په کندهار کې د خبریالانو د نیولو او د حقائقو د خپراوې د مخنیوي په اړه اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په دا وروستیو کې د هېواد په لر او برکې د اسلامي امارت د مجاهدینو د پرمختګونو سره سم، د کابل اداره له فوق العاده وارخطايي او اضراب سره لاس او ګریوان شوې ده. د دې لپاره چې خپل شکست او رسوايي توجیه کړي، او د ملت د کرکې او نفرت په وړاندې مقاومت وکړي، […]

په دا وروستیو کې د هېواد په لر او برکې د اسلامي امارت د مجاهدینو د پرمختګونو سره سم، د کابل اداره له فوق العاده وارخطايي او اضراب سره لاس او ګریوان شوې ده.
د دې لپاره چې خپل شکست او رسوايي توجیه کړي، او د ملت د کرکې او نفرت په وړاندې مقاومت وکړي، هڅه کوي په مختلفو سیمو کې د اسلامي امارت په مجاهدینو باندې ناحقه تورونه پورې کړي، له جعلي او تزویري لارو پروپاګند وکړي، کله وايي چې مجاهدینو په ښځو باندې ظلم پيل کړي، د خلکو لورانې په زور نکاح کوي، په ځينو سیمو کې يې سلګونه خلک وژلي او یا يې له کوره شړلي او داسې نور افواهات.
خو کله چې د اسلامي امارت لخوا رسنیو ته بلنه ورکړل شوه چې زموږ سیموته راشي، حقائق وګوري او بیا يې نشر کړي، نو د کابل اداره چون د حقیقتونو د نشر او خپراوي تاب نلري، په مقابل کې يې د خبریالانو په تهدیدونو، نیولو او اخطارونو ورکولو لاس پورې کړ.
په همدې لړ کې يې د کندهار په ولایت کې څلور تنه سیمیز خبریالان چې غوښتل يې د کندهار له سپین بولدک څخه راپور ولري او حقیقت تر خلکو ورسوي، هغوی يې له راپور څخه د راګرځيدو په مهال نیولي او بندیان کړي دي.
موږ دغه بزدلانه اقدام په کلکه غندو، دغې پيښې د دوی په هغو ټولو تشو شعارونو باندې د بطلان کرښه راکش کړه چې ویل به يې، د دوي په جمهوریت کې رسنۍ آزادې دي او اطلاعاتوته د خلکو لاس رسی یو اصل دی.
اوس ثابته شوه چې دوي د رسنیو د آزادۍ او نور شعارونو څخه د خلکو د تیرایستلو لپاره استفاده کوي.
موږ غواړو چې بیلابیل فعالان، د رسنیو د دفاع ټولنې، سیاسي نهادونه او د بشري حقوقو مدعیان هم د دغه عمل په وړاندې خپل ږغ اوچت کړي چې د خبرنګارانو نیول او د حقاېقو د خپریدو مخنيوی د څه لپاره کیږي.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱۹/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۷/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/29