د ۲۰۱۸ کال مهمو پېښو ته کتنه!

احمد فارسی ۲۰۱۸ کال له هیواده د ټولو اشغالګرو عسکرو د وتلو په موخه د اشغال پر ضد په جهاد او د مبارزې په نوي عزم پيل شو، دا کال د مجاهدینو د زیاتو فتحو شاهد و، د ۲۹ ولسوالیو پر فتحه کولو برسېره مجاهدينو د هیواد زیاتې سیمې ونیولې، د مجاهدینو سياسي لاسته راوړنې […]

احمد فارسی

۲۰۱۸ کال له هیواده د ټولو اشغالګرو عسکرو د وتلو په موخه د اشغال پر ضد په جهاد او د مبارزې په نوي عزم پيل شو، دا کال د مجاهدینو د زیاتو فتحو شاهد و، د ۲۹ ولسوالیو پر فتحه کولو برسېره مجاهدينو د هیواد زیاتې سیمې ونیولې، د مجاهدینو سياسي لاسته راوړنې او له طالبانو سره مستقيمو خبرو اترو ته د امریکا حاضرېدل هم د همدې کال له لاسته راوړنو څخه و،  په دې کال کې اشغالګران او د هغوی داخلي ګوډاګیان د زیاتو تلفاتو متحمل شول، پیوسته ماتې او  زیاتېدونکي اختلافات ددې لامل شول چې د کابل د ادارې پايې په لړزه شي.

د دې پرمختګونو تر څنګ د اشغالګرانو او داخلي ګوډاګيانو جنايتونه او وحشتونه هم زیات شول چې زرګونه هيوادوال يې قرباني شول، په لاندې کرښو کې کوښښ شوی چې تر څو د ۲۰۱۸ کال مهمو پېښو ته لنډه کتنه وکړو، د یادونې وړ ده چې دا پيښي په مختصر او اجمالي ډول ذکر شوي، ملکي تلفات، د مجاهدینو له لیکو سره د دښمن د افرادو  یوځای کېدل او د دې مفصل راپورونه داسلامي امارت د فرهنګي کميسیون له لورې په بېل ډول نشر کیږي.

جنوري مياشت:

د ۲۰۱۸ کال جنوري مياشت د زیاتو اشغالګرو عسکرو د وژل کېدو شاهد وه چې له دې جملې څخه د جنوري پر ۱۱ نېټه د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې د ۱۶ تنو اشغالګرو افسرانو وژلېدل او د جنوري پر ۲۰ په کانټينينټل هوټل کې درانه تلفات د یادونې وړ دي.

د دې میاشتې په جریان کې د کابل د اجیري ادارې زیات شمېر لوړ پوړي افسران ووژل شول، لکه په لوګر کې د اربکیانو قومندان، د فراه د پشت رود امنیه قومندان او د دې ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر ووژل شول.

د جنوري میاشت د منصوري عملیاتو په ترڅ کې د لسګونو وړو او غټو بریدونو شاهده وه، له دې جملې څخه د جنوري پر ۲ د کابل په پغمان ولایت کې شدیده چاودنه، د جنوري پر ۴ د کابل په مکرویانو کې پر پولیسو حمله، د جنوري پر ۳ پر مارجې بریدونه، د جنوري پر ۹ د کندهار په دامان ولایت کې سخته چاودنه، د جنوري پر ۱۵ د فراه پر مرکز حمله، د جنوري پر ۲۰ پر کانټينينټل هوټر برید، د جنوري پر ۲۷ د هلمند پر نادعلي ولسوالۍ بریدونه او د کورنیو چارو پر وزارت حمله او د جنوري پر ۲۹ د کابل پر نظامي پوهنتون او ۱۱۱ فرقې سخت بریدونه د یادونې وړ دي.

د دې میاشتې پر ۱۳ امریکاخبر ورکړ چې افغانستان ته يې ۷۰۰ تنه تازه نفسه پوځیان لیږلي، د جنوري پر ۱۶ افغانستان کې د ناټو قومندان جنرال نيکولسن او د کابل د اجيري دارې مشر اشرف غني له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې پر خپلې ماتې اعتراف وکړ، دواړو ومنله چې کابل تر سختو بریدونو لاندې دی او که بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي، د کابل اداره ۶ میاشتې هم دوام نه شي کولای.

د جنوري پر ۱۷ واشنګټن پوسټ وليکل چې په یوه میاشت کې د امریکا له لوري سلګونه هوايي بریدونه ترسره شوي، خو زموږ دې بمباریو پر جنګي وضعیت هيڅ اغېز نه دی کړی، خو له بله پلوه د پنجشنبې په ورځ د جنوري پر ۲۵ په افغانستان کې د اشغالګرو عسکرو یوه قومندان جنرال جيمز هيکر وویل چې غواړي بمبارۍ  زیاتې کړي.

د جنوري پر ۳۱ بي بي سي اعلان وکړ چې د کابل اداره یوازې پر ۳۰ سلنې خاوره کنترول لري او طالبان د هیواد په ۷۰ سلنه خاوره کې فعالیت او نفوذ لري.

فبروري میاشت:

په فبروري میاشت کې مجاهدینو پر دښمن ۶۱۹ بریدونه ترسره کړل چې په ترڅ کې يې د دښمن څلور الوتکې نسکورې او ۱۶۸  پوځي ګاډي يې تخریب شول، په دې مياشت کې ۱۶ تنه اشغالګران او ۱۱۸۹ تنه داخلي ګوډاګیان ووژل شول او ۲۴ اشغالګران او ۷۲۴ تنه اجیران ژوبل شول.

د چهارشنبې په ورځ د فبروري پر ۲۱ د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ۱۴ تنه اشغالګر عسکر ټپیان او ووژل شول، په ۲۷ فبروري د لغمان په قرغې ولسوالۍ کې اشغالګر عسکر له تلفاتو سره مخ شول.

د فبروري پر ۳ د فراه د پشت کوه ولسوالۍ څارنوال، په ۹ يې د غزني په ښار کې د ټولي قومندان، د فبروري پر ۱۴ د لوګر ولایت په مرکز کې د اربکي قومندن معاون، په ۲۰ نېټه يې د ننګرهار د مرکزي زندان د پولیسو قومندان، د دې پيښي پر سبا په جوزجان ولایت کې د دوستم د اړوندو ملېشو قومندان، د فبروري پر ۱۸ د پروان په مرکز کې د امنیت یو کارکونکی، پر ۲۱ يې د کاپيسا د امنیت مدير، د فبروري په ۲۵ د اجرائیه رئیس مشاور او د سې شنبې په ورځ د فبروري پر ۲۷ په بلخ ولایت کې د اشرف غني یو ساتونکی ووژل شول.

په دې میاشت کې د مجاهدینو د بریدونو په لړ کې کولی شو، د فبروري پر ۱۰ او ۱۱ د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې پر سنګوري اربکیانو دوه پيوسته بریدونه، ددې میاشتې پر لسمه د تخار په درقد کې د چولکې لوېدل، په ۱۳ يې د کندهار په نېش ولسوالۍ کۍ سخته جګړه، د فبروري پر ۱۷ د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د نظم عامه د یوه مهم مرکز سقوط، د فبروري پر ۲۰ د دې ولسوالۍ پر پوستو ستر عملیات، د فبروري په ۲۲ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر پولیسو فدايي برید او د فبروري پر ۲۴ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د اجیرو عسکرو پر کنډک استشهادي برید او د لښکرګاه پر دوهمې امنیتې حوزې برید یاد کړو.

د فبروري پر ۲۴ د امریکا ۸۰۰ تنه ځانګړي پوځي سلاکاران افغانستان ته راغلل او له بله پلوه ايټالوي اشالګرو ونه شو کړای چې په فراه کې له مجاهدینو سره مقابله وکړه او بالاخره د فبروري پر ۲۶ د دوشنبې په ورځ له دې ولایت څخه تېښتې ته اړ شول.

د فبروري پر ۱۷ نېټه د شنبې په ورځ د کابل د اجیري ادارې یوه چارواکي اعتراف وکړ چې امنیتي وضعیت دومره خراب دی چې هغوی نشي کولای چې له ارګ څخه بهر آن یوه عادي ناسته لا وکړي، همداراز د جرمني استخباراتو وویل چې طالبان دومره قوي شوي چې د کابل په هره سیمه کې چې وغواړي کولای شي عملیات ترسره کړي، تر دې وړاندې د فبروري پر لومړۍ نېټه د پنجشنې په ورځ سیګار هم وویل چې د ۲۰۱۷ کال په نسبت د طالبانو نفوذ دوه برابره ډېر شوی دی.

د فبروري پر ۷ نېټه افغانستان کې د روسیې سفیر د حنیف اتمر د هغې ادعا په غبرګون کې چې ګني روسیه او ايران له طالبانو سره همکاري کوي، وویل چې خپله ناکامي په پردیو مه اچوئ، د کابل اداره او امریکا د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ناکام شوي، نو دا ناکامي باید ومني او نور څوک تورن نه کړي.

د چهارشنبې په ورځ د فبروري پر ۱۴ اسلامي امارت  د امریکا خلکو ته د یوه پرانيستې لیک له لارې هغوی د افغانستان له واقعیتونو خبر کړل او ویې هڅول چې خپل دولت او خپل جنګ غوښتونکي مشران دې ته قانع کړي چې جګړې ته پای ورکړي، د سولې او خبرو اترو لاره غوره کړي، تر دې وړاندې هم اسلامي امارت د امریکا ولسمشر ته یوه پرانیستی لیک استولی و.

د فبروري پر ۲۲ نېټه د شفافیت نړیوالې ادارې د کابل اجیره اداره د نړۍ څلورم فاسد دولت اعلان کړ.

مارچ میاشت:

په دې میاشت کې مجاهدینو پر اشغالګرو عسکرو څو بريدونه وکړل او تلفات او زیانونه ورته واوشتل، د مارچ پر دریمه د اشغالګرو کاروان د کابل په دوو سیمو کې تر بریدونو لاندې ونیول شو چې له درنو تلفاتو سره مخ شول.

د مارچ پر ۷ د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس، پر ۲۸ يې د ننګرهار د شيوه ولسوالۍ امنیه قومندان او پر ۳۰ یې د کنړ د ولایتي شورا غړی ووژل شو ل.

د مارچ پر لومړۍ ورځ د تخار درقد ولسوالۍ د مجاهدینو او د اجیرو کمانډویانو ترمنځ د سختې جګړې شاهده وه، د مارچ پر ۱۰ د فراه ولایتي شورا په دې ولایت کې د ۳۰ کمانډویانو او ۶ پولیسو د وژلېدو خبر ورکړ، د مارچ پر ۳ د اشغالګرو یو کاروان د کابل د نهمې حوزې  اړوند سیمه کې د برید هدف وګرځېدو، د مارچ پر ۴ نورستان ولایت په دوآب ولسوالۍ کې ۵ کلي د مجاهدینو له لورې تصفیه او ونیول شول، د مارچ ۷ د کندهار د بولدک ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ او د لويې لارې پر قومندانۍ د برید شاهده وه، د مارچ پر ۹ نېټه د تخار په خواجه غار کې د ۱۲ پوستو په ګډون یو مرکز او د مارچ پر ۱۲ د فراه ولایت انار دره ولسوالۍ د مجاهدینو لاس ته ولوېدله.

د مارچ پر ۴  نېټه ناټو د فاریاب ولایت د جګړې لومړۍ کرښې ته د خپلو عسکرو د لېږلو خبر ورکړ، خو د دوشنبې په ورځ د مارچ پر ۱۹ یې یوځل بیا له هغه ځایه تېښته وکړه، د مارچ پر ۸ جرمني افغانستان ته د تازه نفسه پوځیانو د لېږلو خبر ورکړ او او د مارچ مياشتي په وروستۍ ورځ  د امریکايي پوځیانو یوه لواء افغانستان ته راغله.

د مارچ پر ۲۶ د تاشتکند ناسته ترسره شوه چې ۲۲ هیوادونو او سازمانونو پکې ګډون وکړ، دا ناسته د کابل د سولې د نومول شوې پروسې د ملاتړ لپاره ترسره شوه، ګډونوالو يې په دې هیواد کې د بهرنیانو پر عدم مداخلې تمرکز وکړ او په داسې حال کې چې طالبان يې د کابل ادارې د سولې د وړانديز منلو ته وبلل، ډېری دغونډې ګډون کونکي هیوادونه همدا اوس په افغانستان کې پوځي حضور لري او آن په ملکي چارو کې پرېمانه مداخلې کوي.

اپريل مياشت:

د اپريل پر ۱۱ رسنیو د امریکا د دفاع وارت له قوله ولیکل چې له طالبانوسره د سختې جګړې له امله د امریکايي پوځيانو تلفات زیات شوي، د اپريل ۳۰ کندهار د اشغالګرو پر کاروان د مجاهدینو د برید شاهد و چې په دې برید کې دښمن د ۵ تنو اشغالګرو پر وژلو اعتراف وکړ.

د اپريل پر ۸ د کندهار په ښا رکې د یوې پوستې قومندان، پر ۱۲ يې د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ ولسوال او د امینت امر، په سبا يې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د پولیسو یو قومندان، د اپريل پر ۱۵ د زابل ولایت دشهرصفا امنیه قومندان، د اپريل پر ۱۸ د سرپل د سنګچارک ولسولۍ یو اربکی قومندان، د کندهار د چټک غبرګون قومندان، پر سبا يې د کندهار د سپين بولدک د سرحدي پولیسو  یو قومندان، د اپريل پر۲۲ د چهاربولک امنیه قومندان، دوه ورځې وروسته يې د فاریاب د المار یو مهم او ظالم قومندان، د اپريل پر ۲۵ د کندهار ښار په نهمه حوزه کې د ملي امنیت یو مهم قومندان او پر سبا يې د لوګر د والي معاون ووژل شول.

د اپريل پر لومړۍ نېټه د فاریاب ولایت په ګرزيوان ولسوالۍ کې ۳۰ کلي له اربکیانو تصفیه شول، ددې میاشتې پر ۴  د اروزګان  ولایت پر مرکز د مجاهدینو په بریدونو کې ۳۰ تنه د اجیري اردو عسکر ووژل شول او ۱۴ نور يې ژوندي ونيول شول، د اپريل پر ۶ د سرپل د مرکز  پر یوې پوستې د مجاهدینو په شپنۍ چاپه کې ۱۰ تنه عسکر له منځه ولاړل، د اپريل پر ۱۰ په ميدان وردګو ولایت کې د صفر یک قطعه د مجاهدینوله بريد سره مخ شوه، د دې میاشتې پر ۱۲ د غزني خواجه عمري ولسوالۍ سقوط وکړ، پر ۲۱ اپريل د غزني ښار ته نژدې د دښمن یو مهم مرکز فتحه شو، د اپريل پر ۲۲ د اجیري ادارې چارواکو وویل چې د فاریاب په بلچراغ او پښتونکوټ ولسوالیو کې ۵ پوستې طالبانو نیولي دي.

د اچهارشنبې په ورځ د اپريل پر ۲۵ اسلامي امارت د الخندق عملیاتو د پيل خبر ورکړ، د دې عملیاتو په لومړۍ ورځ پر دښمن سلګونه بریدونه ترسره شول چې په دې بریدونو کې د مالي زیانونو تر څنګ له ۲۰۰ ډېرو اجیرو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتله، د شنبې په ورځ د اپريل پر ۲۸ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د اجیري اردو یو کنډک د مجاهدینو تر برید لاندې راغی، په همدې ورځ د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ بازار او امنیه قومندانۍ مجاهدینو ونیوله، په سبا يې مجاهدینو د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د اشغالګرو یوه بې پيلوټه الوتکه راښکته او غنيمت کړه، د اپریل پر ۲۹ مجاهدینو د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړ، په همدې ورځ رسنیو خبر ورکړ چې د غزني  د ښا رله شاوخوا له ګڼو پوستو عسکر  تښتېدلي دي، د اپريل پر ۳۰ د کندهار دامان ولسوالي پر اشغالګرو د مجاهدینو د برید شاهده وه.

د اپريل پر ۷ په افغانستان کې د اشغالګرو عمومي قومندان وویل چې په تیرو ۷ میاشتو کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۵ بمونه د افغانستان پر خاوره غورځول شوي دي، په يوه بل راپور کې چې د اپريل پر ۱۱ نشر شو، د کابل د اجیري ادارې دفاع وزارت وویل چې اجیرو عسکرو د بهرنیو اشغالګرو په ملتیا هره ورځ ۷۰ عملیات ترسره کړي دي.

می میاشت: 

د شنبې په ورځ د می پر ۵ مسیر ورځپاڼې د امریکایي رسنیو په حوله وليکل چې د افغانستان په جګړه کې د امریکایي پوځیانو تلفات ډېر شوي دي.

د می میاشتې په لومړۍ نېټه د اشغالګرو ومنله چې د افغانستان په ختیځ کې یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي  دی. دمی پر ۱۳  نېټه د کندهار په ډنډ ولسوالي کې د اشغالګرو په ټانک  برید وشو او پکې سپاره ټول اشغالګر ځای پرځای ووژل شول, د همدې میاشتې په ۲۶مه  د فراه په فراه  رود ولسوالي کې دوه امریکایي اشغالګر ووژل شول.

د پنجشنبې په ورځ د می پر ۳ د کونړ د والي ویاند ووژل شو، پر ۷ يې د مزدوري اردو د کمانډويانو يو قومندان د جلال اباد په ښار کې ووژل شو, په همدې ورځ په پارلمان کې د بدخشان استازو وویل چې د تېرې اونۍ په جګړو کې په همدې ولایت کې ۱۰۰ تنه عسکر وژل شوي, د اجیري ادارې د دفاع وزارت هم ومنله چې یوه اونۍ کې يې ۲۵۰ تنه عسکر وژل شوي او ۴۰۰ نور ټپیان شو, د شنبې په ورځ  د می په ۱۲مه د زابل ولایت د شملزیو ولسوالۍ امنیه قومندان پر ۲۳ نېټه يې د غور د چهارسدې ولسوالۍ مشهور اربکی قومندان ووژل شو.

د جمعې په ورځ  د می په ۱۸ رسنیو خبر ورکړ چې اسلامي امارت هغو عسکرو ته د عفوې اعلان کړی چې د کابل د اجیري ادارې لیکي پرېږدي.

په می میاشت کې د الخندق عملیات په ډېر برياليتوب سره روان و، د پنجشنبې په ورځ د می پر ۳ د بدخشان د کوهستاناتو ولسوالۍ د مجاهدینو لاسته ورغله, د دوشنبې په ورځ د می پر ۷ دکندهار معروف ولسوالۍ د مجاهدینو د سختو بریدونو شاهده وه، دمی پر ۸  مجاهدینو د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې ۲۱ پوستې فتحه كړې، په دې سبا يې همدا او د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ دواړه په مکمل ډول د مزدور دښمن له لاسه ووتلې.

د می پر ۹ په کابل کې پر لسمه حوزه او ورڅېرمه داستخباراتو پر مرکز د مجاهدینو له لوري استشهادي بریدونه وشول، د می پر ۱۳ د دښمن یو هلیکوبتر چې د هلمند ګرشک ولسوالي ته د شپنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره تللی و, وغورزول شو, په همدې ورځ د سلام وطندار راډیو د فراه ولایت د مقاماتو د وینا په اساس وویل چې د همدې ولایت د بالا بلوک او جوین ولسواليو د نیولو پر مهال مجاهدین توانېدلي چې د یو نیم ملیون ډالرو په ارزښت مهمات او  جنګي وسائل د غنیمت په توګه ونیسي،

د سې شنبې په ورځ د می پر ۱۵ مجاهدین د فراه ښار ته ننوتل، د امنیه قومندانۍ، امنیت ریاست او نورو مهمو ودانیو په ګډون یې یو شمېر مهمې سیمې ونيولې، تر دې یوه ورځ وروسته د غزني چغتو  او د بادغیس دره بوم  ولسوالۍ هم د مجاهدینو لخوا فتحه شوې,

د می پر ۲۰ نېټه د دایکنډي  اجرستان ولسوالۍ, د سې شنبې په ورځ د می پر۲۲ د غزني د ده یک ولسوالۍ هم د مجاهدینو لاس ته ولوېدلې، د دوشنبې په ورځ د می پر ۲۸مه ۱۷ پوستې د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې او د سې شنبې په ورځ د می میاشتې پر ۲۹مه د ارزګان چوره ولسوالۍ ونيول شوه، یوه ورځ وروسته یې د لوګر په ولایت تندریز بریدونه تر سره شول چې له امله یې د حوزې  آمر ووژل شو, په همدې ورځ د تخار قلعه زال ولسوالي فتحه شوه.

د می پر ۳۰  د امریکا وټرنر ټوډې ورځپاڼې ولیکل چې له ۲۰۰۴میلادي  کاله را په دېخوا لسګونو اسرائیلي عسکرو د امریکایي هویت په درلودلو سره د افغانستان په جګړه کې ګډون درلودلی دی.

اسلامي امارت له یوې اږدې مودې وروسته یوځل بیا د شریعت رادیو خپرونې پيل کړې، د می پر ۱۰ د غزني ولایت خلکو د دې رادیو دخپرونو له نشرېدو خبر ورکړ.

د می په ۱۱ نېټه د د اندونيزیا فرمایشي غونډه ترسره شوه چې د افغاستان، پاکستان او اندونيزیا یوشمېر علماوو پکې ګډون وکړ، له دې ناستې څخه موخه داوه، تر څو په افغانستان کې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو پر ضد د جهاد د تحریم فتوا صادره کړي، خو د اسلامي امارت د کوښښونو له امله له دې غونډې دا هدف ترلاسه نه شو.

جون میاشت:

د پنجشبې په ورځ د جون پر ۲۸مه د صفریک قطعې د ځانګړو ځواکونو قومندان د پکتیکا وحشي او ظالم اربکی عزیز الله کاروان د کابل ښار په مکرویان سیمه کې ووژل شو، د می پر ۳ د یکشنبې په ورځ د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ  فتحه شوه ، پر ۲۱نېټه يې لغمان ولایت په پوره توګه د داعشي ملېشو له شر څخه خلاص شو, د شنبې په ورځ د جون پر ۳۰ په تخار کې د دښمن یوه مهمه قرارګاه فتحه شوه،  د جون پر ۹ اسلامي امارت اعلان وکړ چې مجاهدین د اختر په دریو ورځو کې اوربند کوي او د کابل پر اجیري ادارې به بریدونه – نه کوي، خو بهرني اشغالګر له اوربند څخه مستثنی وو.

د کابل د اجیري ادارې د اختلافاتو په سلسله کې د جون پر ۹ نېټه اشرف غني د اوبو او انرژۍ  خپل وزیر له دندې ګوښه کړ، خو ځنډ ونه ووت چې عبدالله د غني دا تصمیم رد کړ، خو نوموړی وزیر د اشرف غني د ساتونکو له لوري له خپل دفتر څخه وايستل شو، د چهارشنبې په ورځ د د جون پر ۱۳ نېټه د ښارجوړونې وزیر له خپلو ۴ مرستیالانو سره او د جون پر ۲۶ د ماليې وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړه.

جولای میاشت:

د جولای پر ۵ د لوګر ولایت په مرکز کې ۵ اشغالګران ووژل شول، د جمعې په ورځ د جولای په ۶ د اشغالګرو یو لوړ پوړی جنرال د لوګر په محمد آغه ولسوالۍ کې له منځه ولاړ.

د جولای پر ۷ د غور د چارسدې ولسوال او په غزني ولایت کې د سپيشل فورس قومندان په دوو جلا پېښو کې ووژل شول، د سې شنبې په ورځ د جولای پر ۱۰ د غزني ولایت د خوګياڼو امنیه قومندان ووژل شو، او پر ۱۵ يې د کابل د ۵ حوزې امر ټپي او د پغمان ولسوالۍ د کشف امر يې ووژل شول، همداراز د کاپيسا په تګاب کې یو اربکی قومندان ووژل شو او غزني کې ددې ولایت د ولایتي شورا یو غړی هم ووژل شو.

د سې شنبې په ورځ د جولای پر ۱۷ د فاریاب په چهلګزي ولسوالۍ کې یو قومندان ووژل شو، ددې میاشتې پر ۲۱ د غزني د رشیدان ولسوالۍ امینه قومندان او پر ۲۵ يې د کابل د ۵ حوزې په اړوند سیمه کې یو اربکی قومندان ووژل شو.

د جولای پر ۷ د غور  په دولینه ولسوالي کې یوه مهمه قرارګاه فتحه شوه,  تردې یوه ورځ وروسته د غزني ولایت مقام داسې مهال د مجاهدینو تر راکیټي بریدونو لاندې راغی چې د مزدوري ادارې د کورنیو چارو او ملي امنیت د مرستیالانو ترڅنګ د دفاع وزیر هم د دغه ولایت له چارواکو سره په ليدو کتو بوخت وو. د جولای په ۱۱ مجاهدینو د رشیدانو ولسوالۍ انتقالي مرکز فتحه کړ. همداراز د جولای په ۱۴ مجاهدينو د هلمند په مرکز کې د پولیسو او اربکیانو په ګډ مرکز پراخ برید ترسره کړ .

د جولای پر ۲۱ نېټه د غزني په قرباغ کې د اربکیانو يوه مهمه قرارګاه, په ۲۳ نېټه د زابل اتغر ولسوالي  او د ګیلان په ولسوالي کې د اربکیانو یو ستر مرکز هم فتحه شول، په دې سبا د پکتیکا د اومني او ګیان ولسواليوي یوه په بله پسې د طالبانو لاس ته ولوېدلې, د پنجشنبې په ورځ  د جولای په ۲۶ مه د کابل ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د صفریک قطعې د ځواکونو په مرکز برید تر سره شو, په همدې ورځ د میدان وردګو په سید آباد ولسوالۍ كې هم دغه ځواکونه  تر  برید لاندې راغلل, د جولای په ۲۸مه د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍونیول شوه.

د دوشبنې په ورځ د جولای په ۲ د مزدوري ادارې د پارلمان وکیلانو وویل چې اوسنی جنګ بهرنیانو پيل کړی او یوازې هغوی کولای شي دا جنګ پای ته ورسوي,  څو ورځې وروسته د تش په نوم ولسي جرګې غړیو هم د مزدوري ادارې له لوړ پوړو چارواکو وغوښتل چې بهرنی اشغال مهار کړي او په هیواد کې د دوی د جنایتونو مخه ونیسي، داسې چاره چې د کابل د اجیري ادارې له توان څخه وتلې ده.
د دې میاشتې په لومړیو کې د اشرف غني عسكرو د جنرال دوستم یوخاص قومندان د قیصار په ولسوالۍ کې ونیو او کابل ته یې انتقال کړ. د سې شنبې په ورځ د جولای په ۳ د دغه قومندان پلویانو د اشرف غني په ضد لاریونونه  وكړل او په دې ترڅ کې يې د فاریاب ولایت مقام ته اور وا چاوه.

د جولای په ۴ رسنیو خبر ورکړ چې پینټاګون په خپل وروستي راپور کې د افغانستان د جګړې په اړه په سیاسي او سوله ييزو حل لارو تمرکز کړی، د جولای په ۱۱ د ناټو سرمنشي هم وویل چې ناټو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د سوله ييزو لارو چارو په لټه کې ده, د دوشنبې په ورځ د جولای پر ۱۶ امریکايي رسنیو وویل چې سپینې ماڼۍ خپلو ډیپلوماټانو ته دنده سپارلې چې له طالبانو سره اړیکه ونیسي او د افغانستان ډ جګړې د پای ته رسولو لپاره لارې چارې  ولټوي، په همدې ورځ په افغانستان کې د اشغالګرو عمومي قومندان جنرال نیکولسن هم وویل چې دوی له طالبانو سره مذاکراتو ته تیار دي.

د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۸د ولسي جرګې غړیو وویل چې د کابل اجیره اداره له طالبانو سره د مذاکراتو صلاحیت نه لري او دوی د امریکا له دې پرېکړي ملاتړ کوي چې غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي, د سې شنبې په ورځ د جولای په ۳۱ یوې برتانوۍ ورځپاڼي د امریکایي ډیپلوماتانوله خولې وليکل چې ټرمپ حوصله له لاسه ورکړې او کېدلی شي له افغانستانه خپل عسکر وباسي.
د سې شنبې په ورځ د جولای پر ۱۰ نېټه د عربستان د جدې په ښار کې د علماوو په نوم یوه غونډه جوړه شوه چې د څو هیوادونو درباري ملایانو پکې ګډون کړی وو، په عین حال کې ناټو هم په بروکسل کې غونډه وکړه چې  افغانستان کې يې د جګړې پر دوام او د کابل د اجیري ادارې پر ملاتړ يې ټينګار وکړ.

اګسټ میاشت:

د اګسټ پر ۴ د شنبې په ورځ د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د اشغالګرو یو ټانګ ویجاړ او ټول سپاره کسان پکې ووژل شول، په دې سبا يې د پروان ولایت د مرکز په خلازی کلي کې یوځل بیا اشغالګران د مجاهدینو تر بريدونو لاندې راغلل چې په ترڅ کې یې ۱۵ تنه ورڅخه ټپیان او ووژل شول، د اګسټ پر ۱۲ د يکشبنې په ورځ د ميدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د اشغالګرو او داخلي ګوډاګیانو یو کاروان د مجاهدینو تر بریدونو لاندې راغی چې د ۱۰ تنو اشغالګرو په ګډون ګڼ شمېر داخلي عسکر پکې ووژل شول.

په اګسټ میاشت پر ۲ نېټه د دښمن یوه چورلکه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې نسکوره شوه، یوه بله چورلکه هم د غزني په جنګ کې نسکوره کړای شوه.

د اګسټ پر ۴ نېټه د اروزګان ولایت په چنارتو لسوالۍ کې د اجیري اردو درې پوستې د مجاهدینو لاس ته ولوېدلې، د چهارشنبې په ورځ د اګسټ پر ۸ د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې لسګونه عسکر ووژل شول، د اګسټ پر ۱۰ مجاهدینو  پر غزني ښار برید وکړ، د ولایت مقام له ودانۍ پرته يې د ښار ټولې سیمې او تاسيسات ونیول،د دې میاشتې پر ۱۱ مرکزي بغلان د مجاهدینو د بريدونو شاهد و او پر ۱۲ يې د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ مجاهدینو ونیوله، د اګسټ ۱۳ د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د فتحې شاهده وه، همداراز د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د اجیري اردو يوه قرارګاه د مجاهدینو لاس ته ولوېدله.

د پنجشنبې په ورځ د اګسټ پر ۱۶ د کابل د ۵ حوزې اړوند سیمه کې د دښمن یو تربيتي مرکز تر برید لاندې راغی اود اګسټ پر ۱۹ اجیري اردو د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالي او د اګسټ پر ۲۷ نېټه يې د دې ولایت په المار او قیصار کې ۲۸ پوستې له جنګ پرته خوشې او عسکر يې له سیمې  وتښتېدل.

د اګسټ پر ۲۵ نېټه د کابل په اجیره اداره کې قوي شخص حنیف اتمر چې د اشرف غني ملاتړی و ، د ده او اشرف غني ترمنځ د اختلافونو له امله استعفا ته اړ شو، په همدې ورځ اشرف غزني د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو او د ملي امنیت له رئيس څخه د استعفا غوښتنه وکړه، د اګسټ پر ۲۹د کال ښاروال چې ویل کيږي د اختلافاتو او د اشرف غني له لوري د فشار له امله  يې استعفا ورکړه.

سپتمبر میاشت:

د سپتمبر په ۳ نېټه۲ امریکایان د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ووژل شول, په همدې ورځ اشغالګرو ومنله چې د هیواد په ختیځ کې يې یو عسکر وژل شوی او بل ژوبل دی, د چهار شنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۲  نېټه۲ امریکايي عسکر د لوګر په مرکز کې ووژل شول،د شنبې په ورځ د د میاشتې په ۲۹ اشغالګر وروسته له هغه چې دوه عسکر یې د کندز په چاردره کې د مجاهدینو لخوا ووژل شول, د جګړې له میدانه بېرته شاتګ ته اړ شول,  یوه ورځ وروسته مجاهدینو وویل چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یې یو بل اشغالګر هم وژلی دی.

د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۳ کابل كې د پارلمان یو کاندید ووژل شو, د سپتمبر پر ۴  د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو, د دوشنبې په ورځ ددې میاشتې په۱۰ د بلخ ولایت د پاسپورټ ریاست مرستیال ووژل شو، یوه ورځ وروسته ترې د غزني ولایت د استناف محکمې رئیس له منځه ولاړ.

د سپتمبر پر ۱۵ په فراه کې د دښمن یو چورلکه وغورزول شوه، چې پکې د ۱ ډګروال په ګډون ۵ اشغالګرعسکر ووژل شول, په دې ورځ د زابل ولایت د شملزیو ولسوالۍ ولسوال ووژل شو. د دوشنبې په ورځ  د سپتمبر پر ۱۷ د بادغیس په مرکز کې د ریزرف عملیاتي کنډک قومندان  او پر سبا يې د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ ۲ قومندانان له منځه یووړل شول، د چهارشنبې په ورځ دسپتمبر پر ۱۹ نېټه د قلعه زال ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مرستیال، او په ۲۵ یې کندهاره كې د پارلمان يو نوماند ووژل شو.

د سپتمبر په لومړۍ نېټه د اجیرې ادارې یوه چورلکه د بلخ ولایت په شاهین قول اردو کې, د شنبې په ورځ د سپتمبر پر ۱۵  یوه بله هلیکوپتره د فراه په خاک سپید کې نسکوره شوه، په ۲۹ نېټه د لوګر د مرکز په اړوند سیمه کې یوه بې پیلوټه الوتکه او وروسته د پروان په کوه صافي کې د مزدورو کمانډویانو یوه چورلکه نسکوره کړای شوه.

د سپتمبر پر ۳ د بلخ چاهي ولسوالي، د سې شنبې په ورځ د سپتمبر پر ۴ د پکتیا جاني خیل ولسوالۍ يوځل بیا د مجاهدینو له لورې فتحه شوه، په سبا یې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د دښمن یو کنډک فتحه شو.

د یکشنبې په ورځ د سپتمبر په ۹ د میدان وردګ دایمیرداد ولسوالۍ ونیول شوه، د دوشنبې په ورځ د سپتمبر پر ۱۰ نېټه د جوزجان ولایت  خم آب مجاهدینو فتحه كړه،همداراز مجاهدینود سرپل مرکز کې ۸ پوستې ونیولې, یوه ورځ وروسته یې ۷ کلي نور هم مجاهدینو ونيول،  د چهار شنبې په ورځ د سپتمبر پر ۱۲ د غزني په مقر ولسوالۍ کې یوه قرار ګاه او پر ۲۰ یې د غزني اب بند ولسوالۍ هم فتحه شوه.

افغانستان له تېرو ۱۷ کالونو راهیسې د اشغالګرو په تجربه ځای بدل شوی, د اشغالګرو ټولې وسلې  او مهمات دلته تجربه کیږي، تېرکال د بمونو مور په ننګرهار کې و ازمویل شوه او دادی د جمعې په وځ د سپتبمر پر ۲۸ ايف ۳۵  ډوله الوتکه په افانستان کې وازمایل شوه.

د سپتمبرپر ۴ نېټه اسلامي امارت د جهادي شخصيت مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله چې د څو تنو مجاهدینو او شهیدانو پلار او د ژوند تر وروستیو پوري د مجاهدینو په صف کې ثابت قدمه پاته شو، د وفات خبر اعلان کړ.

اكتوبر مياشت:

د اکتوبر پر ۳ د چهارشنبې په ورځ ۵ تنه اشغالګر د یوه ماین په چاودنه کې ووژل شول، د چهارشنبې په ورځ د اکتوبرپر۱۷ نېټه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یو اشغالګر له منځه ولاړ، په همدې ورځ د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې ۶ اشغالګرعسکر ووژل شول.

د اکتوبر پر۱۸ نېټه د پنجشنبې ورځ په ننګرهار ولایت کې د یوه امریکايي جنرال په ګډون ګڼ بهرني اشغالګرټپیان شول، د اکتوبر پر ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ مجاهدینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د اشغالګرو یوه چورلکه نسکوره کړه چې سپاره ټول عسکر په کې ووژل شول، په همدې ورځ یوه نفوذي مجاهد هرات ولایت کې پر بهرنیو اشغالګرو برید وکړ چې یوشمېر يې ټپيان او ووژل، د اکتوبر۲۷ د شنبې ورځ د ميدان وردګو ولایت په میدان ښار کې د بهرنيانو پر یوې اډې د بريدونو شاهده وه.

د اجیري ادارې ليکې هم د تلفاتو شاهدې  وې, د اکتوبرپر ۲ نېټه د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د ملي امنیت سرپرست د اکتوبر پر ۴ په همدې ولسوالۍ کې یو قومندان او په مرکز کې د ځانګړې قطعې قومندان ووژل شول، په همدې سبا د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د اجیرې ادارې یو پيلوټ د اکتوبر پر۷  نېټه د يکشنبې په ورځ د میدان وردګوو لایت د سید اباد ولسوالۍ امنیه قومندان او د سې شنبې په ورځ د اکتوبر پر۹ نېټه د هلمند په مرکز کې د ولسي جرګې يو کانديد ووژل شو، د اکتوبر پر۱۴ نېټه د زابل ولایت د ميزانې ولسوالۍ امنیه قومندان هم له منځه ولاړ.

د سې شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۶ نېټه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د امنیت امر او د هغه مرستیال، په دې سبا يې د هلمند په مرکز کې د اشغالګرو مهم ګوډاګی جبار قهرمان له منځه یووړل شول، د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر پر۱۸ نېټه په کندهار کې ددې ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق چې د مسلمانانو سرسخت دښمن او د زرګونو بې ګناه افغانانو قاتل و، د دې و لایت د امنیت د رئيس او ګڼو نورو په ګډون ووژل شو، د اکتوبر پر۳۰ نېټه د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان مړ شو اوپه دې سبا يې د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د اربکیانو یو مهم قومندان له منځه ولاړ، د اکتوبر پر ۳۱ فراه ولایت کې د دښمن یوه چورلکه نسکوره شوه چې د هرات د ظفر قول اردو د مرستیال، د فراه د ولایتي شورا د رئیس او ددې شورا د یوې غړې په ګډون ۲۵ تنه په کې ووژل شول.

د يکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۷ نېټه د ميدان وردګو ولایت سيد اباد ولسوالۍ،  تردې وروسته د همدې مياشتې پر۱۳د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ فتحه شوه، د اکتوبر پر ۱۴ د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ  او د اکتوبر پر۱۵ نېټه د غزني د اب بند ولسوالۍ امنيه قومنداني فتحه شوه، د اکتوبر پر۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ کې د دښمن یو مهم بېس ونیول شو او د لوګرولایت په خروار ولسوالۍ کې د اشغالګردښمن یوه چورلکه نسکوره کړه چې پکې سپاره ټول کسان يې ووژل شول.

د اکتوبر پرلومړۍ نېټه د ولسي جرګې غړو وویل چې کابل کې ځیني بهرني سفارتونه غواړي د انتخاباتي ډرامې له لارې د ځان د خوښې وړ کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي، اسلامي امارت هم د دوشنې په ورځ د اکتوبر پر ۸  نېټه وویل چې دا انتخابات د اجیري ادارې د قانوني ګرځولو لپاره یوه بهرنۍ پروژه ده چې له همدې امله به ټول انتخاباتي مرکزونه د مجاهدینو له لورې تر بریدونو لاندې نیول کیږي، د اکتوبر پر ۹ نېټه د امريکا سفارت ومنله چې لږترلږه ۲۰ تنه امریکايي مشاورین د افغانستان په انتخاباتي پروژه کې دخيل دي، خو ويې ويل چې دا انتخابات ددوی نه دي.

د شنبې ورځ د اکتوبر ۲۰ نېټه د پارلماني انتخاباتو ورځ وه چې د مجاهدینوله لورې په همدې  ورځ د دې پروسې د ګډوډولو لپاره ۴۰۰ بریدونه ترسره شول، په دې برسېره چې سلګونه ستونزې اوټګۍ برګۍ يې په ترڅ کې وشوې، د انتخاباتو په ورځ د رايي ورکونې سلګونه مرکزونه تړلي پاته شول, کارپوهانو، کانديدانو، سیاسي تنظیمونو او خپلواکو ادارو دا انتخابات نمايشي او ناکام وبلل.

له بله پلوه د اشرف غني ستر سلاکار جنرال جرأت له خپلې دندې لرې شو، د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۷نېټه د کابل د اجیري ادارې د بهرنیو چارو وزارت معین حکمت کرزي او د دې میاشتې په وروستیو کې د اجیري ادارې د امنیت شورا مرستیال هم له خپلې دندې لاس په سر شو.

د اکتوبر پر ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ  د اسلامي امارت پخوانی مرستیال ملا عبدالغني برادر تر اته کلن زندان وروسته د پاکستان له زندان څخه خوشی شو، اوس هم د اسلامي  امارت یوشمیرغړي د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي، له بله پلوه د اکتوبر پر ۳۰ نېټه د ګوانتانامو زندان پنځه پخواني بندیان په قطر کې د سیاسي دفتر د نویو غړو په توګه وټاکل شول.

نومبر مياشت:

د نومبر پر ۳ د شنبې په ورځ د کابل په یوه تعلیمي مرکز کې څو تنه امریکايي سلاکارانو ووژل شول، د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۴ د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې یو بهرنی اشغالګر او د نومبر پر ۲۵ یو بل اشغالګر د هلمند ولایت په مرکز کې ووژل شو، د نومبر پر ۲۷ د سې شنبې په ورځ غزني ولایت کې ۷ تنه امریکايي اشغالګر ټپیان او ووژل شول.

د اجیري ادارې له ليکو څخه هم، د شنبې په ورځ د نومبر پر ۳ نېټه په بدخشان ولایت کې یو اربکی قومندان، د نومبر پر ۶ نېټه د ملي امنیت څلور تنه کارکونکي په پروان ولایت کې ووژل شول، د جمعې په ورځ د نومبر پر ۱۰ د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ ولسوال, د شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۷ نېټه د لوګر ولایت د بره کی برک ولسوال ووژل شو، د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۲۰ نېټه کندهار کې د ښار د دوهم کمربند قومندان ووژل شو،

د نومبر پر ۲۴ نېټه د شنبې په  ورځ د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د دښمن یوه چورلکه او دنومبر پر ۳۰  د دښمن يوه بله چورلکه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د مجاهدينو له لورې وويشتل شوه چې ټول سپاره کسان پکې ووژل شول.

په نومبر مياشت کې د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د نظم عامه يوه ستره قرارګاه فتحه شوه، د يکشنبې په ورځ د نومبر پر ۴ نېټه د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې دوه مهمې قرارګاوې او د نومبر په ۵ د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ انتقالي مرکز د مجاهدينو له لورې ونيول شو.

د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۶ د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ پراخې سیمې فتحه شوې، همداراز فراه کې یو سرحدي کنډک فتحه شو, د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۷ نېټه د فارياب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د مزدورو عسکرو درې قرارګاوې, د نومبر پر ۸ د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې پراخې سیمې د مجاهدینو له لورې ونيول شوې.

د نومبر پر ۱۱ د بغلان ولایت په بورکه ولسوالۍ کې یوه قرارګاه فتحه، ددې پيښي په سبا مجاهدینو د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ ونیوله، د نومبر پر ۱۴ نېټه د غزني ښار د یوې حوزې مرکز فتحه کړل شو.

د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۲۸ مجاهدینو کابل کې د اشغالګرو پر یوه مرکز سخت بريدونه وکړل، په دې مرکز کې چې د ګورګا په نوم یادېدو، د دښمن لسګونه تنه پکې ټپیان او ووژل شول.

د نومبر په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو قومندان سکاټ ميلر وویل چې د افغانستان روان بحران پوځي حل نه لري، د سیګار ادارې هم اعلان وکړ چې د کابل ادارې پر اجیرو عسکرو د امریکا زیاتو مصارفو هیڅ  موثره نتېجه نه ده ورکړې،

د نومبر پر ۷ نېټه د ناټو عمومي منشي هم وویل چې د افغانستان اوسنی بحران پوځي حل لاره نه لري، د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۱۵ نېټه د پنټاګون پخواني مرستيال د امریکا له حکومته وغوښتل چې وړاندې تر دې چې بیا د ويتنام په ډول د سفارت له بامه د چورلکو په مټ تېښته کوو, باید له افغانستانه اوس لا د تېښتې لاره ولټول شي، د دوشنبې په ورځ د نومبر پر ۵ د کابل ادارې اړوند د فاریاب والي ومنله چې ددې ولایت تر ۷۰ سلنه ډېره خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

د نومبر په ۸ نېټه د سولې د نومول شوې شورا غړي اکرم خپلواک او د دې پر سبا د ميدان وردګو ولایت والي هم له خپلې وظيفې لاس په سر شو، د نومبر پر ۱۱ د اجیري ادارې اړوند د هرات والي استعفا ورکړه، د نومبر پر ۲۰ د کابل د انتخاباتو کمېسیون ولايتي رئيس په دې اداره کې د زیات فساد له امله استعفا ورکړه، د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۲۷ نېټه د اجیري ادارې د ملي امنیت رئیس ګواښ وکړ چې که په زورواکو د قانون نه پلي کېدل دوام وکړي، له خپلې دندې به استعفا وکړي.

د نومبر په ۹ نېټه ماسکو کې د افغانستان سولې لپاره یو ستر کانفرانس جوړ شو چې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه لوړ رتبه هيئت په دې غونډه کې ګډون وکړ او نړۍ یې د هیواد له اوسني وضعیت او د اسلامي امارت له غوښتنو خبره کړه.

د دسمبر مياشت:

د اسلامي امارت فرهنګي کميسیون د دوشبنې په ورځ د دسمبر  پر ۳۱  نېټه یو مفصل راپور نشر کړ او پکې ویلې دي چې په ۲۰۱۸ کال کې ۲۴۹ تنه اشغالګران په دې هیواد کې وژل شوي، د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲ نېټه د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې درې امریکايي اشغالګر عسکر  او د دوشنبې په ورځ د دسمبر پر ۳ د فراه پر هوايي ډګر په توغنديز برید کې ۹ تنه اشغالګر عسکر ووژل شول،د دسمبر پر ۲ یو امریکايي اشغالګر پوځي په غزني کې هم وژل شوی و، د دسمبر پر ۵  دکندهار په دامان ولسوالۍ کې ګڼو اشغالګرو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتله، د جمعې په ورځ د دسمبر پر ۱۴ نېټه یو بل اشغالګر عسکر هم ووژل شو.

د دسمبر پر ۶ د پنجشنبې په ورځ د ناټو عمومي منشي وویل چې د ناټو پر  همکارۍ برسېره د کابل د اجیري ادارې د عسکرو تلفات د اندېښنې وړ دي، د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲ د بلخ ولایت د شکنده ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان، د دسمبر پر ۴ د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ امنيه قومندان د مجاهدینو په برید کې له منځه ولاړ، د دسمبر  ۱۱  نېټه د کندهار ارغستان ولسوالۍ د دریو قومندانانو د وژلو شاهده وه، په دې ورځ کابل کې د  صفر یک قطعې ګڼ کسان ووژل شول، د دسمبر پر ۱۲ د چهارشنبې په ورځ د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ټولي قومندان او د پنجشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲۰ د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو قومندان ووژل شو.

د دسمبر پر ۲۳ د يکشنبې په ورځ د تخار د نظم عامې قومندان او  ددې میاشتې پر ۳۱ د دې ولایت د درقد ولسوالۍ امنیه قومندان په دوو جلا بریدونو کې ووژل شول.

د شنبې په ورځ د دسمبر پر لومړۍ نېټه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د دښمن یوه چورلکه نسکوره  شوه چې له امله یې پکې سپاره ټول کسان ووژل شول، د دسمبر پر ۳  د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د نیواکګرو یوه چينوک ډوله چورلکه نسکوره کړای شوه، د دسمبر پر ۱۰ د دوشنبې په ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې د دښمن یوه هليکوپتره نسکوره شوه، تر دې وروسته د دښمن یوه بله چورلکه د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې نسکوره کړای شوه.

د دسمبر پر ۲ نېټه د فاریاب ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ۵ پوستې ونيول شوې،  د دسمبر پر ۳ د ميدان وردګو ولایت په سيداباد ولسوالۍ کې  وحشي قطعې  صفر یک ته درانه تلفات او زیانونه  ورواوښتل، د چهارشنبې په و رځ د دسمبر پر ۱۲ د فراه ولایت شیب کوه ولسوالۍ د مجاهدینو له لورې ونيول شوه، د دسمبر پر ۱۶ مجاهدینو وویل چې په دايکنډي ولایت کې يې درې کلي د دښمن له وجود څخه پاک کړي.

د دوشنبې په ورځ د دسمبر پر ۱۷ نېټه د اسلامي امارت استازو د عربي اماراتو په پلازمېنه ابو ظبی کې د سولې د خبرو اترو اړوند یوه ناسته لرله، په دې غونډه کې پر امریکايي استازو برسېره د اماراتو، سعودي او پاکستان استازو هم ګډون درلود، د کابل اجیري ادارې یو پلاوی په دې ناسته کې د ګډون لپاره ابو ظبی ته ولېږو ، خو د اسلامي امارت استازو له هغوی سره له ليدلو ډډه وکړه، ددې غونډې د خبرو اترو اصلي محور د اشغال پای ته رسېدل و.

د جمعې په ورځ د دسمبر پر ۲۱ امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې امریکا غواړي خپل زیات شمېر عسکر له افغانستانه راوباسي، د افغانستان خلکو د امریکا د دې تصمیم هرکلی وکړ او هغه يې په ابو ظبی کې د اسلامي امارت د مذاکراتو لاسته راوړنه وبلله، د امريكا ولسمشر د دسمبر پر ۳۱ وویل چې ناکام جنرالان نه شي کولا ی چې د ده اراده تغير کړي.

د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲ اسلامي امارت اعلان وکړ چې د هلمند لپاره د اسلامي امارت والي مولوي عبدالمنان د بې بيلوټه الوتکې په یوه بريد کې شهید شوی دی.

د کابل اجیره اداره چې د سولې د مذاکراتو ادعاوې کوي، دوه تنه د سولې دښمنان چې په هیواد کې د جګړې او وژنو  د دوام غوښتونکي دي، د دفاع او کورنیو چارو د وزيرانو په حیث وټاکل، د ملي امنیت دوه پخواني رئيسان اسدالله خالد او امر الله صالح چې پخوا هم د مجاهدینو پر وړاندې ناکام شوي او په همدې ترڅ کې يې یو د مجاهدینو له لورې د برید هدف وګرځېدو او بل یې له دندې استعفا ورکړه، د يکشنبې په ورځ د دسمبر پر ۲۳ نېټه د کابل د اجیري ادارې له لوري د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په توګه معرفي شول.