په تیرو دوه اونیو کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا په اولسي خلکو د بریدونو له امله ۷۲ تنه ملکيان شهیدان او ټپيان شوي دي

د جنګي جنایاتو او وحشتونو په دوام، په تیرو دوه اونیو کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا په ولسي خلکو ۳۴ بریدونه او بمبارونه شوي دي. دغه ظالمانه بریدونه په ۱۹ ولایتونو (فراه، تخار، میدان وردګ، پکتیا، دایکندي، خوست، کندهار، غزني، کاپيسا، لغمان، هلمند، پکتیکا، کنړ، کابل، لوګر، نیمروز، بدخشان، ننګرهار او هرات) کې […]

د جنګي جنایاتو او وحشتونو په دوام، په تیرو دوه اونیو کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا په ولسي خلکو ۳۴ بریدونه او بمبارونه شوي دي.
دغه ظالمانه بریدونه په ۱۹ ولایتونو (فراه، تخار، میدان وردګ، پکتیا، دایکندي، خوست، کندهار، غزني، کاپيسا، لغمان، هلمند، پکتیکا، کنړ، کابل، لوګر، نیمروز، بدخشان، ننګرهار او هرات) کې په عامو خلکو او کلیو باندې ترسره شوي دي.
د یادو بریدونو په نتیجه کې د ښځو اوماشومانو په ګډون زموږ ۳۸ تنه هیوادوال شهیدان شوي، ۳۴ نور ټپيان دي، ۲ بابه مسجدونه او ۱۵ ملکي کورونه په دا ساړه ژمي کې نړول شوي، ۶۰ دوکانونه هم تخریب شوي، ۴ عرادې شخصي موټراو ډير نور د خلکو د ژوند توکي له منځه وړل شوي دي.
اسلامي امارت دغه ملکې وژنې او جنایت په کلکه غندي، په نړیوالو حقوقي ادارو، رسنیو او بشري نهادونو غږ کوي چې د دغو وحشتونو په وړاندې خپل موقف څرګند کړي، عاملین وغندي او د جنایاتو د مخنیوي په کار کې خپله دنده ترسره کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳۰/۵/۱۴۴۲هـ ق
۲۵/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/1/14م