د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې د روسیې د دفاع وزیر د څرګندونو په تړاو د ا. ا. ا. د ویاند څرګندونې

د افغانستان اسلامي امارت د روسیې فدراسیون د دفاع وزیر سرګي شایګون هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې له افغانستان څخه وسلوالې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ پيښوي. د افغانستان اسلامي امارت نه یواځې داچې له کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینک کړی، بلکې په سیمه کې هم […]

د افغانستان اسلامي امارت د روسیې فدراسیون د دفاع وزیر سرګي شایګون هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې له افغانستان څخه وسلوالې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ پيښوي.
د افغانستان اسلامي امارت نه یواځې داچې له کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینک کړی، بلکې په سیمه کې هم امنیت او ثبات د خپل اقتصادمحوره بهرني سیاست سره مرستندوی بولي او په هېڅ صورت نه غواړي امنیتي ګواښونه موجود وي.
د روسيې هیواد مسئولین باید متوجه وي چې، په تېرو څه کم دوو کلونو کې نه یوازې دا چې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ د کوم هېواد امنیت له ګواښ سره نه دی مخ شوی، بلکې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په بشپړ قاطعیت سره په افغانستان کې د داعش فتنه‌ګرې ډلې پاتې شوني تصفیه کړي.
اسلامي امارت د یوه مسؤول حکومت په توګه چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ضد وکارول شي او له نورو هېوادونو څخه، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو څخه هم تمه لري چې د خپلو هغو اتباعو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو پېښو لپاره د دا خلېدو هڅه کوي.
په تأسف سره باید ووایو چې په افغانستان کې د نا امنۍ څو وروستۍ پېښې د سیمي د ځینو هېوادونو د اتباعو له لوري ترسره شوي دي، دا ستونزه ایجابوي چې دغه حکومتونه خپل مسؤولیت ادا کړي.
د افغانستان د امارت ویاند ذبیح الله مجاهد
۱۰/۱۰/۱۴۴۴هـ ق
۱۰/۲/۱۴۰۲هـ ش ــ ۲۰۲۳/۴/۳۰ م