کړي. دوی موخې ته د رسېدو لپاره ډېر زيات زيار ګالي، د افريقا صليبي هېوادونه يې پرې ايښي (چې بحران اوج ته پکې رسېدلی) خو درګرده لګيا دي، په اسلامي نړۍ کې د بشري حقوقو، ماشومانو حقوقو، ښځينه حقوقو، خيريه مؤسسو او تعليمي ادارو په نومونو کار کوي او خپل اهداف تر لاسه کوي، همداراز اسلامي نړۍ ته تعليمي بورسونه ورکوي، تر څو د اسلامي امت تعليم يافته ځوانان او کدرونه خپلې غېږې ته ورغونډ او بيا يې په خپلو باطلو افکارو وروزي، نو په دې توګه به د اسلامي نړۍ راتلونکي حاکمان ټول د دوی شاګردان او مريدان وي.

دوی د همدغې موخې لپاره هر کال بې شمېره پيسې په تبليغاتي اړخ هم لګوي، هر هېواد ته يې د هغوی په ژبه رسنۍ جوړې کړې دي، څلورويشت ساعته خپرونې کوي او د بيان ازادۍ تر نامه لاندې داسې زهر شيندي، چې ملتونه تباه کوي، خو ډېر لږ خلک يې په زيان او اثراتو پوهيږي، نور عام ولس د دوی له ناوړه پلانونو ناخبره، باور پرې کوي او پرې غوليږي.

ځکه خو اوس امام يو څه وايي او مقتديان يې بل څه. د علماؤ او عوامو تر منځ دغه نظرياتي واټن همدغو رسنيو رامنځ ته کړی. ټوله ورځ لګيا وي خپل ناوړه پلانونه ټکی ټکی د خبرونو تر سرليک لاندې تطبيقوي.

همدا اوس که ازادي، امريکا غږ، ډېوه او بي بي سي راډيوګانو ته غوږ شئ، زموږ خپل پښتانه يې پکې کښېنولي او د غربيانو له لايحې سره سم لګيا دي، په نيم ساعت کې شل داسې راپورونه خپروي، چې هر يو يې مستقيماً د ملتونو تباهي ته لاره هواروي.

د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال هغوی فقط نظامي برخې ته توجه کوله، مګر غربي یرغلګرو تبليغاتي اړخ ته هم پوره پوره توجه کوله او دا دی د نظامي اشغال تر ختمېدو وروسته هم لګيا دي تبليغاتي برخه يې ښه په درز کې چليږي.

نو که غربيان په تبليغاتي برخه کې په تعرضي حالت کې قرار لري، نو موږ خو بايد اقلاً دفاعي حالت کې واوسو. همدا اوس موږ د دوی د تبليغاتو له امله څومره مشکلاتو سره مخ يو؟ که چېرې همداسې د دوی تبليغات دوام وکړي او موږ چپ يو، نو ډېرو لويو او نه قابو کېدونکو ستونزو سره به مو مخ کړي، بيا به مو هيڅ په وس نه وي پوره. کله چې پوره يو ولس باغي شي، بيا نو هيڅ شی امکان نه لري.

ځکه خو لازمه ده چې ټول پوه او هوښيار خلک له هرې ممکنه لارې د ولس د عامه پوهاوي لپاره لاس په کار شي، خپل ولس د غربيانو په شومو ارادو خبر کړي او مقابل کې يې د اسلام او اسلامي نظام ښېګڼې او فوائد ورته بيان کړي.

د غربي کلتور او ثقافت نيمګړتياوې دې خلکو ته په ګوته کړي، د هغوی اصلي ژوند دې خلکو ته وښايي او په هره برخه کې دې د غربيانو د باطلو نظرياتو ځواب ووايي.

په دې برخه کې تر ټولو دروند مسؤليت د حکومت دی، چې بايد تبليغاتي برخې ته پراخه توجه وکړي، علماؤ، استادانو او باخبره اشخاصو ته د تبليغاتي جګړې سنګرونه برابر کړي او د خپل ولس او نوي نسل د سالمې روزنې لپاره دې خپل ټول توان او امکانات په کار واچوي. که نه خدای مه کړه، بيا به ولس په يوه او حکومت په بله روان وي او د ولس له اصلاح پرته، فقط د نظام اصلاح هيڅ فايده او هيڅ دوام نه شي کولای.