ویاړلی امیر

لیکنه:سید عبدالرزاق کله چي هم د امیرالمؤ منین ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله تذکره کیږي نو ډیری خلک یې په توصیف کي دا خبره کوي وایي لوی ملا صاحب ډېر ساده سړی و،نه پوهیږم دا خبره اوس دعقیدت په باب کي ډېره مؤثره ده او که ولي دا خلک تر دې نه تیریږي، که ساده په […]

لیکنه:سید عبدالرزاق
کله چي هم د امیرالمؤ منین ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله تذکره کیږي نو ډیری خلک یې په توصیف کي دا خبره کوي وایي لوی ملا صاحب ډېر ساده سړی و،نه پوهیږم دا خبره اوس دعقیدت په باب کي ډېره مؤثره ده او که ولي دا خلک تر دې نه تیریږي، که ساده په دې معنی وي چي لوی ملا صاحب په خپل ژوند کي تکلفات او قیود نه خوښول خو وبه منل شي لیکن دبده مرغه دوی دساده والي مطلب دا ښیي چي په څه نه پوهېده،ژور فکر یې نه درلود،دحالاتو او شرائطو صحیح ادراک یې نسو کړای، خو دوی یې دلیل دا وایي چي دبودا بت یې مات کړ او حالات یې صرف نظر کړه،دامریکا سره سم تفاهم ونه کړ نو نتیجه یې موږ تر اوسه ګالو، عجیبه خلک دي،کوم شی چي دوی د لوی ملا صاحب دساده والي دلیل ګڼي هغه خو حقیقت کي دده دعظمت او مهارت روښانه دلایل دي،داسي دلایل چي دلوی ملا صاحب سیاست پوهنه،تاریخي زیراکتیا او دنظر خپلواکي څرګندوي.
آخر دا به څنګه دساده والي دلیل جوړ شي چي لوی ملاصاحب د بودا بت په ماتولو کي دچا خبره ونه منله، لوی ملاصاحب خو یو شرعي امیر او ددې مکلف و چي دسپېڅلي شریعت امرونه پلي کړي،نو دلته خو دده یوازي او یوازي دا غوښتنه وه چي له شرعي پلوه آیا ماته څوک قناعت راکولای شي چي ددې بتانو ماتول تاوان او پر ځای پرېښودل یې ګټه لري؟ ښکاره خبره ده هیچا هم داسي قناعت نسوای ورکولای،خو که چا څه ویل نو بس دومره چي ددې بتانو د پرېښودلو په وجه به زموږ اقتصاد ته ګټه ورسیږي،او دلته دلوی ملا صاحب زیرکتیا راڅرګندیږي،هغه په ډېر وضاحت سره دا خبره کوي وایي: دقیامت په ورځ د “بت پلورنکي” په نامه زه را وبلل شم دا ماته ناخوښه ده تر دې چي د”بت ماتونکي “په صفت ماته آواز وشي. دا څنګه ساده دئ چي دونه مهم کار کي دده ذهن هماغه ځای ته رسي کوم ځای ته چي د سلطان محمود غزنوي ثاقب ذهن رسي،او متعال رب دده پر خوله هماغه کلمه جاري کوي کومه چي یې دسلطان محمود غزنوي په خوله جاري کړې وه،پر دې برسېره لا داهم چي ددومره ساده والي سره سره دهغه وخت نه تر اوسه دده دساده دلایلو چا ځواب را نه ووړ.
خلک وایي :که ملا صاحب دامریکا سره سم تفاهم کړی وای نو نن به داحالات موږ ته متوجه نه وای،عقل حیران شي دوی دا خبره په کوم تناظر کي کوي؟ لوی ملا صاحب خو دامریکا سره داسي تفاهم وکړ چي په مرور دزمان او قرنو په تېرېدلو به هم دا دتاریخ یو فاخرانه حصه وګرځي، دامریکا غرور،دهغه ټکنالوجي او هر څه مهمات دده لپاره دمرعوبتیا سبب ونه ګرځېده،او چي څنګه ده ویلي وه هماغسي کېده، دا موقف که څوک مطالعه کړي او ویې ارزوي چي ده امریکا ته وویل: که تاسو ته کومه شبهه وي نو راسئ موږ سره کښېنئ په خپل منځي تفاهم به یې سره حل کړو،او تاسو دکبر او غرور په اساس تفاهم ته تیار نه یئ نو بیا به یو اسلامي عدالت ته مراجعه وکړو، که چیري هغه عدالت ستاسو په حق فیصله وکړه نو هم موږ جبرانې ته تیار یو،او که دا هم نه منئ او دخپل زور په نشه کي پر موږ خپل حکم تپل غواړئ نو یاد وساتئ موږ تاریخ جوړونکي یو او تاریخ جوړونکي داسي کار ته په هیڅ قیمت ځان نه چمتو کوي ولو که په مقابل کي هغوی ته هر څه پیښیږي. ددې موقف یو یو لفظ دا څرګندوي چي ملا صاحب څومره زیرک او دحالاتو څومره ادراک ورسره و،او نه صرف دحالاتو بلکه دتاریخي پلوه څومره دژور فکر خاوند و،آیا دا کارنامه به داهمال وړ وي او تاریخ به یې صرف نظر وګرځوي؟ هیڅ کله نه، هغه تاریخ به نیمګړی پاتي شي که دا کارنامه پکي ذکر نه وي.
دلوی ملاصاحب دوفات داعلان سره سم بي بي سي دخپل یو همکار داود جنبش سره دلوی ملاصاحب دژوند په هکله ځانګړې مرکه درلوده، دا ځکه چي یاد خبریال دلوی ملاصاحب سره ډیري مرکې کړي وې او دنژدې یې څارلی و، داود جنبش خپل تاثر داسي بیاناوه چي زما په اند لوی ملا صاحب ته الله پاک ډېر زیات زیراکت ور په برخه کړی و،کوم شي ته چي زموږ هم توجه نه وه هغه به هم ده ته په ځانګړې توګه ورپه زړه و، ښاغلي جنبش مثال ورکړ چي کله دایران سره دطالبانو شخړه راغله نو ما دلوی ملا صاحب نه پوښتنه وکړه چي تاسو څومره فکرمند یاست او جنګ ته مو څه تیاری نیولی دئ؟ نو ځواب کي راته ملا صاحب خورا په بې غمي وویل: دایران لپاره خو قسم ده که زه یو ټینګه پیره هم ودروم،او ایران باید ځان سم کړي کنې نو بیا به تر اصفهانه موږ ورپسې یو” ښاغلی جنبش وایي: دایران پایتخت خو تهران دئ نو زما ذهن دې ته تعجب یووړ چي بیا ولي ده اصفهان یاد کړ؟ وایي: ذهن ته مي دا نکته راغله چي اصل کي دی ایران ته هغه وخت وریادوي کوم وخت چي محمود ایران دافغانستان یو حصه ګرځولې وه او پایتخت یې اصفهان جوړ کړی و،او اوس ایران ته دا په ګوته کول غواړي چي که ستا حرکات همداسي وي نو موږ به اړ سو چي تا هغه پخواني ځای ته ورسوو.
داسلامي امارت درهبري شوری غړی او دمذاکراتي ټیم عضو ښاغلی عبداللطیف منصور وایي: لوی ملاصاحب ته الله پاک په خپل انداز کي ډېر څه ورکړي وه، خو زما لپاره یې ډېر دتعجب وړ دده قوت فیصله و،یو داسي صفت چي زښت انسانیت کي ډېر کم وي،او بیا دی خپله قصه کوي چي کله موږ هلمند ونیوی نو فوځ په دوه برخو تقسیم شو،یوه برخه یې دهرات لوري ته او بله یې مخ پر کابل روانه شوه،خو دهرات لخوا ډیري مضبوطي قواوي راغلې او زموږ فوځ ورته کافي نه و،ځکه ټول قومندانان په مشوره بوخت شوه،دماسپښین نه مشوره شروع وه او ټوله شپه روانه وه،دروژې میاشت وه او موږ پیشلمی وکړ تر پېشلمي وروسته بیا همداسي تر لمرختو ملګري بوخت وه،خو فیصله نه کېده چي ټول فوځ کابل ته لاړ سي او که دهرات څخه دراغلو قواوو مقابله وکړل سي؟ سهار ناوخته په تصادفي توګه لوی ملا صاخب راغی او حال اوحوال پوښتلو کي یې وویل چي کومه مهمه خبره روانه ده؟ ملګرو ورته خپل جریان شریک کړ او واضحه یې کړه چي دشلو ساعتونو را په دېخوا بوختیا ده او یو طرف ته کیږي نه، ښاغلی منصور وایي چي لوی ملاصاحب وویل: تاسو هم عجبه خلک یاست؟ په دې کي اوس کومه داسي خبره ده چي دهغې حل به نه راوزي؟ کابل زموږ مخ او هرات مي شا ده،نو موږ که ټول پر مختګ وکړو او دښمن د شا له لوري حمله وکړي موږ به یې توان را نه وړو،او که موږ هرات ته متوجه شو نو دښمن مخامخ پر موږ دراتلو توان نه لري او که را هم شي نو تاوان یې دومره زیات نه دئ،ښاغلی منصور وایي چي دټولو قومندانانو دشلو ساعتونو خپل منځي مشوره یو طرفته او دلوی ملا صاحب ددو دقیقو خبره بل طرفته، ولي دا یوه خبره تر ټولي شپې تر مشورو درنه او معقوله وه او په فیصله کي یې خیر و،دښاغلي منصور په اند دا ځکه چي دلوی ملا صاحب هغه ثاقب ذهن و کوم چي په یو وخت دقضیې ټول اطراف را وارزول او هر څه به یې مخته راتلل.
داسلامي امارت ددعوت او ارشاد کمیسیون مشر او پیاوړی شخصیت مولوي امیر خان متقي صاحب وایي چي ما لوی ملاصاحب ته مشوره ورکړه، ما ویل چي والیان ټول نظامي کسان دي باید دوی ته یو داسي معاون ور وټاکل سي چي هم یې تقریر زده وي،هم عالم وي او هم ورسره پر هر قدم دشریعت داوامر فکر وي،نو وایي لوی ملا صاحب راته وویل: دا کار ستا پر ذمه دئ او ددنیا او آخرت مسئولیت پر تا دئ” ښاغلی متقي صاحب وایي چي زه خو دې وړې جملې جام کړم، دی زیاتوي چي په ښکاره خو دا جمله”ددنیا او آخرت مسئولیت” یوه وړه جمله ده ولي دومره معنی داره او له ثقل ډکه جمله ده چي بار اخیستلو ته یې وار خطا شوم.
ماچي کله دمتقي صاحب دخولې نه دا واورېده نو ما دځان سره دا وویل چي یو چا ته الله پاک دومره باریک بیني ورکړې وي او دباریک بینۍ سره یې دومره جامعیت هم ورکړی وي چي په دوو تورو کي دنیا رانغاړي خو بیا هم ده ته خلک د ساده نسبت کوی نو دا بیا دده ساده والی نه بلکي دده عظمت دومره بالا دئ چي خلک يې نه تصور کولای شي او نه یې فهمولای شي،ځکه نو بیا دخپل فهم کمزوري ده ته انتسابوي.
نن چي دده ددنیا څخه دتګ اتم تلین دئ خدای شاهد دئ چي ټول جهادي صف اوس هم دده له هغه ساده خو باریکه خبرو او هدایاتو نه سرچینه اخلي او نن دده داتم تلین سره سم ټوله نړۍ چي ده ته یې دامریکا سره په ټټر وهلو دلېونتوب نسبتونه کول نن دا اقرار کوي چي واقعي دهغه دریځ سم او دهیواد په اړه یې سوچ سم و،او تاریخ به دده هغه ساده خبري دزرینو هدایاتو په شکل له ځان سره محفوظه ساتي او نوي نسل ته به یې په پوره افتخار سره ور رسوي.