غيبي مينه

ليکوال: مولوي فضل الرحمن بغلانی په 1999 ميلادي کال کي چي هغه وخت ما په يوه مدرسه کي د قرآنکريم حفظ کاوه او عمر مي ډېر کم و؛ زموږ کور ته به ډېر مجاهدين راتلل او دغه  زما د مجاهدينو او طالبانو سره لومړی ځل شناخت و، ميلمنو مجاهدينو سره ناستې ډېر خوند راکوه  او […]

ليکوال: مولوي فضل الرحمن بغلانی
په 1999 ميلادي کال کي چي هغه وخت ما په يوه مدرسه کي د قرآنکريم حفظ کاوه او عمر مي ډېر کم و؛ زموږ کور ته به ډېر مجاهدين راتلل او دغه  زما د مجاهدينو او طالبانو سره لومړی ځل شناخت و، ميلمنو مجاهدينو سره ناستې ډېر خوند راکوه  او کوشش به مې کاوه چي ډېر ورسره کښينم او خبرې ورنه واورم.
له وړوکوالي به مي مور کور کي د صحابه کرامو قصې ډېري کولي او د يو ماشوم تلوسې ماته داسې را څرګندوله چي دا صحابه کرام به همدغه طالبان وي، تر دې چي يوه ورځ مي د خپلې مور نه پوښتنه هم وکړه چي هغه صحابه کرام خو به دغه خلک نه وي؟
نو مور مي اول وخندل او بيا يي راته و ويل چي هغه خو ډېره پخوا زمانه کې تېر شوي دي ،
خو دغه خلک د هغو په پلو روان دي.
مجاهدينو به د خپل امير ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد(رحمه الله) قصې کولي او د هغه د شجاعت او د تقوی واقعې به يي بيانولې او موږ به ورته په ډېر شوق سره غوږ نيولی و، تر دې چي نادیده مو په ماشومتوب کي د مرحوم اميرالمؤمنين صاحب سره غيبي مينه پيدا شوه او داسې را باندي ګران شو لکه خپل پلار چي را باندي ګران دی.
چي سهار به کله مدرسې ته تلو نو په لار کي يو د اخبارونو دوکان و چي دوه قسمه اخبارونه به يي خرڅول، يو ته به يي وحدت اخبار ويل او بل ته سهار، په جيب کي به مو دومره پيسې نه وي چي اخبار مو پرې اخيستی وای نو په پټه به مو اخبارونو ته هسي کتل او د مجاهدينو طالبانو د احوالو څخه به مو ځان خبراوه.
زما اوس هم ياديږي چي يوه ورځ د اخبارونو پدې دوکان کي دومره زيات رش و چي  اخبارونه ټول ختم شوي وه او دکاندار سره يوازي يو اخبار پاتي و چي هغه يي خرڅولو نه ، بلکه راغلو مشتريانو ته به يي هسي ورکولو چي وه یې ګوري، موږ هم خپل کوشش وکړ چي اخبار وګورو او په کتلو سره د اخبار په سر ليکل شوي و چي احمد شاه مسعود وژل شوی دی.
ډېر زيات خوشحال وم او د خوشحالی هيڅ انتها نه وه.
زما ددغې خوشحالۍ دوه وجهې وې، اوله وجه دا وه چې سره له دې چي احمد شاه مسعود مي نه پيژانده او نه يي د کارونو څخه خبر وم خو دومره پوه وم او  د مجاهدينو له خولې مي اوريدلي وو چي دغه کس د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله دښمن دی، ددغه دښمن په ختميدو سره  به په ټول افغانستان کې د طالبانو حکومت راځي او جنګونه به ختميږي.
دوهمه وجه دا وه چې د جنګونو په ختميدو سره به ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هم لکه د نورو مجاهدينو غوندي موږ کشران به يي و وينو او خپلي سترګي به يې په دیدار روښانه کړو.
همداسې وخت تېريدو چې يوه ورځ زموږ د کور مشرانو وويل چي ډېر غټ کار شوی دی، په امريکا کي يې د يوولسم سپتمبر د پېښې ويډيو ليدلې وه چي امريکايانو يې پړه پر شيخ اسامه بن لادن (رحمه الله)  باندې اچوله او طالبان يي ورسره همکاران بلل، څه وخت تېريدو وروسته  زما د حفظ د دستار بندي په ورځ يو شيخ صيب په بيان کي و ويل چي مجاهدينو ته دعا ګانې وکړئ ځکه چي امريکا حمله کړيده او ډېر مظلوم مسلمانان يي په شهادت رسولي دي. د دستار بندي په دغه ورځ مي  پخپلو وړو او بې وسه لاسونو د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د حفاظت او نصرت نه بغیر بله دعا نده غوښتې.
د اشغالګرو ځواکونو په راتګ سره په مجاهدينو هغه حالات راغلل چي د وطن هر فرد ور باندې خبر دی.
د ارواښاد امير المؤمنين غيبي مينه مي همداسې په زړه ساتلې وه چي څه وخت وروسته خبر شوم چي ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وفات شویدی ، د وفات خبر په اوريدو سره مي په څټ کې داسې درد پيدا شو چي هيڅ اخوا ديخوا مي نشو کتلای او ډېر وخت همداسې چوپ ناست وم لکه ټوله نړۍ چي ختمه شوې وي، بيا له کوره بهر راووتم او غوښتل مي چې داسې ځای ته تللی وای چي هلته مي د نورو ملګرو سره په چيغو چيغو ژړلي وای او د زړه درد مې ورباندي قرار کړی وای.
زما  ناليدلي محبوب له دې دنيا نه سترګي پټې کړې او هغه هم په تنهايي کې چي نه ورسره کورنۍ او بچيان وو او نه ورسره ملګري او ياران، سوچ مي کولو چي دوفات سبب به يي څه وي؟ کيدی شي چي له ډېره وخته بيمار او په تکليف وو؟
د وفات په وخت به يي څه خبرې کړي وي او څه وصيتونه  به يي کړي وي؟  خپل خالق حقيقي ته د روح سپارلو نه وروسته به يي سترګې چا ور پټې کړي وي؟
خپل بچيان به څومره ورته ياديدل؟
د مجاهدينو لپاره به څومره انديښمن و؟
غسل ، کفن او دفن به يي څنګه شوی وي؟
همدې سوالونو  مې نور هم د زړه درد زياتوه،
ځان سره مې عزم وکړ چي د دغې مينې حق به هله ادا کيږي چي کله ددغه عظيم انسان په پل پښه کښېږدم او خپله زندګي د اعلاء کلمة الله لپاره وقف کړم.
الله دي مونږ ته توفيق راکړي چي د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ميني او قربانۍ حق ادا کړو او راتلونکي نسل ته د نوموړي شجاعت ، قرباني او شهامت بيان کړو چي دوی پدې پوه شي چې  دغه ټاټوبي داسې زلمي هم په خپله غېږه کي روزلي چې په دين اسلام او مسلمان ورور يي د غيرت کولو له وجې د ټولې نړۍ د دښمنۍ غشو ته خپله سينه سپر کړه مګر په خپل دين، خاوري او اولس سودا ونکړه!
الله تعالی دي د مرحوم اميرالمؤمنين قبر له نوره ډک کړي‌.
الله دي قبر له انواراتو څخه ډک کړي. آمين.