شهید امیرالمؤمنین او اسلامي امارت

سید شریف شهید امیر المومنین ملا اخترمحمد منصور تقبله الله هغه رهبر و، چې پر پوهې، شجاعت او دجهادي مقاومت پر پیاوړتیایې دښمن هم اعتراف کوي. شهیدمنصور دصلیبي اشغال پر ضد روان جهادي مقاومت پراخ اوڅو اړخیز کړ،د جګړې دجوش سره یې د ډیپلوماسۍ هوش هم غاړه غړۍ کړ او په مټ یې نړیوال قانع […]

سید شریف

شهید امیر المومنین ملا اخترمحمد منصور تقبله الله هغه رهبر و، چې پر پوهې، شجاعت او دجهادي مقاومت پر پیاوړتیایې دښمن هم اعتراف کوي. شهیدمنصور دصلیبي اشغال پر ضد روان جهادي مقاومت پراخ اوڅو اړخیز کړ،د جګړې دجوش سره یې د ډیپلوماسۍ هوش هم غاړه غړۍ کړ او په مټ یې نړیوال قانع کړل چې امریکا پر افغانستان ناروا یرغل کړی او پر ضد یې دطالبانو په مشري ملي پاڅون یو مشروع غبرګون دی.
شهید منصور صاحب په نظامي ډګر کې نوښتونه رامنځته کړل، دمجاهدینو د بدني او فکري روزنې لپاره یې معسکرونه پرانستل. نظامي ځانګړې قطعې یې جوړي کړې،دچریکي بریدونو ترڅنګ یې د جبهيې حملو امکانات برابر کړل چې له امله یې داشغال ضد په یوه نیمه لسیزه مقاومت کې مجاهدین په لومړي ځل وتوانیدل چې د یو ولایت( کندز) مرکز هم ونیسي، دهلمند پر ۹۰ سلنه واک ټینګ کړي، د فراه له ۷۰ سلنې دښمن فرار کړي، په بغلان، فاریاب، سرپل، بادغیس، غور، بدخشان،ننګرهار،لوګر، میدان وردګ، غزني،زابل او…. کې ګڼې ولسوالۍ او پراخې سیمې له دښمن څخه تصفیه کړي او دامن سپین بیرغ پکې ورپوي.
شهید منصور صاحب دزمان او مکان په خورا ترینګلو حالاتو کې سیاسي هلې ځلې پراخې او چټکې کړې،د نوموړي دنیابت په مهال قطر کې سیاسي دفتر پرانستل شو،د همدې دفتر له لارې داسیا او اروپا مختلفو هیوادونو ته سفرونه وشول، په لویو کنفرانسونو کې دامارت استازودامارت موقف په داسي ډول بیان کړ چې ډیری ګډونوالو یې دامارت دداعیې ملاتړ وکړ.
د شهید منصور صاحب په هڅو فرهنګي او مطبوعاتي مبارزه غښتلې شوه. ددښمن په منځ کې دعوت پیل شو.د ملکي تلفاتو دمخنیوي لپاره ځانګړې اداره تشکیل شوه.معارف ته دومره وده ورکول شوه چې دجګړې له امله تړل شوي او زیانمن شوي زیات ښوونځي بیرته فعال اوپرانستل شول، حتی په بیلابیلو ولایتونو کې دلسګونو مدرسو او ښوونځيو د بنسټ ډبرې کښېښودل شوې.
شهید منصور صاحب په ډیر تدبیر او پوره زړه ورتیادداعشي فتنې او بغاوت پر ضد ګامونه پورته کړل،اسلامي امارت کې دانشعابونو مخه یې ډب کړه،پر اشغالګر دښمن او مختلفو یونیفورم لرونکو اجیرانو یې ځپونکي بریدونه وکړل .که د یادوو شوو فتنو پر ضددمنصور صاحب پر وخت اقدام نه وای، افغانستان به دوهمه سوریه وای،خپلمنځي شخړو به د یرغلګرو شتون او کرغیړن پلانونه له خلګو هیر کړي وای او افغانستان به دنړیوالو زبر ځواکونو دجګړې تود ډګر وای.
منصور صاحب امارت کې داسي ادارې جوړښت رامنځته کړ چې ډیر حکومتونه ځني بې برخي دي دبېلګې په توګه ټول کمیسیونونه او ادارې ځانګړې لایحې او طرز العملونه لري، دمشرتابه له لوري وخت په وخت د ټولو نظامي او ملکي چارو او ادارو ارزونه ترسره کیږي، دمکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق دی، دمشرتابه له لوري چې دنصب او عزل کوم فرمان صادر شي، څوک چون وچرا نشي پکې زیاتولای.
دښمن دمنصور صاحب لیاقت او اهلیت درک کړ،له ډيرو لارو یې ددغه ستر شخصیت او نومیالي اتل دجرحه کولو هڅې وکړې، د پروپاګند ډیر چینلونه یې پسې پرانستل،دترور هڅې یې وکړې،خو الله تعالی دمنصور صاحب نصرت وکړ په ټولو ډګرونو کې پر معلوم او پټ دښمن بریالی شو. منصور صاحب ددښمن بدې ارادې درک کړې وې او په یو وینا کې وویل چې:« موږ ته دخپلو سرونو تر حفاطت د خپلو اهدافو ساتنه لومړیتوب لري». منصور صاحب دزمان او مکان په ډیرو سختو حالاتو کې دډيرو فشارونو او تهدیدونو سره سره دامارت د لا قوي کولو او ددښمن د ټکولو په موخه خپلې هڅې جاري وساتلې.
شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله اسلامي امارت په پوځي او سیاسي ډګرونو کې قوي کړ، د امارت د فعالیت داخلي او بهرنۍ چارې یې منسجمې او ځواکمنې کړې، د دښمنانو ډیرې دسیسې او حربې یې شنډې کړې، د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تر وفات وروسته یې د دښمن هغه ارمان او پلان چې اسلامي امارت متلاشي کړي، شنډ او نیمه خوا کړ او اسلامي امارت یې لا متحد، منظم او قوي کړ.
الله تعالی دې شهید امیرالمؤمنین د انبیاوو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو په انعامونو ونازوي، امین یا رب العالمین!