خپل ځانونه وپيژنئ ـ يوولسمه برخه

ليکوال: علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله ژباړن: نسيم زاده د ديني طالبانو مقام: (د سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله دغه ليکنه په ۱۹۵۶ میلادي كال د دارالعلوم ديوبند طالبانو ته په يوې غونډې کې ویل شوې وه، چې وروسته د کوچنۍ کتابچې په بڼه چاپ ته وسپارل شوه په دې ليکنې کې دعوت ته […]

ليکوال: علامه سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله
ژباړن: نسيم زاده

د ديني طالبانو مقام:
(د سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله دغه ليکنه په ۱۹۵۶ میلادي كال د دارالعلوم ديوبند طالبانو ته په يوې غونډې کې ویل شوې وه، چې وروسته د کوچنۍ کتابچې په بڼه چاپ ته وسپارل شوه په دې ليکنې کې دعوت ته چمتووالی او دين ته د خدمت کولو څرنګوالی تر بحث لاندې راغلي دي)

تاسو ديني طالبان ياستى او زه هم له ډيرو اوږدو مودو را په دېخوا په مدرسو کې د خادم په بڼه ژوند تيروم نو ځکه به د تکلف او شرم پرته د خپلو تجربو لاس ته راوړنې له تاسو سره شريکې کړم او د ژوند ډير ارزښتناک سوغات به مې در ته ډالۍ کړم.

له کوم ځايه چې تاسو پر ما اعتماد کړى دى زه هم هڅه کوم ستاسو د هيلو سره سم پر مخ لاړ شم، نو له دې مختصر وخت څخه چې ما ته مو راکړى دى تر ډيره زياته حده به ګټه واخلو، په حقيقت کې ستاسو وخت ډير ارزښتناک دى او هره دقيقه يې د کلونو کلونو په څير ارزښت لري.

مدرسه څه شى ده؟
په اول ګام کې بايد پوه شئ چې مدرسه يعنى څه؟ او دنده يې څه شى ده؟ مدرسه يعني د انسانيت جوړولو او انسان سمولو کارخونه؛ داسې ځای چې د سپېڅلي دين داعيان او د اسلام سرتيري اتلان پکښې روزل کيږي، مدرسه يعني د اسلامي نړۍ د واکمنۍ ستر مرکز چې له دې ځاى څخه اسلامي نړۍ او انسانيت ته ځلا او رڼا خپريږي.

مدرسه داسې کارخونه ده چې د انسان زړه او دماغ پکښې روزل کيږي، مدرسه داسې ځای دى چې له هغه ځای څخه ټوله نړۍ او پکښې بيلا بيل موجودات تر کره کتنې او نظارت لاندې کښېوځي، د مدرسې امر پر ټوله نړۍ باندې د منلو او تر سره کولو وړ امر دى، خو هيڅ څوک پر مدرسې باندې واکمنتيا نشي تر لاسه کولاى، مدرسه د پېړيو تر معلومو وختونو او خاص کلتور پورې ځانګړتيا نه لري چې د وخت په تېرېدو اعتبار له لاسه ورکړي، مدرسه په حقيقت کې د محمدي ﷺ نبوت سره بې کږلېچه اړيکې لري په همدې دليل مدرسې د پخوانيو او اوسنیو بحثونو څخه پورته د پرمختګ، خوځښت او ثبات مرکزونه ګڼل کيږي ځکه چې محمدي نبوت ابدي او تل پاتې دى.

د مدرسى مسئوليت
د قدر وړ وروڼو! زما له انده د يوې مدرسې په حق کې هيڅ تعبير دومره زيانمن او تخريب کونکى نه دى لکه څوک چې مدرسې ته د موزيم او پخواني يادګار ټکی وکاوري، دا ځکه چې مدرسه ډير غښتلى مرکز دى چې د پرمختګ، خوځښت، خوشحالۍ او تقدم څخه ډک دى له يوه اړخه د محمدي نبوت سره او له بل اړخه د نړۍ او ژوندون سره اړيکې لري، مدرسه د محمدي نبوت له چينې څخه اوبه اخلي او د ژوندون کښت پرې خړوبوي، رښتيا هم چې نبوي چينه هيڅ کله نه وچيږي او بشريت له دې چينې څخه د استغناء احساس هیڅکله نه شي ترلاسه کولاى، يو لور ته د ” إنما أنا قاسم و الله يعطي ” او بل لور ته د ” هل من مزيد هل من مزيد ” نارې پورته کيږي.

مدرسه د نړۍ په کچه له دومره خوځښت څخه ډکه اداره ده؛ چې د ژوندون له بيلا بيلو واقعاتو او د جهان له ټولو انقلابونو سره تړاو لري او د ژوندون په ټولو اړخونو کې وه انسانانو ته لارښوونې کوي له همدې کبله انسان او هره اداره د ځان هوسا کولو حق لري خو دا مسافر هيڅ کله د ځان هوسا کولو او دريدو اجازه نه لري.

که نړۍ او ژوندون له حرکت څخه ودريږي مدرسه هم حق لري چې د حرکت کولو څخه پاتې شي لکن نړۍ او ژوندون دواړه په صحيح توګه د حرکت په حالت کې دي نو مدرسه چې د هغوی رهبريت او لارښوونه کوى څنګه به د درېدو حق ولري؟

له همدې مرکز څخه وه هغه بشريت ته چې هره ورځ نویو او تازه پرمخګتونو ته لاس رسى پيدا کوي امرونه صادريږي، د بيلا بيلو وضعيتونو په مقابل کې د مدرسې شاتګ او د لارښوونې څخه ځان ساتنه د ځان وژنې او د بشريت په حق کې د جفا سره برابره خبره ده.

نور بيـا ان شآء الله……