په تیره یوه اونۍ کې د کابل ادارې عسکرو په ملکي خلکو ۲۶ بریدونه کړي چې له امله يې ۶۸ تنه ملکيان شهیدان او ټپيان شوي دي

د جنګي جنایاتو او وحشتونو په دوام، د کابل ادارې عسکرو په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې په ملکي خلکو باندې ۲۶ ځله هوايي او ځمکني مخامخ او قصدي بریدونه ترسره کړي دي. دغه بریدونه په کنړ، لوګر، خوست، بلخ، غزني، تخار، پکتیا، کندهار، لغمان، میدان ورګو، پروان، دایکندي، کندز، […]

د جنګي جنایاتو او وحشتونو په دوام، د کابل ادارې عسکرو په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې په ملکي خلکو باندې ۲۶ ځله هوايي او ځمکني مخامخ او قصدي بریدونه ترسره کړي دي.
دغه بریدونه په کنړ، لوګر، خوست، بلخ، غزني، تخار، پکتیا، کندهار، لغمان، میدان ورګو، پروان، دایکندي، کندز، بادغیس، ننګرهار، هرات، بدخشان، بغلان، ارزګان، جوزجان، پکتیکا، فاریاب، فراه او سرپل ولایتونو کې شوي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي، ۳۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
همدا ډول د ملکي خلکو ۳۴ بابه کورونه او دوکانونه ، ۱باب مسجد، ۱ باب مدرسه، ۲ بابه کلنیکونه تخریب شوي، ۲۴ رأسه مواشي وژل شوي، ۶۰ د لمریزې بريښنا هندارې چور شوي، ۱ موټر ویجاړشوی او ۲۰۰۰ کورونه خپلو مینو پريښودلو ته اړې شوې دي.
اسلامي امارت یاد وحشتونه او په جګړو کې د ملکي خلکو هدف ګرځول غندي، له نړیوالو بشري او حقوقي نهادونو اومسئولو سازمانونو څخه غواړي چې دغه بشري ضد جنایات وغندي او د مخنیوي لپاره يې خپل مسئولیت ادا کړي.
د یادو بریدونو تفصیلات او جزئيات د اسلامي امارت په رسمي سایټ الامارة کې کتلی او تعقیبولی شئ.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۸/۴/۱۴۴۲هـ ق
۱۳/۹/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/12/3م