شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله د جهاد او ازادۍ سرلاری

مجاهد خواجه شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د اسلامي امت هغه اتل و، چې غربي ښکیلاک ته يې د رزمي ډګر تر څنګ په سیاسي ډګر کې هم حیرانوونکې ماته ورکړه. شهید امیرالمؤمنین په افغان خاوره نړیوالي استخباراتي ادارې چلینج کړې او د هغوی شومې ارادې یې له خاورو سره خاورې کړې. د […]

مجاهد خواجه
شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله د اسلامي امت هغه اتل و، چې غربي ښکیلاک ته يې د رزمي ډګر تر څنګ په سیاسي ډګر کې هم حیرانوونکې ماته ورکړه.
شهید امیرالمؤمنین په افغان خاوره نړیوالي استخباراتي ادارې چلینج کړې او د هغوی شومې ارادې یې له خاورو سره خاورې کړې.
د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله د وفات نه وروسته د اسلامي امارت د صف یووالی ساتنه هغه ستره بریا وه چې غربیانو او ګوډاګیانو یې د ویش او اختلافونو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه، د دې سپېڅلي صف د پاشلو لپاره یې مټې را بډ وهلې وې او د طالبانو په وړاندې یې له تبلیغاتو څخه په پراخه پیمانه کار اخیستی و.
خو ثالث عمر رحمه الله تر شا داسې څوک پرې ایښی و، چې د رزمي ډګر تر څنګ یې په نړیواله سطحه په سیاسي ډګر کې هم نړیوال سیاسیون مات کړل.
که څه هم د ده د زعامت پر مهال د داعشي خوارجو ستره فتنه را پورته شوه او نژدې وو چي ګران هيواد له يوه ستر ناورين سره مخ کړي خو ده په پوره درايت د هغوی په وړاندي د داسي مبارزې چوکاټ جوړ کړ چي پر اساس يې الحمدلله له هيواده د خوارجو د ظلم او وحشت کمبله ټوله شوه.
د شهيد أمير المؤمنين د سياسي بصيرت په برکت په قطر کې سیاسي دفتر پرانيستل سو چي د امارت مشران يې په نړیوال سټیج ودرول او دنیاوال يې وپوهول چې اسلامي امارت د تروریزم ریښه نه بلکې له خپل هیواد نه د غربي ښکیلاک د ناوليو پوځیانو د ایستلو او د هیواد د خپلواکۍ لپاره یې سپڅلې مبارزه مسلم حق دی.
شه
شهيد منصور تقبله الله د هیواد په کچه په تعلیمي ډګر کې هم خورا زیاتو پرمختګونو ته لاره هواره کړه، د جګړو له امله تړل شویو ښوونځیو بیا پرانیستل او د هغوی د څارنې او هڅونې لپاره یې زیات کار وکړ.
شهید امیر المؤمنین تقبله الله په فرهنګي ډګر کې یو بیساری نوښت را منځته کړ او د غربي میډیا د پروپاګند په وړاندې يې د اسلامي امارت د مطبوعاتي او نشراتي چارو د منظمولو او چټکولو لپاره مؤثر اقدامات وکړل.
د ملکي تلفاتو د مخنیوي په پار یې ځانګړی کمیسون جوړ کړ تر څو د ملکي تلفاتو مخنیوي وشي.
د هیواد متدین، بارسوخه، مسلکي او باتجربه اشخاص یې د ځانګړي اعلامیې له لاري وهڅول تر څو خپل کړیدلي ولس او خلکو ته خدمت وکړي او په مجاهدینو یې غږ وکړ تر څو د داسې خلکو قدرداني وکړي، همدا لامل و، چي ده د خلکو زړونه وګټل او د یو داسې غیرتي مشر لقب یې خپل کړ چې دښمن هم پرې ګواه دی.
د شهید امیرالمؤمنین تقبله الله د زعامت پر مهال د دښمن مورال ډېر کمزوری شو او په ډیرو ولایتونو کې پر دښمن ساحې تنګې شوې او ستر فتوحات منځته راغلل چې پدغو فتوحاتو کي کندوز ولایت هم فتح سو.
په معسکراتو کې د ځوان نسل روزنه، د جنګي تکتیک زده کړه او د معسکراتو زیاتوالي ته توجه د امیرالمؤمنین تقبله الله په جنګي تکتیکونو د مهارت یوه ستره بیلګه ده.
د شهید امیرالمؤمنین تقبله الله کارنامې، عزم، تقوا،میړانه او شجاعت د افغانستان مؤمن او مجاهد ولس او نړیوالو ته څرګند دی.
که د امریکایي یرغل په وړاندې د تنکیو ځوانیو قربانول ، خواږه شیرین وجود نه باورود تاوول او ځان ټوټه ټوټه کول د فدایي زلمیو شهکاري او سرښیندنه وه، خو د شهید رهبر په بارودو سوی وجود هم هغه چاته یوه حیرانونکې پیښه وه ،چې ویل به یې طالب مشران ولې دا ډګر ته نه وردانګي ،په کشرانو یې دا ډګر ګرم ساتلی دی.
هوکې!
کله چې د یوې ډلې او یو قوم مشر داسې سرښندنو او قربانیو ته تیار وي څه فکر کوئ داسې خلک به ماته ومني؟ ایا داسې ازاد خلک به د پردیو غلامي او واکداري قبوله کړي؟
نه! هیڅکله نه !
شهید امیر المومنین هغه څوک و چې د اعلا کلمة الله لپاره یې خپل وجود کباب کړ!
شهيد اميره! رب العالمین ﷻ دي دا ستره قرباني قبوله کړه!