د سرپل ولايت په زندان کي د يوه بندي د شهادت په اړه د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

په ډېري خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د اسلامي امارت یو تن بندي عبدالقیوم د عبدالحکیم زوی د پنجشېر ولایت اوسېدونکی، د سرپل ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کي، له محبس څخه د انتقال پر مهال تر لفظي شخړي وروسته د زندان عسکرو لومړی سخت وهلی او بيا يې په ډېر قساوت او […]

په ډېري خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د اسلامي امارت یو تن بندي عبدالقیوم د عبدالحکیم زوی د پنجشېر ولایت اوسېدونکی، د سرپل ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کي، له محبس څخه د انتقال پر مهال تر لفظي شخړي وروسته د زندان عسکرو لومړی سخت وهلی او بيا يې په ډېر قساوت او وحشت سره په شهادت رسولی دی. انا لله و انا اليه راجعون
د اسلامي امارت بنديانو چارو کمېسیون د بزدله دښمن دغه وحشيانه عمل په کلکو ټکو غندي او له مظلومو بنديانو سره د کابل ادارې د بېکفايه چارواکو بې غوري او غيرانساني چلند محکوموي.
د بنديانو چارو کمېسيون د شهيد بندي کورنۍ او متعلقينو ته د تسليت درانه مراتب وړاندي او له لوی الله جل جلاله څخه ورته د جميل صبر او جزيل اجر غوښتنه کوي.
د تېر په څېر یو ځل بیا پر نړیوالو بشرپالو ادارو او حقوقي نهادونو ږغ کوو چي د کابل ادارې په زندانونو کي له بندیانو سره په مکرر ډول بې غوري، زور زیاتی او ناوړه چلند د زغملو نه دی او باید مخه یې ونیول سي.
ټول بشري او حقوقي نهادونه باید په دې اړه خپل مسئولیت ادا کړي، ترڅو د کابل ادارې په زندانونو کي د بندیانو د ښې ساتني لپاره ضروري اقدامات ترسره او لازم تدابیر ونیول شي.

د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون
۹/۱۱/۱۴۴۲ هـ ق
۳۰/۳/۱۴۰۰ هـ ش ــ 2021/7/20 م