ننګرهار او پکتیا کې د پوهنې مسئولینو ناستې او له تعلیمي مرکزونو څخه یې لیدنې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولايت د تعليم او تربيې مسئول د ولسواليو مسئولينو سره غونډه تر سره کړه، په دې ناسته کې د پوهنې کمېسیون اړوند مسئولینو لخوا په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ او اجراتو ډاډ ورکړل شو. همدا راز د افغانستان اسلامي امارت د پکتیا ولایت ډڼډي پټان ولسوالۍ د […]

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولايت د تعليم او تربيې مسئول د ولسواليو مسئولينو سره غونډه تر سره کړه، په دې ناسته کې د پوهنې کمېسیون اړوند مسئولینو لخوا په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ او اجراتو ډاډ ورکړل شو.

همدا راز د افغانستان اسلامي امارت د پکتیا ولایت ډڼډي پټان ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسئول لخوا د څپرۍ مرکزي عالي لیسې څخه لیدنه وکړه، په دی لیدنه کې د لیسې مدیرانو او د دار المعلمین استاذانو سره همدغه شان وغیره مامورینو سره تفصلي خبرې وشوې.

په دې ناسته او لیدنه کې دوی ته پوره ډاډ ورکړل شو او د لا ښه خدمت کولو په اړوند ورته هدایات وشول چې د نوموړې لیسې استادان او ټول پرسونل پوره مطمیئن شول.
۲۰۲۱/۸/۲۲