په ټرامپ نړۍ وخندیده !!

خبیراحمدم دروان کال دسپتامبرپه ۲۵ نیټه دملګروملتونوپه ۷۳ سرمشریزه ناسته کې دامریکاولسمشر( ډونالدټرامپ) په خپلې ویناکې دعوه وکړه چې دنوموړي په راتګ امریکاډیره تکیه شوي اوپه ډیروبرخوکې یې دپام وړبریالیتوبونه ترلاسه کړي !!!! دټرامپ یادتوري دسرمشریزي ګډوانوالوته حیرانونکي اوسپیره درواغ ښکاره شول نوځکه ټولوپه یوغږپه ټرامپ وخندل اودغه پسخندډوله خندا دومره په زوږ شوه چې […]

خبیراحمدم

دروان کال دسپتامبرپه ۲۵ نیټه دملګروملتونوپه ۷۳ سرمشریزه ناسته کې دامریکاولسمشر( ډونالدټرامپ) په خپلې ویناکې دعوه وکړه چې دنوموړي په راتګ امریکاډیره تکیه شوي اوپه ډیروبرخوکې یې دپام وړبریالیتوبونه ترلاسه کړي !!!!

دټرامپ یادتوري دسرمشریزي ګډوانوالوته حیرانونکي اوسپیره درواغ ښکاره شول نوځکه ټولوپه یوغږپه ټرامپ وخندل اودغه پسخندډوله خندا دومره په زوږ شوه چې ټرامپ یې له خبروودراوه

سرمشریزي والوټرامپ ته په ډاګه کړه چې دهغه په راتګ امریکامنزوي اوتجریدشوي او هیڅ داسي بریااولاسته راوړنه یې نده لرلي چې دلته پرې  ټرامپ سخوندووهي  . 

ټاکل شوي وه چې سږني ناستې ته به دبرازیل دولسمشر له وینا ورسته  ټرامپ دوهم ویناوال وي ولې دهغه دځنډ له امله دسرمشریزي اداري هیئت څولحظي هم دټرامپ راتګ ته انتظارونه ویست سمدواره یې دخبرونوبت داکوادور ولسمشرته ورکړ ټرامپ په داسې حال کې مجلس ته راغی چې دخبرونوبت یې بل چا نیولی وو ؛ دغه حالت هم دټرامپ غرور مات اوپیښ  چلند یې دځان لپاره سپکاوی وباله 

دملګروملتونوپه سږني ناسته کې دنړۍ دړومبی کچي دمشرانواواستاځوله لوري دامریکادولسمشرټرامپ په خبروتمسخراوسپکاوي ته سیاسي څیړونکواومهمورسنیوبیلابیل غبرګونونه اودریځونه ښودلي  

د(پولتیکو) په نامه یوه خبري امریکايی اژانس لیکلي : ټرامپ هڅه کوله چې  په سرمشریزه کې له هغه سرتمبه سیاست اوتګلاري څخه چې ټرامپ په پوځي اواقتصادي ډګرونوکې دیولړهیوادونوپه خلاف پیاده کړي کلکه دفاع وکړي اوپه مشخص ډول خپل رقیبان ترګوزاراواغیزلاندي راولي چې کوم ګامونه یې دهغوئ په خلاف  اخیستي هغه پرځای اودامریکاپه ګټه وواوممکن نورهم واخلي 

دپولتیکوپه خبره دټرامپ په وړاندې  دسرمشریزوالوتمسخراوګډي خندا وښودله چې ټرامپ په نړۍ کې څومره منزوي اودرټل کیدوتردرشله رسیدلی ، داژانس په وینادایواځي دټرامپ څنډل اوپه هغه ریشخندوهل نه و ، بلکې داله لویه سره دټولې امریکاکنځل اوپه مخ څپیړه ورکول وو 

نیویارک ټایمز په خپلې تبصري کي په غټوتورولیکلي   : ۷۳ سرمشریزې  دامریکایکتازي اوهیبت وننګاوه 

ټایمز زیاته کړي : ټرامپ دخپلې انتخاباتي مبارزي په مهال  دامریکادهغه مهال ولسمشربارک اوباما ته په خطاب کې ویلي وو چې  امریکاخپل رعب  اودبدبه له لاسه ورکړي اودخنداووړګرځیدلي ، دهغه په وینا امریکاداسې یوولسمشرته اړتیالري چې څوک یې په خبرواوکړونودخندااوتمسخرجرئت ونشي کړای اوداپه هغه صورت کې ممکنه ده چې خپله دی ( ټرامپ )  دامریکادواک په ګدی کیني 

نیویارک ټایمزوايی لدې وړاندې داسې مثال څوک نشي راوړلای چې په امریکادې په دومره مهم اونړیوال مجلس کې خندااوتمسخرشوي وي ؛ ولې دټرامپ په راتګ په رښتیاهم چې نړیوالودامریکاپه ولسمشرښه  په کړس کړس وخندل اوامریکایان یې خجله کړل 

«آسوشیتد پریس» بیادټرامپ داخبره نوره هم خندنی اوشرمونکي بللي چې کله نوموړي دهیوادونو دمشرانو ترډلییزي خندا اوسپکاوي لاندي راغی نوده یوې تیرایستونکي خنداوډراماتیکوحرکاتوپه ترڅ کې یې هڅه وکړه چې  ځان له دومره لوی خجالت څخه  په څنګ اووڅنډي نووي وئیل چې  ( ماله تاسي ګډونوالوڅخه ددغه ډول جدي غبرګون تمه اوانتظار نه درلود ؛ خومشکل نشته )

 اژانس لیکي دټرامپ داجمله چې (مشکل نشته)  دابیاترټولوسپکونکي اوبې معناوه ځکه دادیوه جدي مشکل دشتون نتیجه وه  چې دنړۍ مشران یې دټرامپ په مقابل کې ودرول اویوتاریخی درس یې ورکړاودهغه  غوږونوته یې داخبره ورسوله چې امریکا نوره هغه امریکا نده چې څوک یې له پوځي اوسیاسي اخطارونو اوبدماشیو وو یر یږي اویایې اقتصادي کلابندیواوحصارونوته وارپارخطاکړي 

هو؛  که رښتیاهم مشکل اوستونزه نه واي نوپه کوم دلیل دنړۍ مهم  استاځي ټول دیپلوماتیک نورمونه ترپښو لاندي کوي په دومره حساس اومهم مجلس کې دامریکایومستبدولسمشردامریکاپه خاوره کې ترګوزار لاندي راولي اوپه هماهنګ ډول  یې نه داچي خبري قطع کوي بلکې ورباندي دمرګانیوخنداګانوغیشي هم واروي .