په جنوب او غرب حوزه کې د دښمن د پوځي رهبرۍ ځپل کیدل

حبیب مجاهد د افغانستان په جغرافیوي ویش کې د جنوب یعني لوی کندهار او غرب حوزې ولایات هغه پراخې او مهمې سیمې دي چې د نیمایي افغانستان په اندازه مساحت لري. له زابل او کندهاره ونیسه بیا تر فراه او هرات پورې هر ولایت د مساحت په لحاظ د څو ولایاتو هومره پراختیا لري. دا […]

حبیب مجاهد

د افغانستان په جغرافیوي ویش کې د جنوب یعني لوی کندهار او غرب حوزې ولایات هغه پراخې او مهمې سیمې دي چې د نیمایي افغانستان په اندازه مساحت لري. له زابل او کندهاره ونیسه بیا تر فراه او هرات پورې هر ولایت د مساحت په لحاظ د څو ولایاتو هومره پراختیا لري. دا ولایات چې د کندهار، هلمند، فراه او هرات په شان تاریخي او په سیاسي او ستراتيژیک لحاظ مهمې سیمې په بر کې نیسي په نظامي میدان برلاسي یې هم د هر اړخ لپاره لویه لاسته راوړنه بلل کیږي.

د  الخندق عملیاتو په وروستیو څو میاشتو کې د الله تعالی په فضل سره د اسلامي امارت مجاهدین توانیدلي چې په دې ولایاتو کې د ګوډاګي رژیم ټول دسر نظامي مشران او مهمې  مهرې په ډیر دقیق ډول په نښه او له منځه یوسي. د دښمن د جنګي مشرانو د ځپلو دغه لړۍ د هلمند له ولایت څخه پیل شوه.د اکتوبر د میاشتې په ۱۷ نیټه هغه مهال چې د اشرف غني لخوا د هلمند د جګړو لپاره ټاکل شوی عمومي قومندان عبدالجبار قهرمان په لښکرګاه ښار کې په خپل انتخاباتي مرکز کې ناست و، مجاهدینو ورباندې هغه ریموټ کنترول ماین منفجر کړ چې د ده ترڅوکۍ لاندې ایښودل شوی و چې  په پایله کې یې نوموړی ځای په ځای ووژل شو.

عبدالجبار قهرمان چې آن له کمونیستي دور څخه یې پوځي تجربه درلوده، په هلمند ولایت کې د رژیم تر ټولو مهمه پوځي مهره وه. نوموړي څو کاله وړاندې په هلمند کې د سنګوریانو په نوم د نوي ماډل اربکیانو بنیاد کیښود. چې د لشکرګاه په شاوخوا کې یې اولسي خلکو ته ډیر تلفات ورسول. له جنګي تجربې سربیره نوموړي د یوه فعال تبلیغاتي لوډسپیکر رول هم اداء کوو چې په غږیږو او تصویري رسنیو کې یې د  جهاد او مجاهدینو په خلاف ډیر بد تبلیغات کول. د نوموړي له منځه تګ له شک پرته د مزدور رژیم لپاره لویه ضائعه او د مجاهدینو لپاره لویه لاسته راوړنه وه.

د عبد الجبار قهرمان له وژل کیدو دوه ورځې وروسته د اسلامي امارت د یوه تن نفوذي  مجاهد ذبیح الله ابودجانه لخوا په کندهار کې په حکومتي لوړپوړو نظامي او ملکي چارواکو یو داسې توپاني برید تر سره شو چې په څو دقیقو کې یې په کندهار کې د ګوډاګي حکومت ټوله رهبري له پښو وغورځوله او د سر کسان یې ورمړه یا ټپیان کړل. دا برید هغه مهال ترسره شو چې په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو مشر جنرال سکاټ میلر کندهار ته په سفر تللی و او د بیرته تګ په حال کې و. په دې برید کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق چې په حقیقت کې په ټولوجنوبي ولایاتو کې د دښمن پوځي مشر او د جګړې رهبري کوونکی وو ووژل شو. دغه راز د کندهار د ملي امنیت رئیس  او د کندهار د اتل قول اردو یو لوړپوړی جنرال هم ووژل شول. د کندهار والي توریالی ویسا او په لوی کندهار کې د اشغالګرو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جیفري په پیښه کې مرګوني ټپيان شول. چې په دې ډول د کندهار په حوزه کې د داخلي او بهرنیودښمنانو ټول د سر نظامي خلک په مرګ یا ټپي حالت کې له صحنې وایستل شول. د کندهار غوندې د یوه مهم ولایت د ټولې پوځي رهبرۍ تس نس کول له شک پرته د الخندق عملیاتو تر ټولو مهمه او ټاکونکې بریا وه.

د کندهار له پیښې وروسته د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه په څنګلوري روزګان ولایت کې هغه ظالم او جنایت کار قومندان شجاعي د مجاهدینو د برید هدف وګرځید چې د دې ولایت په خاص روزګان ولایت کې یې له تیرې یوې لسیزې د ظلمونو او جنایاتو سلسله را روانه وه. حکیم شجاعي چې د حزب وحدت د مشر کریم خلیلي نږدې کس دی په افغانستان کې یو له سترو قاتلانو او جنګي مجرمینو بلل کیږي چې په ۲۰۱۵ م کال کې د بشر د حقوقو د څار نړیوالې ادارې یې هم په خپل راپور کې یادونه کړې وه او د سترو جنګي جنایاتو عامل یې بللی وو. د اسلامي امارت د مجاهدینو په برید کې د حکیم شجاعي د مرستیال او ۵ سرګروپانو په شمول لسګونه ټوپکیان له منځه لاړل او په خپله مرګونی ټپي شو.

د روزګان له پیښې دوه ورځې بعد د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګوډاګي اردو هغه چورلکه رانسکوره شوه چې د فراه په ولایت کې د اجیر حکومت ډیری لوړپوړي کسان په کې سپاره وو. رسنیو خبر ورکړ چې  په دې چورلکه کې د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور، د ولايتي شورا غړې جميله اميني، د۲۰۷ ظفر قول اردو مرستيال جنرال نعمت الله خليل او دوو پيلوټانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي. فرید بختور په فراه ولایت کې تر ټولو مخکښ او بانفوذه حکومتي شخص و چې له سیاسي نفوذ سربیره یې په پوځي چارو او عملیاتو کې هم ونډه درلوده.

د نوموړي د وژل کیدو په اړه یوه مشهور ژور نالست رزاق مامون ولیکل چې: فرید بختور په حقیقت کې د فراه جنرال رازق و چې له طالبانو سره په دښمنۍ او سخت چلند یې شهرت درلود د نوموړي وژل کیدل په فراه کې د حکومت لپاره همدومره ضائعه ده لکه د جنرال رازق وژل کیدل په کندهار کې. د فراه د پیښې په تعقیب رسنیو وویل چې د لوړپوړو سیاسي او پوځي چارواکو په وژل کیدو سره په دې ولایت کې د طالبانو ګواښ ځکه تر پخوا هم قوي کیدلای شي چې په فراه ښار د تیرې حملې په مهال هغه څوک چې تر پایه یې مقاومت کاوه همدا د ولایتي شورا مشر فرید بختور و.

لوړ یاد شوي پوځي مشران هغه کسان وو چې په کندهار، هلمند، روزګان او فراه ولایاتو کې د دښمن تر تولو مهم پوځي چارواکي بلل کیدل. دوی له تیرو لسو کلونو راهیسې د جګړې په ډګر کې لومړنی مسؤلیت درلود او د اشغالګرو په ملاتړ یې د خپل مجاهد اولس په وړاندې جګړې ته دوام ورکاوو.

ددغو لوړپوړو جګړه مارانو په وژل کیدو سره اشغالګر له خپلو تجربه کارو او آزموده اجیرانو څخه بې برخې شوي دي او د مجاهدینو په وړاندې لوی خنډونه له مخې لرې شوي دي. مجاهدین باید د هیواد په نورو برخو کې هم همدې سلسلې ته دوام ورکړي. ځکه د هره ورځ لسګونه وژل کیدونکو عسکرو او معاشخورو اجیرانو په ځای باید د دښمن مهمې مهرې په نښه شي. تر څو د همدې لوړپوړو ټوپکیانو په وژل کیدو سره د دښمن روحیه ماته او په شکست محکوم شي.