مشر ملا صاحب د عزم، همت، توکل او وفا بې مثاله ستوری!

عبدالباقي (حقاني) الله تعالی چې د کوم وخت نه انسانان پیداکړي د هغه وخت ته تر نن پور ې الله تعالی دنیا د اضدادو مجموعه ګرځولې ده، د بیلګې په توګه: د رڼا سره په څنګ کې تیاره، د خوشحالۍ سره په څنګ کې خفګان، د صحت سره په څنګ کې مرض، د نیکۍ سره […]

عبدالباقي (حقاني)

الله تعالی چې د کوم وخت نه انسانان پیداکړي د هغه وخت ته تر نن پور ې الله تعالی دنیا د اضدادو مجموعه ګرځولې ده، د بیلګې په توګه: د رڼا سره په څنګ کې تیاره، د خوشحالۍ سره په څنګ کې خفګان، د صحت سره په څنګ کې مرض، د نیکۍ سره په څنګ کې بدي، د اسلام سره په څنګ کې کفر، د سنت سره په څنګ کې بدعت، د عدل سره په څنګ کې ظلم، د توحید سره په څنګ کې شرک وجود لري او دا  سلسله به تر قیامته پورې جاري وي.

په دنیا کې د مسلمان ژوند الله تعالی یوه امتحاني مرحله ګرځولې ده، نیک مسلمان په دې مکلف دی چې د کفر او بد عملۍ سره مقابله وکړي، الله تعالی فرمایې: (خَلَقَ الْمَوْتُ وَ الْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكمْ اَحْسَنُ عَمَلًا)ؕ.

همدارنګه د الله تعالی سنت دي چې د هر وخت د متکبر او ظالم کبر او ظلم چې کله انتها ته ورسیږي نو، ددې کبر او ظلم د ختمولو لپاره الله تعالی د وخت یو سوچه او صادق مسلمان انتخاب کړی او دا سوچه مسلمان به د خپل وخت د مقابل لوري په نسبت ظاهراً ډیر کمزوری هم وي او په دې کې د الله تعالی حکمت دا دی چې خلکو ته ثابته کړي چې د کامیابۍ دارومدار په ظاهري وسایلو نه دی بلکې په معنوي قوت دی، چا سره چې د معنوي قوت پانګه څومره زیاته وي کولای شي د وخت د یو لوی زورور متکبر او ظالم مقابله وکړي او د هغه تکبر او ظلم د خاورو سره خاورې کړي.

د فرعون په شان متکبر چې د الوهیت دعوه یې کړې وه او دا به ویل: (أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلْأَعْلَىٰ )ؕ. او د کبراندازه یې دا وه چې قران یې بیانوي:  (وَفِرْعَوْنَ ذِي الأوْتَادِ)ؕ، د خلکو په لاسونو او پښو به یې میخونه ټک وهل. دداسې متکبر او ظالم مقابله الله تعالی په هغه موسی علیه السلام وکړه چې دده په کور کې راغټ شوی و.

د نمرود متکبر مقابله الله تعالی په مخلص پیغمبر حضرت ابراهیم علیه السلام وکړه، د مکې د قریشو چې د ظلم کچه یې انتها ته رسیدلی وه، مقابله یې الله تعالی په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وکړه.

د ابو جهل خاتمه الله تعالی په دوو نابالغو ماشومانو وکړه.

لنډه داچې د هر وخت دمتکبر مقابلې ته الله تعالی دوخت مخلص ایمانداره ودروي، نن وخت ددنیا په کچه د امریکې تسلط او غرور انتها ته رسیدلی، اسلامي او کفري دنیا ترې په اور کې ولاړه وه/ ده. ددنیا په کچه یې مقابل لوری نه درلود، الله تعالی د خپل سنت مطابق ورته د وخت د عزم، همت، اخلاص، توکل علی الله او د وفا نه ډک طالب العلم مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد نورالله مرقده انتخاب کړ، که موازنه وکړو د ظاهرې اسبابو په تله کې د مقابلې یو جهت امریکا او د هغې متحدین د اسبابو په دنیا کې د هیڅ کمی نه لري او که د مقابلې بل لوري ته ځیر شو د یو مطمئنې شپې سبا کولو ځای او اسباب هم نلري.

البته په ډیره لویه معنوي وسله سنبال دی، ددې درویش مشر لښکر هم ددنیا د وسائلو د لحاظه ډیر کمزوری دی. مګر د ایمان او اخلاص منارونه دي، الله تعالی د خپلو سنتو په اړه ارشاد فرمایې: (وَلَن تَجِدَ لِسُنَّة اللَّهِ تَحْوِيلًا)ؕ. د الله تعالی په طریقه کار کې به په هیڅ وخت کې بدلون ونه مومی او الله تعالی خپل سنت دارنګې بیانوي: (كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإذْنِ اللَّهِ) ؕ. که الله تعالی وغواړي ډیر کرت به یو کم جماعت ته په لوی جماعت غلبه ورکوي او دا هغه څه دي چې دنیا والو ولیدل چې امریکا او ددې متحدینو سره څومره وسائل وو او په مقابل کې یې د امیر المؤمنین مرحوم تر قیادت لاندې مجاهدینو سره کوم او څومره وسائل وو؟ او نتیجه مو هم ولیده چې ټوله دنیا په دې اقرار کوي او عملاً یې ولیدل چې امریکا او ددوی متحدین په افغانستان کې ناکام شو او د هغه فقیر درویش د ايمان او اخلاص نمونه ملا محمد عمر مجاهدرحمه الله او د هغه مجاهدین کامیاب شول.

دامیرالمؤمنین نیکې خاطرې د هر هغه چا سره په مختلفو رنګونو کې دي  چې دده سره یې واسطه پاتې شوی وي، زما هم د مرحوم سره د کشرۍ واسطه پاتې شوی ده او په مختلفو موضوعاتو اومسائلو کې مو ورسره وخت په وخت د نزدې نه ناستې او مجالس شوي، د وخت د کمي له امله ډیرې خاطرې دلته نه شم بیانولی البته د همت او توکل یوه خاطره به یې د لوستونکو د وړاندې د عبرت په خاطر ذکر کړم.

“د تیر امارت په اوائلو کې زه د خوست والي وم، دخوست په داخل او بهر کې د مخالفینو پروګرامونه رنګارنګ وو یو وخت مشکلات راډیر شول زه د مشورې په موخه مرحوم امیر المؤمنین ته ورغلم او دخوست مشکلات مو ورته واضح کړل، هغه راته په لنډو الفاظو کې وویل: خپله وسه کوه مونږ په خپل وس او توان مکلف یو او نور به یې الله تعالی ته حواله کوو، دین هم د الله تعالی دی او مخلوق هم دالله تعالی دی”

دده ددې لنډې وینا څخه ماته په علمي دنیا کې ډیر لوی قناعت حاصل شو او دا ځکه چې:

په دې لنډو الفاظو کې د شریعت دوه و غټو اصولو ته اشاره وه یو دا چې انسان باید د باطل سره په مقابله کې خپل ټول توان په کار واچوي او تمبلي ونکړي چې ددې سره به دده شرعي مسؤولیت پوره شي، الله تعالی فرمایې: (لَا یُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا)ؕ.

دوهم دا چې انسان باید خپل ټول کارونه حقیقي مالک ته وسپاري، پر هغه توکل وکړي او د هغه نصرت په وعدو اعتماد وکړي، الله تعالی فرمایې: (وَاُفَوِّضُ اَمْرِیْۤ اِلَى اللّٰهِ)ؕ، (وَمَنْ یَّتَوَكَّلْ عَلَى اللّٰهِ فَهُوَ حَسْبُه) ؕ.

دده مرحوم په دې لنډې توصیې زما پوره شرح صدر وشو او په خپل کار کې مطمئن شوم او دده د همدې توصیې نه مو تر نن ورځې پورې پوره استفاده کړې/ او کوم یې.

الله تعالی دې د مرحوم درجات اوچت کړي او الله تعالی دې د هغه ارزوګانې پوره کړي او د هغه په نقش قدم تلل دې الله تعالی ټولو مسلمانانو او مجاهدینو ته نصیب کړي.

وَصَلَّی اللّٰہُ تَعَالٰی عَلٰی خَیْرِ خَلْقِہ مُحَمَّدٍ وَّ اٰلِہ وَ صَحْبِہ اَجْمَعِیْنَ۔

 ۱۲/ رمضان المبارک/ ۱۴۴۲ هـ ق