نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی چې ګنې امریکايي عسکرو په افغانستان کې د داعش په ضد د اسلامي امارت د مجاهدینو په ملاتړ هوايي بریدونه کول او داسې نورې ادعاوې. موږ دا ادعاوې په کلکه ردوو، داسې مغرضانه راپورونه د دې لپاره خپریږي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د اسلامي وجاهت او جهاد […]
واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی چې ګنې امریکايي عسکرو په افغانستان کې د داعش په ضد د اسلامي امارت د مجاهدینو په ملاتړ هوايي بریدونه کول او داسې نورې ادعاوې. موږ دا ادعاوې په کلکه ردوو، داسې مغرضانه راپورونه د دې لپاره خپریږي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د اسلامي وجاهت او جهاد په اړه ذهنیتونه مغشوش کړي، په واقعیت کې له داعشي پديدې سره د جګړې په مهال به امریکايي ځواکونو د اسلامي امارت د مجاهدینو په سنګرونو مکرر بمبارونه کول. د اسلامي امارت مجاهدین لکه څرنګه چې د هيواد د استقلال او دلته د اسلامي نظام د قيام لپاره په مستقلانه ډول په جهاد لګيا دي، همداسې د فتنه ګرو او شریرو ډلو د ځپلو او د دښمنانو د دسيسو د خنثی کولو لپاره يې د الله تعالی په نصرت، د خپل مجاهد ولس په مرسته او له خپلو امکاناتو څخه په استفادې سره په مستقله توګه مبارزه کړې او کوي به يې. ان شاءلله
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۶/۳/۱۴۴۲هـ ق ۲/۸/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/10/23م
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.