طالبان دافغانستان پر څومره سلنه خاوره واک لري؟

بشیرفرهاد  وروستیو کې درسنیو ، ځینو ادارو او اشخاصو لخوادابحث و شو چې طالبان عملاً دافغانستان دخاورې  په څومره سلنه واکمن دي؟ دې لړ کې مختلف نظرونه او معلومات ارائه شول    امریکا چې پخپله په افغانستان کې دطالبانو په خلاف  پر جنګ لګیاده او دتیرو ۱۷کالونه دا کوښښونه کوي چې پرهغوی بری ترلاسه کړي […]

بشیرفرهاد

 وروستیو کې درسنیو ، ځینو ادارو او اشخاصو لخوادابحث و شو چې طالبان عملاً دافغانستان دخاورې  په څومره سلنه واکمن دي؟ دې لړ کې مختلف نظرونه او معلومات ارائه شول  

 امریکا چې پخپله په افغانستان کې دطالبانو په خلاف  پر جنګ لګیاده او دتیرو ۱۷کالونه دا کوښښونه کوي چې پرهغوی بری ترلاسه کړي   دبې بې سې نړیوالې راډیو دراپور په استناد: افغانستان کې دامریکائي لګښتونومؤسسې( (سیګار)اعتراف کړی چې:افغانستان کې دامریکا پلوي دولت دواک ساحه دپخوا په پرتله کمه شوې او د هیواد نیږدې نیمائي سلنه دطالبانو لاس ته ورغلې  ده

سیګارکاږي: دافغانستان۴۰۲ولسوالیوڅخه۲۲۶ولسوالۍ د دولت ترکنترول لاندې دي اوپاتي نورې دطالبانو لاس ته لویدلې چې په دې حساب نیږدې ۴۵سلنه خاوره د دولت له لاسه وتلې ده

سیګاروایي: دوی ته دنویو لاسوندونو په مندلو سره داهم  جوته شوې چې په تیرو درې میاشتو کې ۷،.سلنه خاوره د دولت له واکه وتلې اوپه راتلونکي کې شاید نورې سیمې هم د دولت له واکه ووځي

سیګار پخپل راپور کې انکشاف کړی چې هغه ۴۹ولسوالۍ چې دافغانستان د ټولې خاورې ۱۲سلنه جوړه وي په بشپړه توګه  ددولت له کنترول وتلې  اوو دطالبانولاس ته پریوتې او همدا راز یې  ۱۳۲ولسوالۍ دطالبانو او دولت ترمنځ دجګړو سیمې بللې

طالبانو که څه هم رسماً لا تراوسه په دې اړه کوم راپور یا معلومات ندي خپاره کړې چې دوی دافغانستان دټولې خاورې په څومره سلنه واک لري؟  خو هغوی ته نیږدې سرچینې دعوه کوي چې دهیواد شاوخوا ۷۰سلنه خاوره  دطالبانو ترنفوذ لاندې ده او په ډیرلنډ مقاومت سره ګڼ شمیر ولایتونه او ولسوالۍ دسقوط سره مواجه کولی شي  خو د ملکي تلفاتو له ډاره[چې امریکایې یرغلګر ورباندې  ړانده بمباردونه نه دریغوي) یې نه نیسي 

د کابل رژیم یوتن پخوانی جنرال امرخیل وایي: طالبان دهیواد پر سل؛سلنه خاوره واک لري ….   او دهیواد دپلازمینې په ګډون په ټولو لویو ښارونو کې شتون او نفوذ شته… 

تیرکال دنومبر میاشت کې افغانستان کې دناټو او امریکائي ځواکونو قومندان نیکولسن لاپه کړې وه چې دوی  به دخپل واک لاندې ۶۵سلنه  خاوره ۸۰سلنه ته لوړه کړي لیکن سږ  چې دادی  بیا دنومبرمیاشت ده  دکابل مزدور رژیم او دامریکا او ناټو یرغلګر دخپلو لافو شاپو سربیره  ونه توانیدل چې   په یوه سلنه خاوره کې   هم دخپل واک ساحه وغځوي! بلکې  برعکس  دسیګار په قوال شاوخوانوره لس سلنه خاوره یې  دلاسه ورکړې 

بل پلوته هغه غربي کارپوهان چې دوامدار دافغانستان  چارې څارې هغوی دافغان دولت په جنګي روزنه او پوځي وړتیا شکونه ښيي او مني چې ورباندې دامریکا لګښتونو کومه نتیجه نده ورکړې  او نه دامریکا دکومک پرته هغوی دطالبانو دبریدونو په وړاندې دمقاومت تاب لري 

دا هغه راڼه حقایق یا واقعیتونه دي چې پخپله امریکایان او غربیان پري اعتراف کوي چې دافغانستان وضعیت د دوی دلاسه په وتو او دطالبانو لاس ته په ورتلو دی  په خاصه توګه  په وروستیو کې  دطالبانو لخوا دکامیابو تاکتیکونو په ترڅ کې  یوشمیر مهم  پوځي قومندانان لکه دکندهار جنرال عبد الرازق او هلمندکې  دجبار قهرمان  په له منځه وړلو سره دامریکایانو دریځ  اوپلانو لا ټکان کړی دکندهار دبرید نه روغ وتلی امریکاېي جنرال سکاټ ملیر هم په وازکومې اعتراف کړی چې دافغانستان جګړه پوځي حل نلري  او دامریکا عسکر یې ډیر ستومانه کړي 

جنرال عبد الرازق چې دکندهار دامنيې قومندان سربیره په ټول جنوب لویدیځ زون کې دامریکایانو او کابل رژیم یو واکمن  وحشي او ظالم  قومندان و، خلک او ولسونه هلته تري ډیرې بدې خاطرې لري، هغه  په خلکو باندې  دومره بربنډ ظلمونه او بشرضد جنایتونه کړي چې دحقوق بشر لخوا هم په بشري جرمونو تورن ګرځول شوی و

  هغه یو مطلق بیسواد، جاهل او نا لوستی  و دامریکا یانودیرغل سره سم په  سپین بولدک والسوالۍ کې راپيداشو او دسرحدې پولیسو دیوې پوستې قومندان و، ویل کېږي چې ددینه وړاندې یې  موټران وینځل په دې وجه نه ورته کوم هنر یا کمال یاد  وو او نه دکومې پخې تجربې  اوپوهې څښتن و، طبعیتاً ظالم اوو حشی صفت و ،په عامو خلکوباندې  یې طالبانو سره دهمکارۍ کولو  په تور  بیدریغه ظلمونه  کول، هغه په لنډ وخت کې دامریکایانو دپام وړ وګرځید، لومړی یې دکندهار دسرحدي لوا قومندان کړ  بیادکندهار امنیې قومندان  او دټول جنوب لویدیځ زون  لپاره د بې تاجه پاچاپه توګه مقرر کړ

په خاصه توګه دکندهار په غیور او مجاهد ولس او مجاهدینو دهغه لخوا شوي ظلمونه هیریدونکي ندي   آن چې په ظلم او وحشت کې یې په ټول افغانستان کې ساری نه لاره  نوپه دې توګه امریکایانو خپل یوخاص غلام او اجیر دلاسه ورکړ  چاچې دهغوی لپاره دهیڅ بشري جنایت او وحشت څخه مخ نه اړه وو

دطالبانو لخوا دهغه  په نښه کول او وژل دزماني اهمیت له پلوه  هم ضرورو ځکه  په امریکا کې په دې موضوع بحثونه او چنې وهل روان دي چې امریکا دي د افغانستان جګړه دبلیکواټر په نامه پوځي شرکت ته په قرارداد ورکړي او که نه؟ پخپله دبلیکواټر مشر بیا بیا غوښتنه کوي چې دامریکا ولسمشر ټرمپ دي  دافغانستان جګړه دده پوځي شرکت ته په قرارداد ورکړي او په ۶میاشتو کې دی نتیجه وغواړي

دیوشمیر باورې سرچینو په وینا:  جنرال عبد الرازق ، رحمت الله نبیل( دامنیت ملي پخوانی مشر) دبلخ  قومندان عطا محمد، دپنجشیر امر الله  صالح دننګرهار ظاهرقدیر  و حضرت علي  او همدا راز دامنیت ملي پخوانی معیوب مشر اسد الله خالد  په افغانستان کې د بیلکواټر غړي اومعاش خواره دي  او ټول  ددي پلویان دي چې امریکا دي  دافغانستان  جنګ بیلکواټر ته په قرارداد ورکړي  چې په دوی کې مهمه مهره عبدالرازق اڅکزی و ،و رازم دیته چې دعبد الرازق  وژل کیدل  یو ستر بری دی او ممکن په دې سره  دبیلکواټر پروسه هم  ټکان وخوري   نوپه دي توګه په یو ډزسره  څو ښکاره وشول او توقع ده چې دبیلکواټر دسیسه هم  لکه رازق خان  ترخاورې لاندې دفن شي 

په ورته توګه جبار قهرمان  هم پردیپال او کمونست جنرال و، اشرف غني چې کله ولسمشر شو هغه یولوی شمیر کمونستانو ته پخپل حکومت کې ګڼ کلیدي پوستونه او واکونه ورکړل  ،یو دهغوی څخه جبار قهرمان هم  و ،هغه په هلمند کې دطالبانو په خلاف  دجنګ تشدیدولو لاپه وکړه چې ډیر ژربه هلمند دطالبانو دشتون څخه ازاد کړي تردې پورې چې چې دخپلو ملیشو او عسکرو قومندانانوته یې دا حکم کړی و  چې ور ته مطلقاً  دږیره ور سړي دجسد د ور ښودو یا راوړو په بدل کې یو نیم لک  افغانۍ نغدې اخلئ ، په دې سره یې لوی شمیر خلک دده عسکرو دپیسو لپاره هم  ووژل لیکن بیا هم جبار  هلمند کې طالبانو ته شکست ورنکړای نشو او مقابل کې  نه یواځي هغوی دهلمند نورې پراخې سیمې  ونیوې  بلکې سرچپه یې په لښکر ګاه ښار کې  دیو دقیق برید په ترڅ  کې قهرمان هم دخپلوبدوکړنو  په بد انجام  ورساوه 

نوپه دې توګه ویلای شو چې افغانستان کې امریکاپلوی دولت او پخپله امریکا دناکامۍ سره مخ ده  ګڼ شمیردسر قومندانان  او کسان یې ووژل شول دپاتې نورو  انجام به همدا وي، مجاهدین عالي روحیه او لوړمورال لري او په خارجي یرغلګرو او دهغوی په ګوډاګیانو یې دژوند کړۍ تنګه کړې او ددښمن په اقرار دنیمائې نه په زیاته خاوره بشپړ واک لري 

پای