د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

نن د افغانستان د اسلامی امارت د خارجه چارو سرپرست وزیر محترم مولوی امیر خان متقی او ورسره مل لوړ پوړي هئیت یې د افغانستان لپاره د المان خاص استازي جاسپر ویک او د افغانستان لپاره د المان نومول شوي سفیر ماکوس پوتزیل او د دوی له هئیت سره د قطر په پلازمینه دوحه کې […]

نن د افغانستان د اسلامی امارت د خارجه چارو سرپرست وزیر محترم مولوی امیر خان متقی او ورسره مل لوړ پوړي هئیت یې د افغانستان لپاره د المان خاص استازي جاسپر ویک او د افغانستان لپاره د المان نومول شوي سفیر ماکوس پوتزیل او د دوی له هئیت سره د قطر په پلازمینه دوحه کې وکتل.
لیدنه په ښه فضا کې ترسره شوه او دواړو خواوو د علاقې وړ پر ټولو موضوعاتو خبرې وکړې.
د المان خاص استازي وویل مونږ غواړو افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړو. اسلامي امارت یو واقعیت دی، خپل تعامل او رابطې ورسره جاري ساتو.
د اسلامي امارت خارجه وزیر څرګنده کړه مونږ د بشري مرستو هر کلی کوواو د نورو هیوادونو سره د مثبت او ښه تعامل غوښتونکي یو.
همداشان، د بشري مرستو کارکوونکو او دیپلوماتانو امنیت ته ژمن یو ترڅو خپل کارونه په مصئونه فضا کې ترسره کړي. د مجلس په پای کې توافق وشو چې په راتلونکې کې به هم ورته ناستې ترسره شي.
عبد القهار بلخي د بهرنیو چارو وزارت ویاند
۱۴۴۳/۳/۵ھ ق
۱۴۰۰/۷/۱۹ھ ش- 2021/10/11 م