بلخ: د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په مشرۍ ولایتي اداري غونډه جوړه شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بلخ ولایت ځانګړې اداري غونډه جوړه شوه. دا غونډه د بلخ د والي او مرستیالانو، امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس او ښاروال په حضور او د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبرۍ او همدارنګه د بلخ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د بلخ ولایت ځانګړې اداري غونډه جوړه شوه.
دا غونډه د بلخ د والي او مرستیالانو، امنیه قومندان، د استخباراتو رئیس او ښاروال په حضور او د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبرۍ او همدارنګه د بلخ ولایت د بېلابېلو ادارو د رئیسانو او استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې ځانګړې غونډه کې لومړی د بلخ والي محترم ملامحمد داود مزمل د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له هغه ولایت څخه د نوموړي لیدنه د چارو د ښه تنظیم او محلي ادارو د پیاوړتیا لپاره ګټوره وبلله.
وروسته محترم حنفي د هغه ولایت د مسوولینو د پرلپسې هڅو قدرداني وکړه او د دې ترڅنګ یې هغوی د هیواد ابادۍ، د اسلامي نظام پیاوړتیا، د امنیت تامین او خلکو ته د خدماتو رسولو ته وهڅول. د امیرالمومنین حفظه الله او د ریاست الوزرا محترم مقام سپارښتنې او لارښوونې یې هم هغوی ته ورسولې.
په دې غونډه کې د بلخ ولایت مسوولینو د خپلو کړنو او لاسته راوړنو د راپور وړاندې کولو پرمهال په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې هم د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د یادو مسوولینو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د هغوی غوښتنوته ځانګړې پاملرنه کېږي.