د اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو ساتونکي ځواک ته اړتيا

فاتح افغان عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه ستر عبقري سياست پوه و، د روميانو په غدرونو، چالاکيو او خباثت ډېر ښه پوهېده، ځکه يې يو ځل اسلامي لښکر ته په خپله وينا کې داسې وويل: ”آسونه مو ښه ماړه او خړوب ساتئ، څاربه يې کړئ، ساتنه يې وکړئ او قدر يې […]

فاتح افغان
عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه ستر عبقري سياست پوه و، د روميانو په غدرونو، چالاکيو او خباثت ډېر ښه پوهېده، ځکه يې يو ځل اسلامي لښکر ته په خپله وينا کې داسې وويل: ”آسونه مو ښه ماړه او خړوب ساتئ، څاربه يې کړئ، ساتنه يې وکړئ او قدر يې وکړئ؛ ځکه دا له دښمن څخه ستاسې ډال دی او د همدې په برکت غنيمتونه لاسته راوړئ.“

يوازې په وينا بسنه نه کوي بلکه عملي اقدام کوي او ورته وايې، ”پوه شئ زه د سړيو په څېر ستاسې آسونه هم نندارې ته وړاندې کوم، چا چې بې موجبه خپل آس ډنګر کړی وي هغومره به يې وظيفه ښکته کوم.“

وړاندې ورته وايې، ”پوه شئ چې تاسې تر قيامته پورې په رباط کې ياست ځکه شاوخوا مو دښمنان زيات دي، د هغوی زړونه ستاسې خاورې ته هوسيږي، ستاسې ځمکه د لوی خير، فصلونو، معدنياتو او برکتونو څخه مالا مال ده. تاريخ مدينة دمشق

د عمرو بن العاص رضي الله عنه دغې وينا ته موږ افغانان نن سبا ډيره اړتيا لرو، چې بايد په حافظه کې يې نقش وساتو او عمل پرې وکړو، ځکه د افغانستان جيو ستراتيژيک موقعيت د دې لامل شوی چې وخت پر وخت له بهرنيو يرغلونو او مداخلو سره مخ وي، يو لور ته د مقابلې لپاره د افغانانو نه چمتو والی او د دفاع لپاره لازم تدابير او اسباب نه لرل او بل لور ته د وخت حاکمان او ځواکونه د يرغلګرو په صف کې درېدل د دې لامل شوي چې افغان ولس له ډول ډول کړاوونو او ناخوالو سره لاس او ګريوان کړي، چې غميزه يې آت لسيزو ته غځیږي.

د بهرنيو يرغلونو پر مهال په اسلامي او ملي روحيه روزل شوی ځواک نه لرلو څخه په استفادې يرغلګر راولاړ شوي له خپلو غلامانو څخه يې بانډونه تنظيم کړي، د ملي مختاړۍ يې ورسره سريښ کړي او د افغانانو وژنې ته يې په شا ټپولي دي، چې ښه بېلګه يې د امريکايي ښکېلاک له نطفې څخه د زېږېدلو پوځي بنسټونو ده.

خبره يوازې تر بهرنيو يرغلونو او مداخلو پورې محدوده نه ده؛ په کور دننه هم افغانانو ته د دښمن سازۍ هڅې روانې دي، د سي آي اې وحشي مليشې، د مذهبي جګړو اور ته د لمن وهلو لپاره تشکيل شوې دي او دا د راتلونکي لپاره هغه چيلنجونه دي چې که افغانان يې د تسخير او مهار کولو لپاره مناسب ځواک ونلري له يو ستر ناورين سره به مخامخ شي.

له نېکه مرغه داسې ښکاري چې د جهادي مقاومت مشرانو دا ضرورت درک کړی، په اسلامي او ملي روحيه د روزل شوي ځواک د تنظيم او انسجام لپاره يې هڅې ګړندۍ کړي، په دې وروستيو کې موږ د فاتح ځواک په نامه پر پوځي مانورو او تکتيکونو احتوا کوونکو دوو ویډیویي اصداراتو شاهدان يو، چې د طالبانو د اسلامي تحريک له لوري نندارې ته وړاندې شول او د طالب جنګياليو د عالي نظم او دسيپلين ښکاروندويي يې کوله.

په دغو ویډیویي اصداراتو کې د طالب مشرانو له پيغامونو جوتيږي چې هغوی د دغسې يو قوي ځواک تنظيم، تجهيز او په پښو درولو ته پوره متوجه دي او په هيڅ صورت ورڅخه تېريدونکي نه دي؛ ځکه د تيرو دوو جهادونو د مليونونو شهيدانو د ارمانونو تحقق او په ټوله کې د اسلامپالو بقاء تر همداسې يوه ځواک پورې تړلې ده.

د لبنان يو تن عالم سراج الدين زريقات يو کال وړاندې پر خپل ټيلګرام چينل ليکلي و، چې د لبنان مفتي حسن خالد د لبنان صدر اعظم رفيق الحريري ته يو ځل وويل، ”که غواړې په لبنان کې اهل السنت (سنيان) وساتې، نو لازمه ده چې د سنيانو يو پنځوس زره کسيز ځواک تشکيل کړې، رفيق حريري د مفتي حسن خالد دغه خبره ونه منله نتيجه يې هغه ده چې له دېرش کالو را په دېخوا يې مشاهده کوو.“

منو چې د دې ځواک په تنظيم، تجهيز روزنې او سمبالونې به ډير زيات لګښت راځي خو دې هر څه ته له غاړې کېښودلو پرته بله چاره نشته، د نړۍ ټول هيوادونه تر ټولو زيات لګښت په دفاعي او پوځي چارو کوي او د دې ثمره يې هم ترلاسه کړې او د دښمنانو له شر څخه يې ځانونه خوندي ساتلي دي.

له شهامت مجلې څخه په مننې.