په ۲۰۱۷ کال کې د دښمن لخوا پيښ شوي جنایات او د زندانونو وضعیت

سید سعید  په ۲۰۱۷کال کې دهیواد په لر اوبر کې دیرغلګرو او کابل ادارې په بمباریو، شپنیو چاپو، ډرون حملو او توپچي بریدونه کې په زرګونو ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي. کورونه، دوکانونه او سیمه ییز بازارونه ویجاړ شوي، مدرسې، ښوونځي او کلینیکونه بمبار شوي او په مختلفو بڼو وران شوي دي.همداراز په […]

سید سعید 

په ۲۰۱۷کال کې دهیواد په لر اوبر کې دیرغلګرو او کابل ادارې په بمباریو، شپنیو چاپو، ډرون حملو او توپچي بریدونه کې په زرګونو ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي. کورونه، دوکانونه او سیمه ییز بازارونه ویجاړ شوي، مدرسې، ښوونځي او کلینیکونه بمبار شوي او په مختلفو بڼو وران شوي دي.همداراز په زرګونو عام وګړي د طالبانو سره داړیکو یا خپلوۍدرلودلو په تور نیول شوي او په پټو او ښکاره زندانونو کې شکنجه شوي دي.

په ځانګړې توګه دافغانستان لپاره د ټرمپ دنوې جنګي ستراتیژۍ له اعلان سره په بمباریو او شپنیو چاپو کې ډیر زیاتوالی راغلی،د پنټاګون داعتراف له مخي  د افغانستان پر کلیو اوبانډو  یې د سپټمبر په میاشت کې ۷۱۵ بمونه غورځولي او دډسمبر په ۲۰ ورځو کې یې هم ۷۵۱ هوایې بریدونه کړي دي. په یادو شوو بریدونو کې  د سر زیات زیان ولسي وګړو ته رسیدلی،عام المنفعه ځایونه ویجاړ شوي او دخلګو مالونه له منځه تللي دي.

په ۲۰۱۷کال کې د زندانونو او زندانیانو وضعیت:

اشغالګر او کابل اداره له زندانیانو سره د ټولو جنګي قوانینو او بشري حقونو خلاف عمل کوي، دوی په پرله پسې توګه محبوسین شکنجه کړي او په کلونو کلونو یې  بې محاکمې په بندخونو کې په ډير ناوړه حالت کې ساتلي دي.

 متاسفانه د بشري حقونو ټولنو او سازمانونو دبندیانو په اړه خپل مسؤلیت سم نه دی اداء کړی، ځکه له زندانیانو سره د بد چلند په اړه یې چوپتیا غوره کړې او په ډيرو کمو مواردو کې یې  هغه هم ډير وروسته غبرګون ښودلی دی.

د هیواد په مختلفو برخو کې یرغلګر او کابل اداره پټ او ښکاره زندانونه لري، په څرګندو زندانونو کې مشهور یې (بګرام، پلچرخي اوکندهار) زندانونه دي.داشغالګرو او ګوډاګیانو ترلاس لاندي په ټولو زندانونو کې هیڅ ډول قانون او بشري پرینسپونو ته درناوی نشته، د بندیانو  شکنجه کول، رواني ځورونه،ادارې فساد، ناسم غذایې رژیم،چټل چاپیریال، د ډاکټر او درملو نشتوالی د یادشوو زندانونو ځانګړتیاوي!! دي.

په ځانګړې توګه بګرام زندان کې ډير بوږنونکی حالت حاکم دی، بندیانوته  دافغاني کلتور او شرعي خلاف جامې ور اغوستل کیږي، له کورنیو سره په میاشتو میاشتو دبندیانو ملاقاتونه ځنډول کیږي،بې کیفیته اوکم خوراک ورکول کیږي چې له امله یې بندیان په مختلفو ناروغیو اخته شوی،داړتیا پر مهال د ډاکټر او دواء نه شتون، ورزش او اړین قدم وهلو ته نه پاملرنه، دزندان د ساتونکو له لوري بندیانوته  سپکې سپوري ویل،د عبادت، تلاوت اوارام په وخت کې  مزاحمت اوشور  جوړول او دمطالعې اوسالمي بوختیاوخت نه ورکول بګرام زندان کې  حاکم وضعیت  تشریح کوي.

د روڼتیا دڅار ادارې په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې چې دافغانستان  په زندانونو کې غیر انساني چلند روان دی، په راپور کې ذکر شوي چې د ې وروستیو کې د زندانیانو سره ناوړ ه او غیر انساني چلند اوج ته رسیدلی،بندیان لومړنیو  منل شوو حقونو ته  هم لاس رسی نه لري.

دڅار ادارې د بېلګې په توګه د څر خي پله ، میدان وردګ او بغلان ولایتونو د لویو محبسونو وضعیت ته په اشاره یلي چې: په یادووشوو زندانونو کې اسیران صحي اوبو، خوراک، درملو او نورو اړینو موادو او توکو ته لازم لاس رسی نه لري،ډيری بندیان چې د بند ټاکل شوې موده یې پوره کړې ، لاهم په زندانونو کې بې برخلیکه  پراته دي. بله جدي ستونزه داده چې په دې محبسونو کې د ظرفیت دوه برابره اسیران ساتل کیږي او ودانۍ په داسي غیرمعیاري ډول جوړي شوي چې هره شېبه یې دنړیدو او پکې داور لګیدو ویره شته، په لویه کې زندانونه د بشري حقونو د پایمالولو په مرکزونو بدل شوي دي.

د یرغلګرو او کابل رژیم په ټولو زندانونو کې غیر انساني چلند جاري دی،په تېره له سیاسي اسیرانو سره د جینوا دکنوانسیون او نورو بشري میثاقونو تخلف اوج ته رسیدلی،داسي اسیران شته  چې یوه لسیزه یې زندان کې تېره کړې،خو تراوسه داسي څه نه دي پرې ثابت شوي چې مجرم وبلل شي، زیاتره بندیان له شواهدو پرته یوازي د شک اوتور له مخي نیول شوي او په کلونو- کلونو د زندان په تورو تیارو کې ساتل شوي دي،له کلونو حبس وروسته چې  هم پرې لګول شوي تورونه  نه دی ثابت شوی بیا هم د  زندان دتورو تمبو شاته ساتل شوی دي.

بله لویه ستونزه داده چې دکابل ادارې د نورو اورګانونو په څېرپه زندانونو کې هم  ادارې فساد خورا لوړې کچې ته رسیدلی،د قاضیانو، څارنوالانو او وکیلانو یوه لویه مافیا فعاله ده،ښکاره قاتلان، غله او د بشري حقونو ستر ناقضین د پیسو په بدل کې خوشي کوي، مګر مظلوم او بې وسه بندیان په کلونو حبس محکوموي.

په ۲۰۱۷ کال کې پر مدرسو،دیني عالمانو، ښوونځیو او استادانو بریدونه:

د جنوري په ۱۲مه د بدخشان ولایت مرکزفیض اباد اتمي حوزې مربوط په  خمبیل سیمه کي اربکیانو یوې دیني مدرسې ته اور ورته کړی،په پیښه کي قران کریمونه،کتابونه او نور درسي توکي سوځول شوي دي.

د جنوري په ۱۵مه دکندز ولایت دخان اباد ولسوالۍ داخلي عسکرو درې تنه استادان او دوه زده کونکي بندیان کړي دي.

د فبروري په ۲۵مه د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند بسرام سیمه کي  دمولوي حبیب الرحمن  پر لیسه  د داخلي عسکرو د هاوان په په برید کي دوه زده کونکي شهیدان شوي او د یوه ښوونکي په ګډون اووه تنه زده کونکي ژوبل شو ي دي.

د فبروري په ۲۶مه د کندز ولایت د مرکز مربوط په بز کندهاري سیمه کي یرغلګرو دکورنیو عسکرو سره په ګډه چاپه کي یو ملا امام شهید کړی او یو شمېر ولسي وګړي یې اسیران کړي دي.

دمارچ په ۵مه د بلخ ولايت د البرز ولسوالۍ په سردره سیمه کي داخلي عسکرو دچاپې په مهال یو جومات په بمونو الوزولی او لس تنه ولسي وګړي یې تر وهلو وروسته بندیان کړي دي.

د مئ په ۶مه دبدخشان ولایت په  اشکاشم ولسوالۍ کي داخلي عسکرو دوه تنه استادان(مولوي امرالدین او قاري بشیر احمد) چې د وردوج ولسوالۍ د قلات سیمي په یوه دیني مدرسه کي  استادان وو،تر نیولو وروسته شهیدان کړي دي.

دجون په ۹مه دفراه ولایت  دفراه رود ولسوالۍ دپله په سیمه کې ځایې پولیسو دمدرسې یو شاګرد شهید او بل ټپي کړی دی.

دجولای په ۱۵مه  د کندز ولایت  مرکز کې   پامیر هوټل ته  نژدې د یرغلګرو په  هوایې برید کې ځایې مکتب ویجاړ شوی.

د سپټمبر په ۱۱مه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په  شیرسیمه کې  اربکیانو  دوه تنه طالب العلمان شهیدان کړي او یو تن یې ټپي کړی دی.

د سپټمبر په ۱۵مه  دبغلان ولایت د برکې ولسوالۍ په مرکز کې داخلي عسکرو دمولوي کمال الدین دیني مدرسه کې سنګر نیولی او د مدرسې دیوالونه یې سوري کړي او زیات زیان یې ورته اړولی دی.

د سپټمبر په ۱۶مه د پکتیاولایت د زرمت ولسوالۍ په  اوریاخېلو سیمه کې  اربکیانو دځایې  ښوونځي ښوونکی( معلم جان محمد) شهید کړی او دنوموړي دوه زامن یې ټپیان کړي دي.

د سپټمبر په ۱۵مه  دبغلان ولایت د برکې ولسوالۍ په مرکز کې داخلي عسکرود ولسوالۍ مرکزي لیسه او د دغي ولسوالۍ اړوند فلول سیمه کې یو باب متوسطه ښونځی هم  له تیرو څلورو میاشتو راهیسي د زده کونکو په مخ تړلي او قرارګاوي یې په کې جوړي کړي دي.

 د سپټمبر په ۱۷مه د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ په  بالای سیمه کې داخلي عسکرو یو دیني عالم(  عبدالهادي اخندزاده) شهید کړی  او یو زوی او میرمن یې ور ټپیان کړي دي.

د سپټمبر په ۲۷مه  دبادغیس ولایت ددره بوم ولسوالۍ بازارته څیرمه د داخلي عسکرو دهاوان په بریدکې د ځایې مدرسې دوه تنه طالب العلمان شهیدان شوي دي.

داکتوبر په ۲۲مه د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په  تنګي سیمه کې  اشغالګرو چاپه وهلې، د حمدالله او لطف الله اخوندزاده  په نوم  ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي، دماشومانو او یوې میرمنې په ګډون یې د یادي شوې کورنۍ لس تنه غړي د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

داکتوبر په ۲۲مه دزابل ولایت دشاجوی اونوبهار ولسوالیوترمنځ دلوړمرغې دغټ بټخیلو په سیمه کې یرغلګرو پر یو مسجد بمبار کړی، درې تنه طالب العلمان یې  پکي شهیدان کړي او په پنځه تنه کلیوال یې بندیان کړي دي

.  داکتوبر په ۲۲مه  یرغلګرو دداخلي عسکرو په ملګرتیادغزني ولایت دناوي ولسوالۍ د څادرو مانده په سیمه کې چاپه وهلې،اشغالګرو دچاپې په مهال دروحاني مشر قطب الله اخندزاده په شمول درې تنه  ملکي هیوادوال  شهیدان  کړي اود یوې میرمنې په ګډون  یې  دنوموړي کورټول ماشومان له ځان سره وړي دي.

دنومبر په ۱۷مه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په  ملاعلیم کلي کې  اشغالګرو د داخلي  عسکرو په ملتیاچاپه وهلې،دوې مدرسې او کورونه یې تلاشي کړي او دمدرسې د زده کونکو په ګډون یې پنځه تنه ولسي وګړي بندیان کړي دي.

دنومبر په ۲۰مه  د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ مرکیخېلو سیمه کې  اشغالګرو د داخلي عسکرو په ملتیا چاپه وهلې،یوتن دیني عالم (مولوي صاحب شیریندل) یې شهید کړی او درې تنه نور ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.

دنومبر په ۲۲ مه  د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په عمر خيلو کلي کې یرغلګرو او داخلي عسکرو پر يوې ديني مدرسې چاپه وهلې، دځایې خلګو په ویناګډو ځواکونو اته تنه واړه طالبان او حافظان راټول کړي، دېوال ته یې کښېنولي او بیا پر سر- سر ویشتلي دي.

دنومبر په ۲۶مه یرغلګرو ځواکونو د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په چار باغ  او امبیړسیمو  کې دیو دیني عالم په ګډون پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او درې نفره  بندیان کړي دي.

دنومبر په ۲۸مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ کې یرغلګرو دچاپې په مهال دمکتب څلور تنه استادان بندیان کړي دي.

په ۲۰۱۷کال کې پر کلینیکونو او عام المنفعه ځایونو بریدونه:

داپریل دمیاشتي  په لومړۍ نیټه داخلي عسکرو د هلمند د مرکز مربوط په  باباجي  سیمه کي چاپه وهلې،  یو کور او یو روغتون یې  په بمونو الو زولي، لس تنه ملکي هیوادوال یې چي اکثر یې کوچنیان دي شهیدان کړي دي.په یاده شوې پیښه  کي ملکي مرګ ژوبله د هلمند چاوراکي هم تائیدوي.

داپریل په ۸مه د لغمان ولايت مرکز مهترلام ته نژدې د قومندان شريف په مشري عسکرو دمهترلام او علیشنګ ترمنځ پول په بمونو الوزولی دی، قوماندان دغه پل په دې پلمه نړولی چي طالبان تګ راتګ پرې کوي.

د نومبر په ۹مه  د پکتیاولایت د زرمت ولسوالۍ د مموزو په  جانکخېلو سیمه کې  اشغالګرو د داخلي  عسکرو په ملتیا په یوه کلینک او د بازار په دوکانونو چاپه وهلې،دکلینیک چوکۍ، کړکۍ او نور مهم آلات  او لوازم  یې ویجاړ کړي دي.

دډسمبر په ۸مه د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د کابل رژیم  عسکرو او پولیسو یو صحي کلینیک چور  کړی، ټول صحي سامان آلات، ادویه، چپرکټونه، د برق ماشین او نور لوازم يې وړي دي.یادشوي کلینیک د سور صلیب له خوا اکمالیده او دهمدې سیمي دخلګو ددرملنې یوازینی روغتیایي مرکز و، چې د رژیم دوسله والو له لوري چور او او فعالیت یې فلج شو.

د ډسمبر په ۱۰ مه یرغلګرو  دداخلي مزدورانو په ملتیاد میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد په نوري او کودي سیمو کې چاپې وهلي، د کورونو دروازې یې ماتي کړې، کورونه یې تالاشي کړي، خلک یې وهلي او  په نوري کلي کې یې ۱ صحي کلینک لوټ کړی، طبي توکي او الات یې ور څخه وړي دي.

په ۲۰۱۷کال کې دولسي مرګ ژوبلي  څو بېلګې:

د۲۰۱۷کال د فبروري په ۹مه دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ بازار ته نژدې دیرغلګرو په درنو بمباریو کي شپږ ویشت تنه ولسي هیوادوال چي زیاتره یې ښځي او کوچنیان دي شهیدان شوي او دیارلس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د مارچ  دمیاشتي په ۲مه نیټه  شپې مهال  د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د الګۍ بازارته نژدې د ملخیلو په کلي کي د یرغلګرو په یو هوایې برید کي دوې ښځي، نهه تنه نارینه شهیدان او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د مارچ په ۳مه  د فراه ولایت د فرارود ولسوالۍ په  ژړ اخندزاده زیارت، تپه سعادت، تودنک، سپانزي او دبازار سره  نژدې غټ کلي کي د اشغالګرو او داخلي عسکرو په بریدونو کي  د ښځو او کوچنیانو په ګډون پنځه لس تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او درویشت تنه ټپیان شوي دي.د مارچ ۳مه ډيره خونړۍ ورځ وه،په  همدې ورځ اوشپه  کي دهیواد په مختلفو برخو کې د یرغلګرو او داخلي عسکرو په بمبارونو او توپچي بریدونو کي اته شپیته تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.

دمارچ په ۹مه  د کندز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ په سړک بالا عیسی خېل سیمه کي  یرغلګرو په ډرون برید کي شپږ تنه قومي مشران  شهیدان شوي دي.

دمارچ په ۱۳مه د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په دره سیمه کي اشغالګرو دجنازې پر مراسمو بمبارکړی،په دغه بمبار کي دیارلس تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او پنځه تنه ژوبل شوي دي.

د مارچ په ۲۲مه رسنیو خبر ورکړ چي: دفراه ولایت مرکز اوبالابلوک ولسوالۍترمابین د کنسک په سیمه کي داخلي عسکرو دولسي وګړو دوه سوه (۲۰۰) کورونه په بلدوزونو نړولي،خبر کي ویل شوي چي  کورونه په داسي حال کي ویجاړ شوي چي خلګو ته دخپلو کورونو څخه د سامانونو او شیانو دایستلو وخت هم نه دی ورکول شوی.

دمارچ په ۲۹مه  د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کي اشغالګرو ځواکونو د داخلي عسکرو په همکارۍ  په چاپه او  بمبار کي دیرش تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان کړي دي.

داپریل په ۷مه د ارزګان ولایت قومي مشران په مرکز ترینکوټ کي  دیرغلګرو او ګډ حکومت له لوري دهستوګني پر سیمو د بمبارونو او توپچي ډزو په احتجاج کي راټول شوي وو،دوی وویل چي په تېره اونۍ کي په لسهاوو ملکي وګړي ښځي او ماشومان په دې بریدونو کي شهیدان او ټپیان شوي.

دمئ په ۲۳مه   دبادغیس ولایت  په دره بوم ولسوالۍ کي  دحکومتي ځواکونو په بمبارکي د ښځو او کوچنیانو په ګډون شل تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او لس کسان ټپیان شوي دي.

دجولا ی په ۱۰مه دازرګان ولایت مرکز ترینکوټ په مربوطاتوکې دیرغلګرو په بمبار کې څلور تنې ښځې او اووه تنه نارینه شهیدان شوي  او کورونه یې ویجاړ شوي دي.

دجولای په ۱۳مه  دارزګان ولایت مرکزترینکوټ په  لوړدرویشان  سیمه کې یرغلګرو دداخلي عسکرو په ملتیا دچاپې په مهال  نهه تنه ملکي هیوادوال شهیدان  او پنځه ویشت تنه ټپیان کړي دي.

دجولای په ۲۴مه دننګرهار ولایت په هسکه مېنه کې دفاتحې پر مراسمو دیرغلګرو په بمبار کې څلویښت تنه ملکي هیوادوال شهیدان اوټپیان شوي دي

داګست په ۱۰مه  د ننګرهار ولایت د هسکي مېني په پاپین سیمه کې د یرغلګرو په بمبار کې شپاړس تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.

داګست په ۲۸مه  د هرات ولایت د شينډنډ ولسوالۍ د بخت اباد سیمي په معروف کلي کې دیرغلګرو په بمبار کې څلویښت تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي، په شهیدانو کې زیاتره  ښځې او کوچنیان دي.

داکتوبر په ۱۲مه  رسنیو دولسي جرګې د ځینو غړو او عیني شاهدانو له قوله خبر ورکړ چې: دکونړ ولایت دڅوکۍ ولسوالۍ په ګلدرې سیمه باندي د یرغلګرو په بمبار  کې دوه کورونه ویجاړ شوي او څلوارلس تنه ملکي هیوادوال د ښځو اوماشومانو په ګدون شهیدان شوي دي.

د نومبر دمیاشتي په  ۳مه نیټه دکندز ولایت دچهار درې ولسوالۍ په سړک بالا سیمه  کې اشغالګرو او داخلي عسکرو په  بمبارۍ کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي، پنځه ویشت تنه  ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان  شوي او خلګو ته لوی مالی تاوان هم اوښتی دی. یرغلګرو دولسي  وګړو دتلفاتو څخه انکار وکړ ، خو  کابل کې دملګرو ملتونو استازي دفتر(یوناما) تائید کړه چې په یاد شوي برید کې ټول وژل شوي کسان ملکیان دي.

دنومبر په ۹مه  دفراه ولایت دخاکسفید ولسوالۍ دننګ اباد بازار اوشاوخوا کلیوباندي د یرغلګرو په  بمبار  کې دوه ویشت تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي او ګڼ شمېر کورونه تخریت شوي او حیوانات وژل شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]