په کابل او نور هیواد کې د بانګونو، تجارتخانو، صرافیو او هټيو د اطمینان په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

داچې له نویو تحولاتو سره ممکن د کابل په شمولو په لویو ښارونو کې د بانګونو څښتانونو، ملي تجارانو، صرافانو او نورو هټيوالو سره د خپلو مالونو د خوندیتوب په اړه تشویش موجود وي، او یا په ځينو سیمو کې اوریدل کیږي چې له بانکونو څخه د پیسو او سرمایو د ایستلو هڅې کیږي. اسلامي […]

داچې له نویو تحولاتو سره ممکن د کابل په شمولو په لویو ښارونو کې د بانګونو څښتانونو، ملي تجارانو، صرافانو او نورو هټيوالو سره د خپلو مالونو د خوندیتوب په اړه تشویش موجود وي، او یا په ځينو سیمو کې اوریدل کیږي چې له بانکونو څخه د پیسو او سرمایو د ایستلو هڅې کیږي.
اسلامي امارت په پوره ژمنتیا سره ټولو د بانګونو خاوندانو، صرافانو، تجارانو او هټيوالو ته اطمینان ورکوي چې د دوی مالونو او سرمایو ته به هيڅ ډول زیان نه رسیږي، بلکې اسلامي امارت به يې د سر او مال د ساتنې لپاره جدي ګامونه اخلي او په دې اړه خورا ښه تدابیر نیول شوي.
کورني او بهرني سرمایه اچونکي باید د خپلو مالونو په رابطه هيڅ تشویش ونکړي، هرڅه به په نور مال شکل روان وي او هيڅ کومې زیربنا ته به زموږ لخوا زیان او نقصان نه متوجه کیږي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۶/۱/۱۴۴۳هـ ق
۲۴/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/8/15م