شمس الشهداء شهید منصور صاحب ته!

شاعر: محسن احسان  لکه عــمـــــر د خدای په نور وې منور منصوره! تایې تاریخ هسک وو ساتلی لکه لمر منـــصوره! د تور تم شپو ته دې په سر د سپین سهار څادر کړ شهید اتل ملا اختر محمد رهبر منصوره! د تاریخ ستوری شوې په باب د تاریخونو کي ته دار دې په اور کړلو […]

شاعر: محسن احسان 
لکه عــمـــــر د خدای په نور وې منور منصوره!
تایې تاریخ هسک وو ساتلی لکه لمر منـــصوره!

د تور تم شپو ته دې په سر د سپین سهار څادر کړ
شهید اتل ملا اختر محمد رهبر منصوره!

د تاریخ ستوری شوې په باب د تاریخونو کي ته
دار دې په اور کړلو بدل څه په هنر منصوره!

اې د قوي ایمان خاونده او سالاره د زمرو
تا د نړۍ دا زبر ځواک کړل در په در منصوره!

ژمن وفادار وې د اولس وهري هیلي ته ، تۀ
ستا پۀ فراق کې کړي دردونه د دزړه سر، منصوره!

په خړ مزار دې هزار ځله انوارات شه مشره
محسن احسان دې شه ملګری د محشر منصوره!