نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د دوحې له تړون څخه د مکررو سرغړونو په دوام، په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ ریګو، د خاکریز ولسوالۍ په ټانګړي دره او د ارغستان ولسوالۍ بالاژړۍ سیمو کې د امریکايي اشغالګرو لخوا په هغو مجاهدینو بمبارونه وشول چې یا په سفر روان وو او یا په خپلو مرکزونو کې […]
د دوحې له تړون څخه د مکررو سرغړونو په دوام، په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ ریګو، د خاکریز ولسوالۍ په ټانګړي دره او د ارغستان ولسوالۍ بالاژړۍ سیمو کې د امریکايي اشغالګرو لخوا په هغو مجاهدینو بمبارونه وشول چې یا په سفر روان وو او یا په خپلو مرکزونو کې اوسیدل. د دغو وحشتونو له امله یو شمیر مجاهدین شهیدان او ټپيان شوي دي. موږ د امریکايي اشغالګرو لخوا دغه ډول جنایات او بمبارونه په کلکه غندو، دا په ښکاره ډول د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده، چې په هيڅ ډول توجیه کیدلای نشي. اسلامي امارت یوځل بیا په امریکايي جهت غږ کوي، که دا ډول خپل سریو او د تړون خلاف بمبارونوته دوام ورکوي، د اسلامي امارت مجاهدین به هم له خپلو افرادو او ولس څخه د دفاع حق لري او د بهرنیو ځواکونو په وړاندې به ورته ګام پورته کړي. په هغه صورت کې به د بدو عواقبو مسئولیت د امریکايي اشغالګرو په غاړه وي.
قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند ۳/۸/۱۴۴۲هـ ق ۲۷/۱۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/3/17م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.