د کابل ادارې د مرستیالانو د غیرمسئولانه خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په تیرو نیږدې دریو ورځو کې د کابل ادارې دوه مرستیالان د سولې ضد د کوم خاص پلان له مخې په رسنيو کې را څرګنديږي او د اسلامي امارت په اړه ناسم پروپاګند او د راتلونکي اسلامي نظام په وړاندې خپله عقده ګشايي کوي. د دوی د اوتو بوتو په اړه زموږ موقف دادی: ــ […]

په تیرو نیږدې دریو ورځو کې د کابل ادارې دوه مرستیالان د سولې ضد د کوم خاص پلان له مخې په رسنيو کې را څرګنديږي او د اسلامي امارت په اړه ناسم پروپاګند او د راتلونکي اسلامي نظام په وړاندې خپله عقده ګشايي کوي.
د دوی د اوتو بوتو په اړه زموږ موقف دادی:
ــ اسلامي نظام ځانته تعریف او سیستم لري چې متأسفانه د کابل ادارې مرستیالان او نور کارکونکي يې ځکه له درک او پيژندلو څخه عاجز دي، چې له اسلامي تعلیماتو او تاریخ سره نابلده دي او پوهه په کې نه لري.
ــ د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت په وخت کې د اسلامي احکامو تطبیق د شرعي مکلفیت په اساس وو، په اسلام کې فقهي احکام قوانین بلل کیږي چې طبعا به په ټولنه تطبیق کیږي، په ټوله نړۍ کې له قوانینو څخه سرغړونه جرم پيژندل کیږي او مجرمین مجازات کیږي.
په دې مورد بې اساسه تورونه پورې کول، یا د یادو قوانینو تطبیق د اسلام خلاف کار بلل پخپله د ویونکي په بې علمي او له اسلام سره په نابلدۍ دلالت کوي.
ــ که د اسلامي امارت له راتګ څخه یو ګام مخکې وخت ته نظر وکړو، آيا په کابل کې د قدرت په سر خپل منځي جنګونه او دغه ښار په ګنډواله بدلول چې د شپيتو زرو کابلیانو په وژنه منتج شو کوم کمال وو؟
ــ آیا د خلکو په سرونو باندې میخونه ټکول، رقص مرده ننداره کول، په پاټکونو کې د خلکو په مال، عزت او ناموس تجاوزونه کول افتخار ده؟
ــ د خپل عزت ژغورلو لپاره د مکرویانو له څلورم پوړ څخه د باعزته پیغلو ځانونه راغورځول او په ورځني ډول زرګونه نور فجائع په مرکز کابل او ولایاتونو کې د شروفساد د بانډونو لخوا ترسره کیدل کومه قهرماني وه؟
ــ د امریکا لپاره د ډالرو د بستو په مقابل کې غلامي منل او د خپل هیواد په اشغال کې شل کاله ورسره اوږه په اوږه دریدل او جاسوسي ورته کول کومه لاسته راوړنه ده؟
ــ د اشغال تر وزرو لاندې تحمیل شوې په اصطلاح دیموکراسۍ زموږ هیواد ته بې له غلامۍ، رشوت، غصب، تعصب د نا اهله مفسدینو واکمن کیدل، د جنګي جنایتکارانو پړسول، د ارګ تر ماڼۍ پورې ټولنه د فحشا، فساد او بې عدالتۍ ګرداب ته غورځول، د مخدره موادو کښت او تجارت ته زمینه مساعدول او په میلیونونه ځوانان په نشو اخته کیدل، په لویو ښارونو کې ښکاره غلا، خلک د خپل مال، ټیلفون، موټر او موټر سایکل له امله اختطاف یا وژل کیدل، له میلیاردونو ډالرو نړیوالو مرستو سره سره ټولنه د فقر کندې ته ټيل وهل او له زرګونه نورو مفاسدو ماسوا نور زموږ ملت ته څه شی په تحفه کې راوړي چې د کابل ادارې مرستیالان افتخار پرې لري؟
دا منحوسې څيرې له لومړۍ ورځې د سولې او په هیواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت دښمنان دي، په همدې موخه يې شل کاله غلامۍ تیره کړه، نو افغان غیور او میړنی ولس باید ویښ او بیدار وه اوسي، په اسلامي نظام کې به ټول افغانان یو د بل وروڼه وي، نظام به د خلکو ريښتونی خادم وي، هرچاته به خدای ورکړی شرعي حق رسیږي او له هیچا سره به ظلم نه کیږي.
استقلال، خپلواکي، عزت او برم به مو پرځای وي، د هیڅ بهرني جهت پورې به تړلي نه یو او یو آزاد او په ځان بسیا هیواد به ولرو. ان شاءالله
هرڅوک چې د افغانانو د دغې مشروع داعې سره دښمني لري بې له دې چې ځان رسوا او نور هم ذلیله کړي بل څه به تر لاسه نه کړای شي. ان شاءالله و ماذلک علی الله بعزیز

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۵/۲/۱۴۴۲هـ ق
۱/۷/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/9/22م